1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان غواړي د ملګرو ملتو په عمومي اسامبله کي برخه واخلي

۱۴۰۰ شهریور ۳۱, چهارشنبه

طالبان غواړي په بین المللي مذاکراتو کي هم برخه واخلي او ځکه یې نو اوس په نیویارک کي د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په غونډه کي هم د ګډون غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/40ds1
New York UN-Generalversammlung | Eröffnung Volkan Bozkir
انځور: Rick Bajornas/UN/Xinhua/picture alliance

لکه څنګه چي د ملګرو ملتو ویاند، ستیفان دوجاریک پرون سه شنبه (د سپټمبر میاشتي ۲۱ مه) ناوخته خبر ورکړ، د دغي غوښتني مطابق یو لیک د طالبانو د خارجه وزیر امیر خان متقي لخوا دوی ته رسیدلی دی. په ملګرو ملتو کي د افغانستان پخواني لیري کړل سوي سفیر، غلام اسحق زي هم په عمومي اسامبله کي د اشتراک غوښتنه کړې ده.

ملګرو ملتونو ته د متقي په خط کي راغلي دي، چي د افغانستان پخوانی جمهوررییس اشرف غني د اګست میاشتي پر ۱۵ مه لیری سوی او نور نسي کولای ددغه هیواد نمایندګي وکړي. په ملګرو ملتو کي د هغه د سفیر، اسحق زي ماموریت هم په همدې دلیل نور ختم سوی دی. په ملګرو ملتو کي د افغانستان د نوي سفیر په حیث سهیل شاهین نومول سوی دی.

خو د ملګرو ملتو د ویاند په خبره د خط څخه دا نه معلومیږي، چي ایا متقي شخصأ غواړي نیویارک ته سفر وکړي او که یو ثبت سوی ویدیويي پیغام ورلیږي، لکه ډیرو نورو ګډون کونکو چي سږکال د کرونا پانډمۍ پخاطر دا کار کړی دی.

ویاند په عین حال کي دا هم ویلي دي، چي د ملګرو ملتو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د اسحق زي لخوا هم یو لیک تر لاسه کړی دی، په کوم کي چي يې په عمومي اسامبله کي د ګډون پخاطر د افغاني هییت یو لست ورلیږلی.

اوس به نو د ۹ هیوادونو څخه متشکله یوه کمیټه د دواړو خواوو غوښتنلیکونه ارزیابي کړي. په دغه کمیټه کي، چي د نورو تر څنګ د امریکا متحده ایالات، روسیه او چین هم غړیتوب لري، باید تصمیم ونیسي، چي څوک باید د ملګرو ملتو د عمومي اسامبلې په جلسه کي د افغانستان په نمایندګۍ خبري وکړي.

United Nations UN Hauptquartier New York USA Gebäude
انځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

طالبانو د همدې کال اګست میاشتي په نیمايي کي د افغانستان څخه امریکايي قواوو د وتلو سره سم قدرت په لاس کي واخیستی او وروسته یې یو مؤقتي حکومت هم جوړ کړ. تر اوسه پوري هیڅ کوم هیواد دغه حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی، خو ځينو دولتي او حکومتي مشرانو په دې اړه مثبت زیګنال ورکړی دی.

د ملګرو ملتو د عمومي اسامبلې جلسه پرون سه شنبه په نیویارک کي شروع سوه. په دغه جلسه کي چي یوه اونی دوام کوي، د نړی د هیوادونو تقریبأ سلو دولتي او حکومتي مشرانو او همدارنګه ډیرو خارجه وزیرانو برخه اخیستې ده.