واشنګټن پوست: امریکا ځمکنیو عملیاتو ته تیاری نیسي
خپور شوی ۱۴۰۵ فروردین ۷, جمعهوروستی بدلون ۱۴۰۵ فروردین ۹, یکشنبه
هغه څه چي بايد په پوه سئ
- پاکستان: ایران له هرمز تنګي د شلو کښتیو تیریدو سره موافقه کړې
- د اسرائیل په هوایي برید کې د دوو خبریالانو وژل کیدل
- د ایران جګړې پراخیدل؛ په لبنان کې تازه نښتې
- واشنګټن پوست: امریکا په ایران کې ځمکنیو عملیاتو ته تیاری نيسي
- پزشکیان: پر زیربناوو برید به له سخت غچ سره مخ شي
- د ایران جګړه: امریکا د «تاندربولت» تهاجمي الوتکې ګمارلي
- د آلمان صدراعظم فریدریش میرڅ: امریکا او اسرائیل به په ایران کې د «نظام بدلون» ته ونه رسیږي
- عمان: زموږ په اصلي بندر د ډرون برید شوی
- آلمان: په پاکستان کې د امريکا او ایران ترمنځ مستقيمو خبرو ته چمتووالی بشپړ شوی
- ایران د سيمې هېوادونو پر ملکيانو غږ کړی چې له امريکايي ځواکونو لېرې پاتې شي
- د سره صليب فدراسيون: په ایران کې له ۱۹۰۰ ډېر کسان وژل شوي
- اسرائيل پر ایران باندې د بريدونو د زياتوالي ګواښ وکړ
- ترمپ د ایران د انرژۍ پر تاسيساتو بريدونه لس ورځې ځنډولي
- ایران او اسرائيل د متقابلو بريدونو خبرونه ورکړي
- رپوټ: پنتاګون منځني ختيځ ته د نورو لسو زرو ځمکنيو عسکرو ليږد ارزوي
په دې مطلب کې تاسې له ایران سره د امريکا متحده ایالاتو او اسرائیل د جګړې په اړه د مارچ د ۲۷مې نيټې تازه معلومات ترلاسه کولی شئ.
تهران کې د امریکا او اسرائیل بریدونه؛ شپږ افغانان وژل شوي
د تسنیم او فارس خبري آژانسونو نن یکشنبه د ۲۰۲۶م کال د مارچ ۲۹مه راپور ورکړی چې په دغه برید کې چې تېره نیمه شپه شوی پکې یوه استوګنیزه ودانۍ چې د تهران ښار په جنوب کې د شهر ری کې یې موقعیت درلود، په نښه شوې ده. یادو رسنیو ویلي چې په برید کې د څلورو تنو ایراني وګړو سربیره د افغان کډوالې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي او څو تنه نور ټپیان شوي دي.
د تهران د اوروژنې ادارې مشر قدرت الله محمدي، ویلي چې دغه ودانۍ د توغندي د مستقیم لګېدو له امله ویجاړه شوې ده. هغه زیاته کړې ده: «موږ درې جسدونه را ایستلي او اووه نور مړي تر خاورو لاندې دي چې د را ایستلو هڅې یې روانې دي.»
په تهران کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو له خوا اداره کېږي او د دې ډلې چارواکو په کابل کې تر اوسه پورې د دغو افغان وګړو د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
تسنیم خبري آژانس همدارنګه راپور ورکړی چې تېره اوونۍ هم یو افغان وګړی د روانې جګړې په ترڅ کې وژل شوی و او جسد یې پرون د ایران په خوزستان ولایت کې خاورو ته سپارل شوی دی.
تر اوسه د هغو افغان وګړو دقیق شمېر چې د ایران د وروستیو بریدونو په ترڅ کې وژل شوي، نه دی معلوم او د طالبانو چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
ایران په ډیر لوړ شمیر کې د افغان کډوالو کوربه دی او په میلیونونو یې په تېرو کلونو کې په تهران او د ایران په نورو ښارونو کې ژوند او کار کړی دی. په ورته وخت کې په وروستیو کلونو کې میلیونونه افغان کډوال بیرته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.
پاکستان: ایران له هرمز تنګي د شلو کښتیو تیریدو سره موافقه کړې
پاکستان وایي چې ایران له هرمز تنګې څخه د پاکستان بیرغ درلودونکو ۲۰ کښتیو له تیریدو سره موافقه کړې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار ویلي چې ایران له هرمز تنګې څخه د پاکستان بیرغ درلودونکو ۲۰ کښتیو له تیریدو سره موافقه کړې ده. ټاکل شوې ده چې د منځګړو په موجودیت کې د ایران او امریکا ترمنځ غیر مسقیمې خبرې اترې نن (د مارچ ۲۹ نیټه) د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې پیل شي.
اسحاق ډار په ایکس ټولنیزه شبکه کې ویلي چې د دې موافقې له مخې ټاکل شوې ده په ورځ کې دوه کښتۍ د پاکستان له بیرغ سره له دې تنګې څخه تیر شي. نوموړي لیکلي دي: «دا د ایران له خوا یو رغونکی او د قدر وړ اقدام دی. دا کار د سولې پيغام راوړنکی دی او په سیمه کې به د ثبات له ټینګیدو سره مرسته وکړي.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې ده: «دغه مثبت اعلان د سولې پر لور یو معنا لرونکی ګام او په دې لاره کې به زمونږ د ټولو هڅو ته قوت ور وبخښي. خبرې اترې، دیپلوماسي او دا ډول باور رامنځته کوونکي اقدامات د راتلونکي یوازنۍ لاره ده.»
مخکې تر دې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ هم ویلي و چې ایران د پاکستان بیرغ لرونکو ۱۰ کښتیو ته له هرمز تنګې څخه د تیریدو اجازه ورکړې ده.
له ایران سره د امریکا او اسرائیل د جګړې د پيل راهیسې له هرمز تنګې څخه د کښتیو تریدل په شدید ډول کم شوي دي. ایران وایي چې د خپلو دښمنانو کښتیو ته له دې تنګې څخه د تیریدو اجازه نه ورکوي.
د اسرائیل په هوایي برید کې د دوو خبریالانو وژل کیدل
لبناني رسنیو رپوټ ورکړی دی چې د «حزب الله پورې تړاو درلودونکی» یو خبریال د شنبې په ورځ د اسرائیل په هوایي برید کې وژل شوی دی.
د رپوټونو په حواله علي حسن شعیب چې د حزب الله پورې تړاو درلودونکي المنار تلویزوني شبکه کې یې فعالیت درلود د یوه برید په ترڅ کې چې د لبنان په سویل جزین ښار کې پر یوه موټر ترسره شو، وژل شوی دی.
همدرانګه رپوټونه وایي چې د المیادین شبکې چې ویل کیږي[ دا هم حزب الله ته نږدې رسنۍ ده] خبریاله فاطمه فتوني هم په یوه برید کې وژل شوې ده.
د اسرائیلي سرچینو په حواله علي حسن شعیب«د حزب الله د رضوان ځواکونو یو له ترهګرو څخه و چې د کلونو راهیسې یې د المنار شبکې له پاره د خبریال په توګه» فعالیت کولو.
د اسرائیلي پوځ په وینا «شعیب د لبنان په سویل کې د اسرائیلي ځواکونو سنګرونه افشا کول او له حزب الله سره یې مستقیمې اړیکې درلودلې او د خبریالۍ جامه یې یوازې د ترهګرۍ د پټولو له پاره وه.»
د ایران جګړې پراخیدل؛ په لبنان کې تازه نښتې
اسرائیلي پوځ د جمعې په ورځ یو وار بیا د لبنان پر سویلي سیمو خپل بریدونه پیل کړل او اعلان یې وکړ چې د حزب الله ډلې له خوا کاریدونکي زیربناوې یې په نښه کړي دي. په ورته وخت کې حزب الله هم وویل چې ځواکونه یې د لبنان په سویل کې له اسرائیلي پوځ سره په نښته کې ښکیل شوي دي.
حزب الله ډلې د یو لړ بریدونو خبر ورکړ چې په هغې کې د بیروت په اسمان کې پر یوې اسرائیلۍ جنګي الوتکې د توغندي توغول هم شامل دي.
حزب الله همدارنګه ویلي چې د لبنان په سویل «بیاضه او شمعه» کلیو کې یې ځواکونه د «اسرائیلي غلیم له ځواکونو سره په نزدې واټن کې د سپکو او درنو وسلو په وسیله» په جګړه کې دي.
ایران په سیمه کې د امریکا او اسرائیلو اړوند پوهنتونونو د هدف ګرځولو ګواښ کړی
ایران خبرداری ورکړی چې د منځني ختیځ په سیمه کې د امریکا پوهنتونونه ښايي هدف وګرځي، او ویلي یې دي چې د امریکا او اسرائیلو بریدونو دوه ایراني پوهنتونونه ویجاړ کړي دي.
د ایران د انقلاب ساتونکو ځواکونو په یوه اعلامیه کې، چې د فارس خبري اژانس له لارې خپره شوې، داسې خبري آژانس چې له دغو ځواکونو سره نږدې اړیکې لري، خبرداری ورکړی چې که واشنګټن د دوشنبې تر غرمې، د مارچ ۳۰ پورې د ایران پر پوهنتونونو باندې د بمباریو رسمي غندنه ونه کړي، نو په سیمه کې د امریکا پوهنتونونه به هدف وګرځي.
د ایران د انقلاب ساتونکو ځواکونو ویلي چې «موږ د سیمې په کچه د امریکایي پوهنتونونو ټولو کارکوونکو، استادانو او محصلینو او همدارنګه د هغوی د شاوخوا سیمو اوسېدونکو ته سپارښتنه کوو» چې له پوهنتوني مرکزونو څخه یو کیلومتر فاصله وساتي.
په خلیج کې د امریکا څو تعلیمي بنسټونه څانګې لري، لکه په قطر کې ټکساس اېنډ اېم پوهنتون او په متحده عربي اماراتو کې نیویارک پوهنتون فعالیت لري.
د امریکا او اسرائیلو د څو اونیو بریدونو د ایران پوځي ځواک ته سخت زیان رسولی، خو د ایران اسلامي جمهوریت لا هم توانېدلی چې پر اسرائیل او د امریکا پر متحدو خلیجي هېوادونو بریدونه وکړي.
واشنګټن پوست: امریکا په ایران کې ځمکنیو عملیاتو ته تیاری نيسي
د رسنیو د رپوټونو په حواله د امریکا دفاع وزارت په ایران کې د څو اونیزو پرمختللو ځمکنیو عملیاتو له پاره یو پروګرام چمتو کړی دی. د ایران په خارک ټاپو کې د عادي او ځانګړو ځمکنیو ځواکونو عملیات هم په پلان کې شامل دی.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د جمعې (د مارچ میاشتې ۲۸ نیټه) په ورځ د امریکایي چارواکو چې نومونه یې پټ ساتل شوي، په حواله رپوټ ورکړ چې په دې طرحو کې په خارک ټاپو کې د ځانګړو ځواکونو او همدارنګه د عادي ځواکونو ځمکني عملیات شامل دي.
دغه ټاپو د ایران د اوومه تیلو د صادراتو له پاره حیاتي ارزښت لري او همدرانګه هرمز تنګې ته په نږدې ساحلي سیمه کې موقعیت لري.
د دې ورځپاڼې د رپوټ پر بنسټ، سره له دې پر ایران بشپړ ځمکني عملیات د پنټاګون په پلانونو کې نه دی شامل.
تر اوسه پورې د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ په ایران کې له ځمکنیو ځواکونو څخه استفاده نه ده تاییده کړې. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د جمعې په ورځ ټینګار وکړ چې متحده ایالات په ایران کې د خپلو جنګي موخو ترلاسه کولو له پاره ځمکنیو ځواکونو ته اړتیا نه ویني.
دونالد ترمپ د شنبې په ورځ د سوشل تروث په خپله ټولنیزه شبکه کې له امریکایي اتباعو څخه غوښتي و چې په «فاکس نیوز» شبکه کې دې د امریکایي شنونکي مارک لوین، پروګرم ته توجه وکړي.
ترمپ ټینګار کړی و چې دغه پروګرام «ایران ته د شدیدې ضربې رسولو د اهمیت» په هکله دی.
د ترمپ له دې پيغام نه څو ساعته وروسته مارک لوین په همدې پروګرام کې ټینګار وکړ چې د منځني ختیځ سیمې ته د ځانګړو امریکایي ځواکونو د استولو یوه موخه په ایران کې د غني شوو یورانیمو موندل دي.
د لوین په وینا امریکایي چارواکي د ایران د غني کړای شوو یورانیو د ساتل کیدو په اړه د متفاوتو اطلاعاتو د ارزونې په حال کې دي او ترمپ باید په دې موضوع کې زر تر زره وروستۍ پریکړه وکړي.
د ایران جګړه: امریکا د «تاندربولت» تهاجمي الوتکې ګمارلي
د امریکايي ځواکونو مرکزي قومندانۍ یا «سنتکام» په ایکس کې په فارسي ژبه خپور شوي پیغام کې لیکلي چې د «ای-۱۰ تاندربولت ۲» تهاجمي الوتکې یې د ایران پر وړاندې عملیاتو کې کارولي دي.
دغه الوتکې د امریکا له هغو لومړنیو نظامي جیټ الوتکو څخه دي چې په ډېره ټیټه ارتفاع کې د الوتنې وړتیا لري او د ځمکنیو ځواکونو د نږدې ملاتړ له پاره د جګړې پر مهال طرحه او جوړې شوي دي.
د ایران ولسمشر خبرداری: پر زیربناوو برید به له سخت غچ سره مخ شي
د ایران ولسمشر، مسعود پزشکیان ګواښ کړی چې که په ایران کې پر زیربناوو یا اقتصادي مرکزونو برید وشي، هغه هېوادونه چې د امریکايي ځواکونو کوربه او د اسرائیل ملاتړي دي، له سختو غچ اخیستونکو بریدونو سره به مخ شي.
پزشکیان د ایکس شبکې یوه پیغام کې د سیمې هیوادونو ته په خطاب کې لیکلي: «که د پرمختګ او امنیت غوښتونکي یاست، مه پرېږدئ چې زموږ دښمنان ستاسو له خاورې جګړه پيل کړي.»
د ایران د و لسمشر دا دریځ وروسته له هغې څرګند شو چې د ایراني رسنیو او ایراني سرچینو راپورونه وايي، د اسرائیل او امریکا هوايي ځواکونو د ایران په څو ولایتونو کې د فولادو پر فابریکو او د دفاعي او انرژۍ پر زیربناوو بریدونه زیات کړي دي.
د روان کال د فبرورۍ له ۲۸ نېټې راهیسې هغه مهال چې امریکا متحده ایالاتو او اسرائیلو د ایران پر ضد جګړه پیل کړه، ایران د خلیج فارس په عربي هېوادونو کې پر یو شمیر هدفونو بریدونه کړي دي. د تهران مشرتابه د امریکا د ځواکونو د ځای پر ځای کېدو په استناد، دغه بریدونه توجیه کوي.
میرڅ: امریکا او اسرائیل به په ایران کې د «نظام بدلون» ته ونه رسیږي
د جرمني صدراعظم فریدریش میرڅ وايي د امریکا او اسرائیل جګړه به په ایران کې نظام بدل نه کړي. نوموړي د یادو هیوادونو پر ستراتیژۍ شک څرګند کړی او ټینګار کوي چې ناټو باید په دې جګړه کې ښکېله نه شي.
په داسې حال کې چې د ایران د یوې میاشتنی شخړې د کمیدو هیڅ څرک نه لیدل کیږي، د آلمان صدراعظم فریدریش میرڅ، د جمعې په ورځ وویل چې پر ایران د امریکا متحده ایالاتو او اسرائیل جګړه به احتمالاً د «نظام بدلون» لامل نه شي.
میرڅ د آلمان په فرانکفورټ ښار کې د فاز ««FAZ په نامه د ورځپاڼې له خوا په یوه جوړ شوي بحث یا فورم کې وویل: «ایا رښتیا هم د نظام بدلون هدف دی؟» میرڅ د افغانستان جګړې ته په اشارې په خپلو خبرو کې وویل: «که هدف دا وي، زه فکر نه کوم چې تاسې به ورته ورسېږئ. دا په تېرو جګړو کې زیاتره ناکامه شوې ده.»
په دغه فورم کې د آلمان صدراعظم میرڅ همدا راز زیاته کړه: «زه جدي شک لرم چې ایا کومه ستراتیژي شته او ایا هغه ستراتیژي په بریالیتوب سره پلي کېږي، په دې لحاظ، دا [د ایران جګړه] ښايي لا پسې اوږده شي.»
جرمني د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر هغو نیوکو غبرګون ښودلی چې ویلي یې دي د ناټو غړي هېوادونه په ایران کې په بریدونو کې برخه نه اخلي، او ټینګار یې کړی چې دا د هغوی جګړه نه ده. خو میرڅ د جمعې په ورځ وویل چې هغه باور لري ټرمپ دا دریځ منلی دی.
میرڅ په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې که چیرته اوربند وشي، جرمني چمتو دی چې د هرمز تنګي، چې د تیلو او ګازو مهمه لاره ده او نږدې بشپړه تړل شوې ده، د پوځي محافظت په برابرولو کې مرسته وکړي. د آلمان صدراعظم وویل: «دا یو نړیوال ماموریت ته اړتیا لري. د جرمني د پارلمان تایید ته اړتیا لري او له دې مخکې د کابینې پرېکړې ته اړتیا لري او موږ لا تر دې ډېر لېرې یو.»
ترمپ د ایران د انرژۍ پر تاسيساتو بريدونه لس ورځې ځنډولي
د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د ټولنیزو رسنيو په د «تروت سوشل» شبکې له لارې اعلان کړی دی چې د ایران د انرژۍ پر تاسيساتو بريدونه تر نورو لسو ورځو يعني دوشنه د اپريل تر ۶مې نيټې پورې ځنډوي.
نوموړي په خپل دې پوست کې ليکلي دي چې دا پريکړه یې د «ایران د دولت پر غوښتنه» کړې ده.
اړونده موضوع: ترمپ: امریکا خپلو اهدافو ته نژدې شوې او پر ایران د جګړې شدت پر کمولو فکر کوي
ترمپ، تر دې د مخه ګواښ کړی وو چې که چیرې ایران د هرمز تنګي خلاص نه کړي نو د ایران د انرژۍ دستګاوې به هدف وګرځوي.
ترمپ، په خپل دې تازه پوست کې همدا راز ويلي: «مذاکرات هم روان دي او د «فيک نيوز» يا جعلي خبرونو خپرونکو رسنيو د رپوټونو او نورو برعکس، دا خبرې اترې ډېرې ښې روانې دي.»
خو تهران دا خبره ردوي چې ګني د امريکا سره په مذاکراتو بوخت دی.
عمان: زموږ په اصلي بندر د ډرون برید شوی
عماني چارواکو خبر ورکړی، چې د شنبې پر سهار په فارس خلیج کې د دغې هېواد په اصلي بندر، صلاله کې یو بهرنی کاریګر ټپي شوی دی. د رپوټونو له مخې، د عمان سویل کې د یمن پولې ته نیږدې دوه ډرون له دغې بندر سره لګېدلي دي او «محدود» زیان یې اړولی دی.
عمان چې ډېر کله د «منځني ختیځ سویل» په نوم پېژندل کېږي، کوښښ کوي چې له خپل دودیز ناپیېلتوب څخه د ایران، اسرائیل او امریکا تر منځ منځګړیتوب کې ګټه واخلي؛ خو دا ډيپلوماټیک دریځ یې د ایران د بریدونو پر وړاندې تر فشار لاندې راغلی.
د ایران په جګړه کې پر اسرائیل د حوثیانو لومړی توغندیز برید
په یمن کې د ایران له ملاتړ څخه برخمنو حوثي جنګیالیو د ایران د جګړې د پیل راهیسې د لومړي ځل له پاره پر اسرائیل توغندیز برید کړی دی. په دې توګه یوه نوي او خطرناک پړاو ته د منځني ختیځ جګړې د داخلیدو په اړه انديښنې ډیرې شوې دي.
د حوثیانو پوځي ویاند برید جنرال یحیی سریع د شنبې په سهار په یوه اعلامیه کې چې د انصار الله ډلې په رسنیزه شبکه کې خپره شوې، ویلي دي چې د اسرائیل په سویل کې یې حساس پوځي اهدف له بالستیک توغندیو سره په نښه کړي دي.
اسرائیلي پوځ بیا وایي چې توغول شوي توغندي یې په لاره کې شنډ کړي دي.
حوثیانو د جمعې په ورځ د یوې مبهمې اعلامیې په ترڅ کې په جګړه کې د شاملیدو ګواښ کړی و او یوازې څو ساعته وروسته یې برید هم وکړ.
حوثي یاغیانو د ۲۰۲۳م کال له جنورۍ څخه تر ۲۰۲۵ کاله پورې، پر تر ۱۰۰ ډیرو سوداګریزو بیړیو د توغندیو او ډرونونو بریدونه کړي ول. په دغو بریدونو کې دوه بیړۍ ډوبې شوې وې او څلورو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.
د ایران له خوا د هرمز تنګې تړل کیدو له کبله په نړیواله کچه د کښتیو حمل و نقل لادمخه تر فشار لاندې دی. دا هغه تنګه سمندري لاره ده چې د ایران له جګړې څخه مخکې د نړۍ د تیل او ګازو ۲۰ سلنه له دې لارې تیریدل. د حوثیانو برید دا خبره واضح کړې ده چې نور نو د منځني ختیځ جګړه یوازې د ایران، اسرائیل یا امریکا پورې نه محدودیږي، بلکې د سیمې ډیرې ډلې په مستقیم ډول په دې جګړه کې ښکیلیږي.
اسرائیل پر ایران باندې د بریدونو د زیاتوالي گواښ وکړ
په داسې حال کې چې دامریکا متحده ایالاتو ویلي دي چې له ایران سره د ممکنه توافق نښې موجودې دي؛ د اسرائیل د دفاع وزیر پر ایران باندې د بریدونو له پراخوالي څخه خبر ورکړی دی.
په هغې وینا کې چې د اسرائیل د دفاع د وزیر، یسرائیل کاتڅ د دفتر له خوا خپره سوې، راغلي دي، ددې کار علت پر اسرائیل باندې د ایران د توغندیو د فیرکولو امر بلل سوی دی.
په بیان کې راغلي چې له همدې امله به د اسرائیل پوځ خپل بریدونه » شدید« کړي او په ایران کې به لازیات ځایونه او سیمې په نښه کړي. ویل سوي چې د بریدونو تمرکز به د ایراني وسلو په تړاو هدفونه وي.
کاتڅ ویلي دي چې هغه او صدراعظم بنیامین نتانیاهو له تهران څخه غوښتي ترڅو د اسرائیل پر ملکي وگړو توغندیز بریدونه بند کړي، خو له خبرداریو سره سره، د توغندیو باران همداسې ادامه لري.
د جمعې د ورځې له غرمې وروسته په پیل کې، اسرائیل یو وار بیا د ایران د توغندیو هدف وگرځید. تر اوسه د هیڅ ډول ممکنه زیانونو یا تلفاتو په هکله رپوټ نه دی ورکړل سوی.
د سره صليب فدراسيون: په ایران کې له ۱۹۰۰ ډېر کسان وژل شوي
د سره صليب نړيوال فدراسيون او سرې میاشتې (IFRC) د جمعې په ورځ ويلي دي چې پرایران باندې د امريکا متحده ایالاتو او اسرائيل د بريدونو له پېل راهېسې په دغه هېواد کې تر ۱۹۰۰ ډېر کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۲۰ زره نور ټپيان شوي دي.
له دې فدراسيون څخه ماريا ماريتنز، دا شمیرې د سرې میاشتې له لوري د ورکړې شويو ارقامو په حواله اعلان کړي دي.
مارتينز، په داسې حال کې چې تاوتريخوالي د شديد کیدو په حال کې دی، وويل چې د ایران د سرې میاشتې کمیټه د دغه هېواد په کچه يوازې بشري سازمان دی چې فعاليت کوي او خپلو خدماتو ته یې ادامه ورکړې ده.
ایران د سیمې هیوادونو ملکیانو ته: د امریکايي ځواکونو له سیمو لیرې شئ
د ایران سپاه پاسدارانو د سیمې په هیوادونو کې له ملکيانو غوښتي چې امريکايي ځواکونو ته له نږدې پرتو سيمو څخه ځانونه لېرې وساتي. ایران ادعا کوي چې له دغو سیمو د انساني ډال په توګه استفاده کیږي.
د ایران دې ځواکونو د «سپاه نيوز» انترنت پاڼه کې په يوه اعلاميه کې ويلي: «امريکايي – صهيونيستي بزدل ځواکونه ...... هڅه کوي چې غير نظامي ځايونه او بې ګناه خلک د انساني ډال په توګه وکاروي.»
په دې اعلاميه کې راغلي: «موږ توصيه کوو چې ژر تر ژره هغه ځايونه پريږدئ چې امريکايان پکې مستقر دي څو تاسې ته زيان ونه رسیږي.»
د ایران د بريدونو په ترڅ کې د سیمې په هیوادونو کې څو ځلي ملکي سيمې چې په هغه کې د استوګنې ساحې او هوايي ډګرونه شامل دي، هدف ګرځول شوي دي.
پر ایران باندې د امريکا او اسرائيل بريدونه کابو يوه میاشت مخکې پيل شول او ایران په متقابلو بريدونو کې اسرئيل او د سيمې په هېوادونو کې د امريکا اډې او د خليج فارس په هېوادونو کې زيربناوې په نخښه کړې چې له کبله یې پراخ زیانونه هم اوښتي دي.
آلمان: په پاکستان کې د امريکا او ایران ترمنځ مستقيمو خبرو ته چمتووالی بشپړ شوی
د آلمان د بهرنيو چارو وزير يوهان واډېفول، ويلي دي چې د امريکا متحده ايالاتو او ایران ترمنځ غير مسقتيم مذاکرات شوي او د دواړو هېوادونو استازي ډېر ژر په پاکستان کې د ليدنې کتنې اراده لري.
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر یوهان واډیفول د «دويچلند فونک» په نامه له آلمانۍ راډيو سره په خبرو کې وویل: «زما د معلوماتو پر اساس غير مسقتيم تماسونه نيول شوي او د مستقيمې ليدنې کتنې له پاره چمتووالی بشپړ شوی دی. ظاهراً به دا ملاقات ډېر ژر په پاکستان کې وي.»
اړونده موضوع: آلمان، بریتانیا او فرانسې د منځني ختيځ پر هېوادونو د ایران بریدونه وغندل
د آلمان د بهرنيو چارو وزیر دا پرمختګ مثبت وباله او ویې ويل: «دا يو ښه خبر دی چې دا مذاکرات امکان پيدا کوي.»
نوموړي زياته کړه چې تمه ده د امريکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو، به په پاريس کې د جي – ۷ هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو په غونډه کې د ګډون پر وخت په دې اړه جزئيات وړاندې کړي.
اړونده موضوع: ایران ولې د آلمان سفير احضار کړی؟
د آلمان د کورنيو چارو د وزير په حواله د ایران سره د جګړې په برخه کې له آلمان څخه د کومې ځانګړې مرستې غوښتنه نه ده شوې خو آلمان د شخړې تر پېل وروسته د مرستې وړاندې کړی دی. نوموړي دا خبره هم تکرار کړه چې د جګړې تر ختمیدو وروسته آلمان په هرمز تنګي کې د کښتۍ چلوونې د حفاظت په برخه کې نقش لوبولو ته چمتو دی.
نوموړي وويل: «لکه موږ چې تل ويل چې که کله جګړه پای ته ورسيږي نو آلمان په اصولي توګه چمتو دی په اړه غور وکړي چې آیا موږ په هرمز تنګي کې د کښتيو چلوونې د تحظ په برخه کې مرسته کولی شو خو لومړی موږ بايد تر هغه ځايه ورسیږو.»