1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د جمهوریت د سقوط پر عواملو تازه رپوټ

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۲ مرداد ۲, دوشنبه

د اوسلو د سولې څېړنیز انستیتیوت وروستی رپوټ وايي چې بهرنیانو په خپل لاس د جوړ کړي حکومت پښې وهلي. د ځينو شنونکو په وینا، رپوټ حقایق راسپړلي دي.

https://p.dw.com/p/4UJkA
کابل / آرګ د طالبانو تر واکمنۍ لاندې
کابل / آرګ د طالبانو تر واکمنۍ لاندېانځور: Balkis Press/ABACA/picture alliance

د اوسلو د سولې څېړنیز انستیتیوت وروستی رپوټ وايي چې په اصل کې د دوحې تړون په افغانستان کې د جمهوري نظام ړنګېدو له پاره لار هواره کړې.

طالبانو او امریکایانو د دوحې تړون له پاره تر لس پړاونو ډېر مذاکرات کړي، خو په ۲۰۱۸م کال کې دا خبرې په بنسټیز ډول پيل او په ۲۰۲۰م کال کې د دوحې تړون په لاسلیکېدو سره پایلې ته ورسېدل.

د دوحې تړون د ملا برادر او زلمي خلیل زاد ترمنځ لاسلیک شو
د دوحې تړون د ملا برادر او زلمي خلیل زاد ترمنځ لاسلیک شوانځور: AFP/G. Cacace

په رپوټ کې راغلي دي: «له افغان طالبانو سره د امریکا خبرې، په حقیقت کې د هغه حکومت د کمبلي ټولولو په معنی وه چې په خپله یې جوړ کړی ؤ.»

رپوټ زیاتوي چې د ۲۰۲۱م کال په اګست مياشت کې د طالبانو لاس ته د کابل لوېدلو انځورونه او له هغه ځایه د بهرنیانو او افغانانو تخلیه، د »سولې د یوه ماته خوړلي بهیر« ښودنه کوي.

له افغانستانه د ځواکونو رااېستلو سیاست

د اوسلو د سولې څېړنیز انستیتيوت په رپوټ کې له افغانستانه د ځواکونو پر رااېستلو  نېوکې شوي او زیاته شوې ده چې امریکا درې کاله وړاندې د دې پرځای چې هلته د یو مات شوي دولت ملاتړ وکړي، د خپلو ځواکونو د رااېستلو پریکړه یې وکړه.

وروستی امریکايي عسکر جنرال کریس ډوناو چې له افغانستانه ووت
وروستی امریکايي عسکر جنرال کریس ډوناو چې له افغانستانه ووتانځور: REUTERS

د سولې له پاره د یوې اوږدې او پيچلې لار غوره کول، د امریکا په لومړېتوبونو کې بدلونونه او د سولې له بهیره د افغان دولت بهر ساتل د جمهوریت د ړنګېدو نور عوامل یاد شوي دي.

یوشمېر افغان شنونکو د دغه رپوټ ډېرې برخې د حقیقتونو انعکاس بللی دی.

له کوم ضمانت پرته د افغانستان ورسپارل

افغان خبریال سمیع یوسفزی چې په قطر کې یې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د خبرو بهیر له نیږدې څارلی، دویچه ویله ته وویل، د سولې په خبرو کې ټول شرایط د طالبانو منل شوي: «د پخواني جمهوري نظام سقوط له هغې ورځې پيل شو، په کومه ورځ چې امریکایانو په افغانستان کې شته نظام ته شا کړه او طالبانو ته یې په قطر کې د طالبانو پر شرایطو یوه سپینه ورقه ورکړه او ورته وې ویل چې خپل ټول شرایط مو ولیکی او موږ ته ټول قبول دي، په دغه تړون کې افغان حکومت او د افغانستان د خلکو له پاره هیڅ په نظر کې ونه نېول شول.»

اړوند مطالب:د کابل سقوط؛ د طالبانو د چټک پرمختګ لاملونه څه ول؟

په لندن کې پخواني افغان ډيپلوماټ عزیز معارج دویچه ویله ته وویل، دا یواځې د اوسلو د سولې څېړنیز انستیتیوت خبره نه ده، بلکې ټوله نړۍ او افغانان په دې اند دي چې طالبان د یوې معاملې په ترڅ کې افغانستان ته راوګرځېدل: «اصلاً دا یو جوړجاړی ؤ، دا پریکړه وشوه، پروګرام ورته جوړ شو او شرایط ورته مساعد شول.»

په سویډن کې افغان کارپوه ډاکټر حکمت الله حکمت له دوحې تړون پرته، د جمهوري نظام په ړنګېدو کې یوشمېر کورني عوامل هم بارز بولي.

هغه دویچه ویله ته وویل: «په افغانستان کې د یوه سیاسي غورځنګ نه شتون، د یو ملي سرتاسري سیاسي اجماع نه درلودل، فساد او قومي نفاق او پر پخوانیو جنګسالارانو، جنایتکارانو او د بشر حقونو پر ناقضینو د امریکا اتکا د دې نور دلایل ول.»

آیا د دوحې تړون په بشپړه توګه عملي شوی دی؟

د جمهوریت د ړنګېدو زیان څوک ویني؟

 ښاغلي حکمت زیاته کړه، په وار وار یې د پخواني جمهوریت چارواکو ته ویلي ول چې نور پرې امریکایان باور نه کوي: «مګر دوی سرټمبګي کوله او سر یې نه خلاصوه نتجه یې دغه شوه چې ملت ډير تاوان وکړ اوس د دې قیمت دوی نه ورکوي، دوی په غرب کې په ماڼیو او تجارتونو اخته دي، خو ملت یې تاوان ورکوي، د ښوونځي دروازه وتړل شوه، د پوهنتون دروازه وتړل شوه، کدرونه له هېواده ووتل...»

د اوسلو د سولې څېړنیز انستیتیوت په رپوټ کې ټینګار شوی دی چې د دوحې هوکړه لیک یو مبهم تړون دی او پوښتنه شوې چې د سولې بین الافغاني خبرو تر پیل وړاندې ولې هرڅه پای ته ورسېدل؟