1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتين: د اوکراين جګړه له پلان سره سم پر مخ ځي

۱۴۰۱ تیر ۹, پنجشنبه

د روسیې د ولسمشر په خبره د دغه هیواد ځواکونه په اوکراین کي «خپلو ټاکلو اهدافو ته د نیژدې کیدو په حال کي دي.» پوتین په ناټو کي د سویدن او فنلند غړیتوب کومه ستونزه نه بولي خو ویلی یې دي چي له گواښونو سره به یې مقابله وسي.

https://p.dw.com/p/4DSwT
Turkmenistan | Wladimir Putin
انځور: Grigory Sysoyev/Tass/dpa/picture alliance

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په اوکراین کي د رواني جگړې له وضعیت څخه «خپل رضایت» څرگند کړی. د هغه په خبره د روسیې پوځ د پرمختگ او خپلو اهدافو ته د رسیدو په حال کي دی.

د کریملن مشر چی د چارشنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د جون پر ۲۹ مه نيټه)  یې په ترکمنستان کي د خزر د سمندر د غاړي د هیوادونو د غونډي په درشل کي له خبریالانو سره خبري کولې، زیاته کړه چي،  هر څه د پلان سره سم پر مخ ځي او د اوکراین کار [جگړه] په آرامۍ او همږغۍ سره ادامه لري.  

پر اوکراین باندي د روسې د پوځ بریدونه  د فبرورۍ پر ۲۴ مه نیټه له څو جبهو څخه پیل سول. پس له هغه چي د پوځ او د خلکو د مقاومت له امله روسي ځواکونه د اوکراین د پلازمیني کیف په نیولو کي پاته راغلل ، ددغو ځواکونو بریدونه د اوکراین په ختیځ د دونباس د سیمې پر بشپړ نیولو باندي متمرکز سوي دي.

پوتین د خپلو څرگندونو په دوام وویل چي اصلي هدف « په دونباس کي د امنیت او آرامۍ» راوستل او «ددغي سیمي د اوسیدونکو ساتل» دي.

د هغو شرایطو رامنځته کول چي د روسیې امنیت تضمین کړي، هم یو بل هدف وو چي پوتین ورباندي ټینگار وکړ. د هغه په خبره ناټو قصد درلود چي اوکراین د روسي ضد تحرکاتو له پاره په خپل یوه پُل باندي بدل کړي. او همدې کار په اوکراین کي د روسیې ځواکونو ځانگړو عملیاتو ته لاره هواره کړې ده.

پوتین د خپلو خبرو په دوام کي چی دا به یوه تیروتنه وي چي ددغو نښتو د پای ته رسیدو له پاره دي کومه نیټه اعلان سي، سختي نښتي د روسیې د ځواکونو د سختو تلفاتو دلیل وباله. د کریملن مشر،  روسي سرتیرو ته د «اتلانو» په لقب ورکولو سره وویل چي «ددغو سرتیرو د ځان ساتلو له پاره باید له سختو او درنو جگړو څخه مخنیوی وسي.» 

Ukraine Donbass US M777  Haubitze
په دونباس کي اوکراییني سرتیري د عملیاتو پرمهالانځور: AP Photo/Efrem Lukatsky/picture alliance

د رواني جگړې په ترڅ کي د روسیې پر سرتیرو باندي د اوکراین پر اوسیدونکو د سختو تیریو او زورزیاتیو تور لگول سوی دی او په اوکراین کي ددغو جنایتونو په هکله بیلابیل اسناد او شواهد په نړیواله سطحه د قضایی ارزوني په حال کي دي. په خاص ډول د عیني شاهدانو هغه انځورونه او څرگندوني چي کییف ته نیژدې د بوچا په کوچني ښار کي، نړیوالو رسنیو ته لار موندلې او د نفرت څپې یې راپارولي دي. مسکو دغه تصویرونه او د شاهدانو څرگندوني «له واقعیته لیري» بللی دي.

« فنلند او سویدن باید پام وکړي»

د روسیې ولسمشر د خپلو څرگندونو په دوام وویل چي هیواد یې په ناټو کي د سویدن او فنلند له شاملیدو سره کومه ستونزه نه لري. هغه ددې ادعا د طرحي  په اړه چي گواکي «د اوکراین په ډول له سویدن او فنلند سره کومه ستونزه نلري» زیاته کړه: «خو هغوی باید په دې پوه وي چي مخکي هیڅ ډول گواښ موجود نه وو، په داسي حال کي چي، که اوس په دغو دوو هیوادونو کي د ناتو نظامي واحدونه او زیربناوي مستقري سي، موږ به ورسره مقابله وکړو او په هغه اندازه چي موږ ته گواښونه متوجه وي په هم هغه اندازه به یې په مقابل کي گواښونه هم رامنځته کړو.»  

پوتین دغه خبري له ترکیې، فنلند او سویدن سره، په ناټو کي د دغو دوو سکاندیاوي هیوادونو د شاملیدو په هکله د یوې هوکړي تر لاسلیک کولو وروسته کړي.

فنلند او سویدن په تیره می میاشت کي، له ناټو سره د یوځای کیدو له پاره خپل غوښتنلیکونه وړاندي کړي ول، خو د ترکیې له مخالفت سره مخامخ سوي ول. ددغو دریو هیوادونو ترمنځ د تفاهم لاسلیک کیدل، په مادرید کي د ناټو د مشرانو د غونډي په درشل کي د هغوی اختلافاتو ته د پای ټکی کښیښود او په ناټو کي د فنلند او سویډن غړیتوب ته لاره هواره سوه. 

پوتین خبریالانو ته د خپلي مرکې په دوام، لویدیځ په دې تورن کړ چي «له روسیې سره د اوکراین د خبرو اترو مخنیوی کوي او دغه هیواد د جگړې دوام ته تشویقوي.» هغه همدارنگه پر ناتو تور ولگاوه چي « د امریکا متحده ایالاتو د سیاست او د سړې جگړې تگلاره پر مخ بیایی او وې ویل چي د اوکراین له خاوري څخه له روسیې سره د مقابلې له پاره د ناټو آمادگي ۲۰۱۴ م کال ته ورگرځي او کومه نوې خبره نه ده.» 

د جگړې له پاره درې سناریوگاني

د امریکا د امنیتي بڼسټونو د ارقامو له مخي په اوکراین کي د روسیې د رواني جگړې هدف، د پخوا په شان ددغه هیواد د لویې برخي تصرف دی. د امریکا د اطلاعاتي بڼسټونو همږغي کوونکي، آوریل هاینز د چارشنبې په ورځ ددغه هیواد د تجارت په وزارت کي د یوه کنفرانس په ترڅ کي وویل چي « د روسیې د جنگي هدف د نه بدلون سره سره، ددغه هیواد پوځ د همږغۍ د نشتوالي او گډودیو سره مخامخ دی چي ورو پرمختگ کوي»

د هاینز په خبره، د جگړې راتلونکی نامعلوم او تیاره ښکاري او د لویدیځ او روسیې اړیکي د لا ترینگلتیا پر لور رواني دي. هغه د امریکا د امنیتي بڼسټونو د ارقامو له مخي ددغي جگړې له پاره درې سناریو گاني تصور کوي: سختي نښتي چي روسیه پکې گام په گام پرمختگ کوي او کوچني بریالیتوبونه په لاس راوړي، خو د مسکو په گټه کوم اساسي بدلون نه رامنځته کیږي، او یا به روسیه په جگړه کي د اوکراین له ماتي او بشپړ بري سره مخامخ کیږي او یا به هم اوکراین په جنوب کي کوچني بریالیتوبونه په لاس راوړي او د جبهې کرښي به د ډیر وخت له پاره کلک او ثابت پاته وي.