1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
بشري حقونهپاکستان

خیبرپښتونخوا کې د پاشل شوو کورنیو او «کونډو کلي»

۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۵, دوشنبه

د پاکستان ډیر شمیر کلي داسې هم دي چیرې چې په کورنیو کې یوازې درځ نه دی پيدا شوی، بلکې په بشپړ ډول پاشل شوي دي. په داسې کلیو کې د کونډو شمیر ډیر لوړ دی او د کورنیو د نفقې او سرپرستۍ بار هم د همدغو ښځو پر اوږو وي.

https://p.dw.com/p/4RMVi
Pakistan Peshawar | Familienangehörige durch Taliban getötet
انځور: Saba Rehman/DW

امریکا په ۲۰۰۱ م کال کې د ترهګرۍ پر ضد جنګ پیل کړی و، خو دغه جګړه بیا یوازې د افغانستان تر سرحدونو پورې محدوده پاتې نه شوه. پاکستان په دې جنګ کې د امریکا متحد شو او بیا د تاوتريخوالي لمنه د دې هیواد شمال لویدیځ سیمو ته هم وغځیدله.

د نورو موضوعاتو له پاره زمونږ فیسبوک شبکې ته سر ورښکاره کړئ:

له وسله والو سره په جګړه او بریدونو کې تر ټولو ډیر زیان عامو خلکو ته رسیدلی او په دې سیمه کې نږدې ۳۰ زره ملکيان وژل شوي دي.

د پاکستاني طالبانو د اوربند پای، افغانستان او سیمې ته به یې پایله څه وي؟

د دې جګړې یوه پایله دا شوه چې زرګونو ښځې کونډې شوې. د پاکستان په شمال لویدیځ قبایلي سیمو کې په یو شمیر کلو کې د دې ډول ښځو شمیر ډیر لوړ دی چې له شدیدو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.

«دې جګړې را څخه هر څه واخیستل»

زاهده بي بي د جنوبي وزیرستان قبایلي سیمې چې له افغانستان سره ګډه پوله لري، اوسیدونکې ده. دغه سیمه د پاکستاني طالبانو د زیږیدو ځای هم بلل کیږي. دې سیمې ډیر شمیر داسې بهرنیو جنګیالو ته هم ځای ورکړی دی چې د امریکا د حملې پر مهال له افغانستان څخه تښتیدلي او دلته راغلي و. په دوی کې عرب، چیچنایان او ازبکان هم شامل ول.

د کونډو نړیواله ورځ او د ټولنې زاړه دودونه

د زاهدې بي بي پلار یو سیمه ایز قبایلي مشر و، چې د بهرنیو وسله والو د موجودیت پر ضد یې شدید مزاحمت کړی و او د دغو جنګیالیو د ایستلو په هکله د هغې غوښتنه د دې سبب شوې وه چې طالبان یې پر ضد شي.

د ۲۰۰۹م کال د اګست په ۲۳ نیټه د زاهدې بي بي پلار، تره، میړه او مشر ورور یوځای ووژل شول.

قبایلي سیمو کې د پاکستاني طالبانو د نفوذ پراخیدو ضد اعتراضونه

زاهدې بي بي له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل: «دې یوې پيښې زما د کورنۍ څلور ښځې کونډې کړې. زمونږ ژوند برباد شو.» نوموړې تر نن ورځې پورې دغه غم نه دی هیر کړی او تر نن ورځې پورې ویروونکي خوبونه وینې.

Pakistan Peshawar | Familienangehörige durch Taliban getötet
د ډیر شمیر دغو ښځو د کورنۍ نارينه غړي یا وژل شوي او یا هم لادرکه ديانځور: Saba Rehman/DW

په دې وروستیو وختونو کې پاکستاني طالبانو یو وار بیا د زاهده بي بي په سیمه کې سر را پورته کړی او اوس دا د خپل زوی په هکله اندیښمنه ده، ځکه هغه اوس یو پولیس افسر دی. نوموړې د دغې کورنۍ د نورو کونډو او یتیمانو د پالنې مسئولیت هم په غاړه لري. د حکومت له خوا ورسره هیڅ ډول مالي مرسته نه ده شوې.

دا یوازې یوه کورنۍ نه ده او د پاکستان په شمال لویدیځ سیمو کې داسې کیسې ځای پرځای موجودې او اوریدل کیږي.

د سویلي وزیرستان یوه فعاله او سیمه ایزه مشاوره آسیه بي بي وایي چې د طالبانو بغاوت او ترهګرۍ پر ضد جګړې د دې سیمې خلکو له پاره ویجاړوونکي پایلې لرلې دي.

د هغې په خبره تر ټولو ډیر ښځې اغیزمنې شوي دي چې په وینا یې یوازې په یوه کلي «کوری کوټ» کې تر ۲۰۰ ډیرې ښځې کونډې شوې دي.

آسیه بي بي زیاته کړه: «دې ته اوس د کونډو کلی ویل کیږي، دغه بی وزله ښځې اوس د مرکزي حکومت د خیر ښيګڼې پر پروګرامونو یا خیرات پورې وابسته دي».

«مسئولیت حکومت ته راجع کیږي»

د ترهګرۍ پر ضد جګړه، د طالبانو بغاوت او د ډرون بریدونو له کبله اغیزمنې شوې ښځې اکثره یې بی وزله کورنیو پورې تعلق لري، خو د ټولنې ډیر با رسوخه کورنۍ هم د جګړې له اغیزو په امان کې پاتې نه دي.

په ۲۰۱۲م کال کې د یوه ځانمرګي برید په پایله کې د خیبر پښتونخوا یو لوړ رتبه وزیر بشیر بلور ووژل شو. بیا په ۲۰۱۸م کال کې یې زوی هم په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو. دوی دواړو له طالبانو سره ډیر مقاومت کړی وو.

د نورو موضوعاتو له پاره زمونږ یوټیوب شبکې ته سر ورښکاره کړئ:

مسرت احمد زیب د سوات سیمې اوسیدونکې او د پارلمان پخوانۍ استازې ده. یو وخت داسې و چې طالبانو پر دې سیمې هم کنترول ترلاسه کړی و. د مسرت احمد زیب کورنۍ هم د طالبانو پر وړاندې ډیر مقاومت کړی و. نوموړې هم د طالبانو د بغاوت پر مهال د کونډو شوو ښځو سره د مرستو پر کمښت خپله خواشینې څرګنده کړې ده.

هغې یو وار بیا له حکومت څخه د یتیمو ماشومانو له پاره د مرستې غوښتنه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې د دوی په سیمه کې یوازې د ګوتو په شمار یتیم خانې دي. مسرت احمد زیب له دویچه ویله سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل: «کونډې باید د خپلو ماشومانو پالنه وکړي. که لا زیاتې یتیم خانې وي، هلته ماشومان راجستر کیدای شي او دغه ښځې د نفقې پيدا کولو له پاره وخت ترلاسه کولی شي.»

په پيښور کې د یوه کارپوه داکتر سید عالم محسود په وینا د بغاوت پر مهال سړي لمنځه یوړل شول. د هغه په خبره داسې کورنۍ هم شته چې له پنځو تر نهو پورې سړي یې وژل شوي او له امله یې ډيرې ښځې کونډې شوي دي.

داکتر سید عالم محسود له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «حکومت د داسې ښځو د بد وضعیت مسئول دی. د هغو متعصبو کسانو ملاتړ کول د حکومت تګلاره وه، چا چې زما د ولایت او هیواد ځینې برخې د وحشت کندې ته ور ټیل وهلې».

نوموړی زیاتوي: «د حکومت د دې تګلارو د پايلو بيه ښځې پرې کوي».

ایس خان، اسلام آباد / ش.ن / ب.ص