1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو په ۴ ولایتونو کې د ښځو په ګډون ۲۹ کسان په درو وهلي

۱۴۰۴ شهریور ۲۰, پنجشنبه

د سترې محکمې د معلوماتو پر اساس طالبانو په دوو ورځو کې د ښځو په ګډون په مجموع کې ۲۹ کسان د خلکو په عام محضر کې په درو وهلي او د بند په سزا یې محکوم کړي دي. دغه کسان په تخار، کابل، بلخ او لغمان ولایتونو کې په درو وهل شوي.

https://p.dw.com/p/50LLO
آرشیف انځور: په دې انځور کې د طالبانو یو امنیتي کارکونکی لیدل کیږي چې یو کیبل یې په لاس کې دی
طالبانو په دوو ورځو کې د ښځو په ګډون په مجموع کې ۲۹ کسان په درو وهلي انځور: Oliver Weiken/dpa/picture alliance

د طالبانو سترې محکمې د پنجشبې (د سنبلې میاشتې ۲۰/ د سپټمبر ۱۱ نیټه) په ورځ اعلان وکړ چې د تخار ولایت په ینګي قلعه او خواجه بهاوالدین ولسوالیو کې د ابتدایي محکمو د پریکړو پر اساس ۱۱ کسان په درو وهل شويدي.

د طالبانو د محکمې د معلوماتو پر اساس، په تخار ولايت کې په مجموع کې ۷ سړي او ۴ ښځې د نا مشروع اړیکو او غلا په تور هر یو یې په ۳۹ درو وهل شوي دي.

د طالبانو سترې محکمې هر یو له دغو کسانو څخه له څلورو میاشتو تر درو کلونو پورې د بند په سزا هم محکوم کړي دي.

د طالبانو قضايي دستګاه تیره ورځ هم په لغمان ولایت کې پر یوې ښځې او یوه سړي، په بلخ ولایت کې پر یوې ښځې او یوه سړي او همدارنګه په کابل کې پر ۱۴ کسانو د په درو وهل کیدو حکم د عملي کولو خبر ورکړی و.

د طالبانو سترې محکمې ویلي چې په کابل کې ۱۴ تنه د مخدره موادو او مسکراتو سره د مبارزې د ابتدایي محکمې له خوا محکوم شوي وو.

بدني سزاګانې دوام لري

د ملګرو ملتونو او بشري حقونو سازمانونو پر نیوکو سربیره، په افغانستان کې د خلکو په عام محضر کې د طالبانو ادارې له خوا تقریباً په ورځني شکل بدني مجازات دوام لري.

نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو فعالانو بې له مدافع وکیل او قانوني محاکمې ته له لاس رسي څخه د تورونو کسانو مجازات کیدل، په پرله پسې ډول غندلي دي، خو طالبان دغو انتقادونو ته پاملرنه نه کوي او په درو د وهلو سزاګانې یې جاري ساتلي دي.

طالبانو په ۲۰۲۱م کال کې واک ته له رسیدو راهیسې تر اوسه پورې په دغه هیواد کې لږ تر لږه په لسو مواردو کې د قصاص حکم هم عملي کړی دی.   

د طالبانو څلور کاله واکمني؛ د افغانستان مهمو تحولاتو ته کتنه

پروانه علی زاده د افغانستان له پاره د ډویچه ویلې د دري ژبې په برخه کی کار کوي.
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل