1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکیې د طالبانو له «مثبت پیغام» څخه هرکلی وکړ

۱۴۰۰ مرداد ۲۶, سه‌شنبه

ترکیې د سه شنبه په ورځ وویل چي د قدرت د ترلاسه کولو وروسته، نړیوالي ټولني ته د طالبانو له «مثبت پیغام» څخه هرکلی کوي. دغه هیواد ویلي چي د طالبانو په شمول له ټولو افغان لورو سره په خبرو اترو بوخت دی.

https://p.dw.com/p/3z5Kd
Afghanistan I Lage in Kabul spitzt sich zu I 15.08.2021
انځور: Zabi Karim/AP/picture alliance

د ترکیې خارجه وزیر مولود چاوش اوغلو په یوې خبري ناسته کي وویل:«موږ خارجیانو، دیپلوماتیکو نمایندگیو او خپلو خلکو ته د طالبانو له مثبت پیغام څخه هرکلی کوو. موږ هیله مند یو چي دغه کړنلاره د هغوی په عمل کي ووینو».

چاوش اوغلو د اردن په پلازمینه عُمان کي په یوه خبري ناسته کي وویل چي ترکیه په افغانستان کي د کابل د هوایی ډگر د امنیت ساتلو په اړه له امریکا متحده ایالاتو او د هغې له نورو متحدینو سره خپلو خبرو اترو ته ادامه ورکوي. هغه زیاته کړه چي د کابل د هوایي ډگر د امنیت په ټینگولو سره د تخلیه کولو عملیات ادامه پیدا کوي.

چاوش اوغلو وویل:«موږ د طالبانو په شمول له ټولو خواوو سره خبرو اترو ته ادامه ورکوو » افغاني خواوي« به ټول مسایل په خپل منځ کي تر بحث لاندي ونیسي چي څوک به په انتقالي حکومت کي وي، څه ډول یو حکومت به رامنځته سي... موږ به ټولي دغه موضوعگاني تر بحث لاندي ونیسو، خو اوس باید په هیواد کي وضعیت آرام سي».

همدارنگه د روسیې خارجه وزیر، سرگې لاوروف هم ویلي چي د قدرت د ترلاسه کولو وروسته د طالبانو له خوا ابتدایي اطمینان یوه «مثبته نښه» ده. لاوروف ویلي :« زه هغې ته د یوې مثبتي نښي په توگه گورم چي طالبان په کابل کي و نورو نظرونو ته د درناوي اعلان کوي او په عمل کي یې ښیي».

ترکیې مخکي له دې تیاری ښودلی وو چي له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تر وروسته به د کابل د هوایي ډگر د امنیت او مدیریت مسوولیت پرغاړه واخلي. خو د دغه هیواد امنیتي منابعو د رویترز خبري آژانس ته ویلي چي د طالبانو له خوا د قدرت د ترلاسه کولو له امله د رامنځته سوو گډوډیو په دلیل یې له دغي طرحي څخه لاس اخیستی دی.

دغو ترکي سرچینو د رویترز خبري آژانس ته ویلي، که طالبان دغه ډول یوه غوښتنه وکړي نو نوموړی هیواد یې په بدل کي د تخنیکي او امنیتي زمینو د برابرولو له پاره آماده دی.

GP/AA (AFP, Reuters)