1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستد فلسطین سیمه

د غزې د سولې هیئت کې د غړیتوب غځول ۱ میلیارد ډالره تمامیږي

شمس الرحمن ناصر | فرانس پریس، رویټرز
۱۴۰۴ دی ۲۹, دوشنبه

د رسنیو د رپوټونو په حواله د «غزې د سولې پلاوي» د منشور مسوده له غړو هیوادونو څخه غوښتنه کوي چې د خپل غړیتوب د غځولو له پاره ۱ میلیارد ډالره نقدې پیسې تادیه کړي.

https://p.dw.com/p/574g7
ولسمشر ترمپ (ښي خوا)  او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو (کیڼ خوا)
ولسمشر ترمپ (ښي خوا) به د «غزې د سولې پلاوي» مشري او مارکو روبیو به د پلاوي غړی ويانځور: Jonathan Ernst/REUTERS

د «غزې د سولې پلاوي» د منشور مسوده چې په امریکا متحده ایالاتو کې د ترمپ د حکومت له خوا شاوخوا ۶۰ هیوادونو ته استول شوې ده، غړي هیوادونه موظف کوي، هغه صورت کې چې غواړي خپل غړیتوب ته تر درو کلونو د ډیرې مودې لپاره ادامه ورکړي، باید دې پلاوي ته ۱ میلیارد ډالره په نقدي ډول وسپاري.

اړونده مطالب:په شرم الشیخ کې د غزې په اړه د خبرو اترو دوام: د سولې موافقې ته د دونالد ترمپ هیله مندي

د غزې د سولې طرحه؛ ویجاړیو ته د خلکو راستنېدل او نامعلوم راتلونکی

رویټرز خبري آژانس د یکشبنې (د جنورۍ ۱۸ نیټه) په ورځ د دې سند ځينې برخې خپرې کړې وې چې په هغې کې راغلي دي: «هر غړی هیواد مؤظف دی چې د دې منشور د عملي کولو له وخت څخه حد اکثر د درو کلونو له پاره خدمت وکړي، خو په هغه صورت کې چې د هیئت د مشر په وسیله وغځول شي.»

همدرانګه په دې سند کې راغلي دي: «د درې کلن غړیتوب موده کې هغه هیوادونه نه شاملیږي چې د منشور د نافذ کیدو په لومړي کال کې د سولې له هیئت سره تر ۱ میلیارد ډالرو د ډیرو پيسو نقدي مرسته وکړي.»

سپینې ماڼې څه ویلي؟

سپينې ماڼۍ ویلي دي چې د غزې د سولې په پلاوي کې د غړيتوب له پاره د پیسو هیڅ ډول حد اقل اندازه شتون نه لري. سپینې ماڼۍ په خپل ایکس شبکه کې په یوه پيغام کې لیکلي دي: «دغه وړاندیز یوازې هغو هیوادونو ته دایمي غړیتوب وړاندې کوي چې سولې، امنیت او پرمختګ ته ژوره ژمنتیا ښکاره کوي.»

څوک د غړیتوب له پاره ور بلل شوي؟

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د جمعې په ورځ د غزې د سولې پلاوي یو شمیر غړي اعلان کړل. دغه پلاوی دنده لري چې د فلسطین په جګړه ځپلي سیمه کې انتقالي حکومت وڅاري.

د سپینې ماڼۍ د اعلان مطابق، پلاوی به درې برخې ولري: د ترمپ په مشرۍ اصلي هیئت، د غزې د ادارې له پاره له فلسطیني تکنوکراتانو څخه متشکله شوې کمیټه او دویم اجرایي هیئت چې د مشورې ورکولو نقش به ولري.

د دې طرحې مطابق د ترمپسربیره به په اصلي پلاوي کې دغه کسان شامل وي: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د ترمپ ځانګړی استازی سټیو ویتکوف، د ترمپ زوم جرد کوشنر، د بریتانیې پخوانی لومړی وزیر ټوني بلیر، امریکایي پانګوال او میلیاردر مارک رووان، د نړیوال بانک مشر آجای بانګا او د ملي امنیت په شورا کې د ترمپ مرستیال رابرت ګابریل.

د نړۍ څو مشرانو له دې ډلې د ارجنټاین ولسمشر خاویر میلیې، د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني، د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي، د هنګري لومړي وزیر ویکتور اوربان، د ایټالیې لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني او د اردن پادشاه عبدالله دویم ویلي دي چې په اجرایي هیئت کې د غړیتوب له پاره ورته بلنه ورکړل شوې ده.

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل