1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمافغانستان

د کابل بریدونه؛ بایدن: نه يې بخښو او نه یې هیروو

۱۴۰۰ شهریور ۵, جمعه

د کابل د ځانمرګي برید د قربانیانو شمیر د ۱۳ امریکایي سرتیرو په ګډون ۸۵ تنو ته رسیدلی دی. بایدن د غچ اخیستلو د ګواښ ترڅنګ ټینګار وکړ چې د تخلیه کولو پروازونه به دوام ولري او واشنګټن به ونه ویریږي.

https://p.dw.com/p/3zYGW
US-Präsident Joe Biden hält in Washington eine Rede über Afghanistan
انځور: Evan Vucci/AP Photo/picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن په یوه خبري کنفرانس کې د کابل د برید عاملین په غچ اخیستلو وګواښل او ویې ویل: «نه يې بخښو او نه یې هیروو.» هغه وویل چې وسله والو ځواکونو ته یې د داعش د خراسان څانګې پر وړاندې د مقابل امر ورکړی دی.

بایدن زیاته کړه: «موږ به په ټول قوت سره دقیق ځواب ورکړو... پریکړه به وکړو چې څوک او چیرته...»

د داعش د خراسان څانګې د دغه خونړي برید مسؤلیت منلی دی. د داعش دغه څانګه په امریکا کې د "ISK" په نوم پيژندل کیږي.

پر ۱۳ امریکایي سرتیرو سربیره ۱۸ نور امریکایي پوځیان ټپیان شوي هم دي چې په یوه امبولانس ډوله الوتکه کې له افغانستان څخه بهر ته د لیږدول کیدو په حال کې دي.

دا د ۲۰۲۰م کال له فبرورۍ میاشتې وروسته لومړی ځل دی چې امریکایي سرتیري په افغانستان کې وژل کیږي. بایډن وژل شوي سرتیري «اتلان» وبلل او هغوی یې هغه کسان یاد کړل چې د نورو د ژوند ژغورلو په خاطر یې دغه سرښندونکي ماموریت ته غاړه ایښې ده.

د امریکا ولسمشر ټینګار وکړ چې د امریکایي ځواکونو او د هغو د سیمه ایزو همکارانو د رایستلو عملیات به د پخوا په څیر دوام وکړي او واشنګټن به له ترهګرو څخه ونه ویریږي: «موږ کولی شو او باید دا ماموریت پای ته ورسوو.»

بایدن له افغانستان څخه د وتلو په هکله خپلې پریکړې څخه دفاع وکړه او ویې ویل چې د دا ډول اقدام مسؤلیت مني، خو په عین وخت کې یي ټینګار وکړ چې د موجودو شرایطو یوه برخه له طالبانو سره د ترمپ د سولې موافقې پورې اړه لري.

د پروګرام مطابق، له کابل څخه د ځواکونو د رایستلو عملیات به د اګست میاشتې تر ۳۱ نیټې پورې دوام پيدا کړي او هڅه کیږي چې په افغانستان کې تر خطر لاندې ټول هغه کسان هر څومره زر چې ممکن وي و ایستل شي.

په همدې منځ کې د امریکا د مرکزي قوماندې مرکز(سنتګام) اعلام کړی دی چې د داعش خراسان څانګه اوس هم یو جدي ګواښ کڼل کیږي او امریکا ځواکونه به د لا زیاتو بریدونو د مخنوي په خاطر له طالبانو سره همکاري وکړي. جنرال کنت مکنزي وویل چې طالبانو د داعش د نورو بریدونو مخه نیولې ده.

مکنزي، امریکایي ځواکونو ته د بریدګرو د ځان رسونې په برخه کې هغه طالبان ګرم وبلل چې د هوایي ډګر په مسیر کې د تلاشي او امنیت مسؤلیت لري.

همدا اوس د کابل په هوایي ډګر کې ۵۸۰۰ امریکایي او ۱۰۰۰ تنه بریتانوي سرتیري موجود دي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز