1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اردوغان: ترکیې په کابل کې له طالبانو سره خبرې کړي

۱۴۰۰ شهریور ۵, جمعه

د ترکیې ولسمشر ويلي دي چې د دغه هيواد استازو په کابل کې له طالبانو سره لومړۍ خبرې اترې کړي دي. نوموړي زياته کړې چې هېواد یې لا د طالبانو له خوا د کابل هوايي ډګر د چارو سنبالولو د وړاندیز په ارزونه بوخت دی.

https://p.dw.com/p/3zYn7
Türkei Megaprojekt Istanbul l Erdogan, Rede zum Spatenstich für die Sazlidere-Brücke
انځور: Turkish Presidential Press Office/REUTERS

رجب طیب اردوغان وويل چې دغه لومړي مذاکرات د کابل د هوايي ډګر په نظامي برخه کې ترسره شول چيري چې د ترکیې سفارت په موقتي ډول انتقال کړل شوی دی.

اردوغان له خبريالانو سره په خبرو کې زياته کړه: «موږ له طالبانو سره لومړۍ خبرې اترې ترسره کړې چې درې نيم ساعته دوام یې وکړ.» نوموړي زياته کړه: «که اړتيا یې وليدله شوه، موږ به د دې ډول مذاکراتو د ترسره کولو موقع بيا هم ولرو.»

چارواکو رويترز خبري آژانس ته ويلي ول چې طالبانو له ترکیې څخه د حامد کرزي هوايي ډګر د مديريت په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې ده. خو دې ډلې له انقرې غوښتي دي چې خپل عسکر دې د اګست مياشتي تر ۳۱ نيټې پورې له افغانستانه وباسي.

ترکیه دمګړی د ناټو په چوکاټ کې په هوايي دګر کې ۵۰۰ عسکر لري چې د چهار شنبې په ورځ یې د هغوی د اخراج بهير پېل کړی دی.

اردوغان وويل: «طالبانو د کابل د هوايي ډګر د فعال ساتلو له پاره د مرستې غوښتنه کړې ده. هغوی وايي چې موږ د میدان امنیت تامينوو او تاسې یې اداره کړئ.»

نوموړي زياته کړه: «خو موږ تر اوسه پریکړه نه ده کړې، ځکه هلته د مرګ او همدا راز نور ډېر خطرونه موجود دي.»

رجب طيب اردوغان له طالبانو سره د ښکيلتيا له کبله د داخلي انتقادونو په اړه وويل چې د ترکیې حکومت په يوه بې ثباته سيمه کې لاس تر زنې کيناستلی نه شي.

اردوغان وويل چې د ایستلو د عملياتو په وروستيو ورځو کې د هوايي ډګر څخه دباندې د تېرې ورځې ځانمرګو بريدونو چې د ۱۳ امريکايي عسکرو په ګډون پکې لږ تر لږه ۸۵ کسان ووژل شول، د دې اهميت نور هم ډېر کړ چې سړی په هغو جزياتو وپوهيږي چې له مخې به یې هوايي ساحه خوندي کیږي.

ب. ص/ ن. ز (AFPE)

زموږ له آرشيف څخه: