قانون او قضاآسیا
طالبانو کابل ته نژدې یوه مهمه ولسوالي نیولې ده
۱۴۰۰ اردیبهشت ۲۲, چهارشنبهاعلان
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نن سه شنبه (۲۰۲۱م کال د می ۱۲) ويلي دي چي د طالبانو له خوا د وردګ ولایت د نرخ ولسوالۍ تر نیولو وروسته حکومتي ځواکونه د هغه له مرکز څخه وتلي دي.
د ياد وزارت وياند وويل چي په ياده ولسوالي کي سختي جگړې سوي. د طالبانو یوه ویاند په تویت کي ویلي دي چي یو تعداد دولتي ځواکونه یې وژلي او نیولي دي.
طالبانو دوې ورځي مخکي د کوچني اختر په درو ورځو کي د اوربند اعلان وکړ.
له هغه راهیسي چي د امریکا متحده ایالاتو د راتلونکي سپتمبر میاشتي تر ۱۱ مي پوري له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د وتلو اعلان کړی دی، په افغانستان کي زورزياتی ډیر سوی دی.