1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکراین کړکیج: ۸۵۰۰ امریکایي عسکر د تیارسۍ په حالت کې دي

۱۴۰۰ بهمن ۵, سه‌شنبه

د اوکراين په سرحد کې د روسي ځواکونو حضور ته په کتو سره، امریکا خپل ۸۵۰۰ سرتیرې تیارسۍ حالت ته راوستلي دي. د پنټاګون ویاند وویل چې دا اقدام ناټو ته د امریکا د ژمنتیا د جدیت ښکاریندویي کوي.

https://p.dw.com/p/462QR
Ukraine-Russland-Konflikt | Die "Territorialen Verteidigungskräfte der Ukraine"
انځور: Efrem Lukatsky/AP Photo/picture alliance

د پنټاګون ویاند جان کربي، د ۸۵۰۰ امریکایي سرتیرو د چمتووالي وروسته د اوکراین د بحران په ارتباط د دوی د احتمالي استولو خبره کړې ده.

نوموړي په عین حال کې ویلي دي چې البته تر اوسه پورې د دغو ځواکونو د استولو له پاره وروستۍ پریکړه نه ده شوې.

دغه پوځي واحدونه د امریکا د ولسمشر جو بایدن امر او د دفاع وزیر لوید آستین په سپارښتنه د اماده باش یا تیارسۍ حالت ته راوستل شوي دي.

کربي زیاته کړې ده چې دغه سرتیري احتمالاتو ته د ځواب ویلو، د هغو له جملې څخه د ناټو د چټک غبرګون ځواکونو د فعاله کیدو په صورت کې د دغو ځواکونو ملاتړ ته تیار دي. هغه وویل دا اقدام د دې ښکاریندويي کوي چې امریکا ناټو ته د ژمنتیا په برخه کې څومره جدي ده.

د ناټو د ټولو هیوادونو ملاتړ

د دې خبر تر اعلانیدو څو ساعته مخکې د ناټو څو غړو هیوادونو د هغو له ډلې څخه ډنمارک، هسپانيا، فرانسې او هالنډ اعلان وکړ چې د روسیې د احتمالي برید په صورت کې به د اروپا ختیځ ته کومکي ځواکونه واستوي.

ډنمارک یوه بیړۍ ختیځ سمندر ته او ۴ جنګي جټ الوتکې لیتوانیا ته استولي دي. هسپانيا هم د ناټو سمندري ځواکونو مرستې ته کښتۍ اماده کړي دي او بلغاريا ته د څو جنګي جټ الوتکو استولو په هڅه کې ده.

د ناټو د اعلان مطابق فرانسې هم خپله امادګي اعلان کړې ده چې د ناټو په مشرۍ به خپل ځواکونه رومانيا ته واستوي.

هالنډ د اپریل په میاشت کې د «اف-۳۵» ډوله دوه جنګي جټ الوتکې بلغاريا ته لیږي او یوه بیړۍ او پوځي واحدونه یي د ناټو د چټک غبرګون ماموریت له پاره اماده کړي دي.

د ۱۰۰ زره روسیي ځواکونو تر مستقر کیدو وروسته د اندېښنو زیاتیدل

د لویدیځو هیوادونو د دغه اقدام دلیل، د اوکراین پولې ته نږدې د ۱۰۰ زره روسي ځواکونو تر ځای پرځای کیدو وروسته پر دغه هیواد د روسیې د برید په اړه د انديښنو زیاتیدل دي.

امریکا او څو اروپايي هیوادونو روسیې ته خبرداری ورکړی دی چې پر اوکراین د برید په صورت کې به له جدي پایلو سره مخامخ شي. روسیې پر اوکراین د برید کولو هر ډول اراده رد کړې ده.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز