1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا ترکيه به د مهاجرو سیاست په پالیسۍ کي بدلون راولي؟

۱۴۰۰ مهر ۵, دوشنبه

له ډيرې مودې راهیسې ترکيې د «پرانيستې دروازې» سياست عملي کړی او د سوريې په ميليونو مهاجر يې خپل هيواد ته پراېيښي دي. اوس د اقتصادي بحران له کبله دغه سیاست نه پلې کيږې. آيا اردوغان به پناه غوښتونکي بیرته واستوي؟

https://p.dw.com/p/40vUK
Migranten an der griechisch-türkischen Grenze
انځور: picture-alliance/dpa/M. Assanimoghaddam

له ډيرې مودې راهیسې ترکيې د «پرانيستې دروازې» سياست عملي کړی او د سوريې په ميليونو مهاجر يې خپل هيواد ته پراېيښي دي. اوس د اقتصادي بحران له کبله دغه سیاست نه پلې کيږې. آيا اردوغان به پناه غوښتونکي بیرته واستوي؟

کله چې په ۲۰۱۱م کال کي په سوريه کي کورنۍ جګړه پیل شوه، د ترکيې حکومت د سوريې پناه غوښتونکو په وړاندي سخاوت درلود. هغه مهال انقرې استدلال وکړ چې د سوريې رژيم له بشري حقونو سرغړونه کوي. له همدې کبله د سوريې کډوال بايد خوندي شي. که څه هم اپوزيسيون خبردارې ورکړ چې دغه اقدام سولې او سوکالۍ ته ګواښ پيښولې شي، خو ولسمشر رجب طيب اردوغان د «پرانيستې دروازې پاليسې» سياست پيل کړ. ترکيې د «محافظتي رژيم» په جوړولو پيل وکړ: سوريایې وګړي نور نه شړل کيدل، خو د کډوالو په کمپونو کې ميشت شول چيرې چې دوي لومړني توکي ترلاسه کړي.

د دغه «پرانيستو دروازو سیاست» پايله له پامه نه شي غورځيدای. د ترکيې د داخله چارو وزير سليمان سويلو په وينا، په اګست مياشت کي په ترکيه کې ۳،۷ ميليونه سوريايې پناه غوښتونکي ول، د دوي نيمايي کابو ماشومان دي چې عمرونه يې له ۱۸ کلونو ښکته وو. تر اوسه د سوریايې پناه غوښتونکو له پاره تر ټولو د خوښې وړ ښار استانبول دی. د ترکيې د مهاجرو چارو ادارو په خبره کابو ۵۳۰،۰۰۰ سوریاې وګړي په ستر تجارتي ښار استانبول کې اوسیږي.

په انقره کې د تخنيک په پوهنتون کي د نړيوالو اړیکو کارپوه حسين باقي وايې، د اروپا پیسو دغه ستونزه حل نه کړه: «ترکيې نه شوای کولی مخکې له مخکې د پناه غوښتونکو شمير په سم ډول محاسبه کړي چې د مهاجرينو له پاره مرستې او پالنه به څومره لګښت ولري.» په پايله کي پناه غوښتونکي ورځ په ورځ په يوه سیاسي مسله اوړي.

Türkei Hüseyin Bagci Konferenz zur Energieversorgung in Frankfurt
انځور: Klaus Weddig

د نړيوالو اړيکو کارپوه باقي حسين وايې چې د اروپايې اتحاديې پيسو ستونزه نه ده حل کړي

ترکيه د ترانزيت هېواد په توګه

په وروستیو کلونو کي څرګنده شوه چې په زرونو سوريايې وګړې د اروپا پر لور تللي. د اروپايې کمېسيون رپوټ له مخې، يوازي په ۲۰۱۵م کال کې تر ۸۵۰ زره زيات يونان ته داخل شوي دي. اروپايې اتحاديې بايد غبرګون ښودلی وای. د ملګرو ملتونو د سرمنشي، د اروپايې اتحاديې د بشري حقونو محکمې او بيلا بيلو غیرې دولتي سازمانونو په انتقادونو سره د ۲۰۱۶م کال په مارچ مياشت کي بروکسل او انقرې توافقنامه امضا کړه. د دغه توافقنامې موخه د هغه پناه غوښتونکو په شمير کې کمښت وو چې د مديترانې له ختيځې لارې اروپايې اتحاديې ته راتلل. هغه مهاجر چې يونان ته داخلیږې د پناه غوښتنې د حق په نه لرلو سره د یونان چارواکو له خوا بیرته ترکيې ته ليږدول کيږې.

د دې په مقابل کې اروپايې اتحادیه په هماغه شمير کې سوريايې پناه غوښتونکي چې د پناه اخيستنې حق ولري د ترکيې له کمپونو څخه د اروپايې اتحاديې غړيو هيوادونو ته ليږدوي.

سربیره پردي د دغه توافق له مخې اروپايې اتحادیه انقري ته د سوريايې وګړو د پالني له پاره په ټوليزه توګه شپږ ميليارده يورو ورکړي دي. دا د ترکيې د جمهور رئيس له پاره کافي نه دي: اردوغان ټينګار کړی دی چې هيواد يې په تیرو اته نيمو کلونو کي ۴۰ ميليارده یورو د سوريايې پناه غوښتونکو له پاره لګولي دي.

ستونزه په پيسو سره نه حل کيږې

دغه راز باقي پر بروکسل په خاصه توګه له انقري سره پر توافق انتقاد کوي: «اروپايې اتحادیه له ترکيې سره ستونزه د پيسو په لیږلو حل کوي. خو ترکيه په يوازي سر نه شی کولي د سوريې پناه غوښتونکو بار ته اوږه ورکړي.»

په استانبول کي آلماني ـ ترکيې پوهنتون کې د مهاجرت د چارو کارپوه هم دغه ډول شکايت لري چې اروپا د پناه غوښتونکو د لا زیات ورتګ له پاره په ډيره موده کې پر مالي مرستو تکیه کوله: «اروپايي اتحاديې ناسم سیاست غوره کړی دی او اوس له انقري سره حتي لا هم مالي خبرو اترو ته دوام ورکوي.»

اوس د پناه غوښتونکو په اړه د اردوغان پر سیاست په ښکاره ډول فشار لیدل کيږې. اردوغان په وروستي ځل وويل: «موږ په ټولنه کي له نااراميو څخه خبر يوو.» د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاوش اغلو اعلان وکړ چې هغوی غواړي له ملګرو ملتونو سره د سوريایې وګړو خپل هيواد ته پر بیرته ورګرځيدلو مشوري وکړي. د عدالت او پراختیا ګوند وياند امر چليک هم په دې وروستيو کي هغه خبرو اترو ته په اشارې سره چې کولې شي د پناه غوښتني په سیاست کي د بدلون په معنا وي، وويل: «اوس هيڅ مشخصه پريکړه تر لاس لاندې نه ده، لازمه ده چې موږ د سیاست بدلون له پاره له اردن،عراق او نورو هيوادونو سره پرې خبرې وکړو.»

د اخراج پر ځاي ادغام

د مهاجرت چارو کارپوه مورات اردوغان له پاره د سوريې پناه غوښتونکو د بيرته ستنولو په اړه بحث د مخالفینو له خوا سیاسي ګواښونه دي. يو تن غواړي دولت تر فشار لاندي راولي چې دا عوامپالنه ده. سره له دي مورات اردوغان وايې: ۶۵۰،۰۰۰ سوریاې ماشومان په ترکيه کي زيږيدلي دي. ۷۷۰،۰۰۰ سوريايي ماشومان د ترکيې په ښوونځيو کي زده کړه کوي. تاسی نه شئ کولې چې د دې تمه ولرئ چې دغه کسان به په خپله خوښه سوريې ته ستانه شي. د دې په بدل کي تاسی له مخالف لورې حرکت وکړئ. د دغه کارپوه غوښتنه دا ده چې په ټولنه کي د پناه غوښتونکو د ادغام له پاره اغيزمن اقدامات تر سره شي.