طالبانو د روزګان، زابل او لوګر مرکزونه هم نيولي دي
۱۴۰۰ مرداد ۲۲, جمعهد آلماني خبري آژانس dpa په حواله د ترينکوټ او قلات ښارونه په سوله ایز ډول او بی له مقاومت څخه طالبانو ته تسلیم سوي دي. په دې ډول سره طالبانو په یوه اونی کي د افغانستان د ۳۴ ولایتونو څخه ۱۹ تر خپل کنټرول لاندی راوستلي دي.
د روزګان د ولایتي شورأ یوه غړي ویلي دي، چي په تیرنکوټ کي ټوله امنیتي قواوي طالبانو ته تسلیم سوي دي. هغه وويل چې دوی بې له هغه هم هیڅ ځای ته تښتیدلای نه سوای، ځکه چي ددغه ښار ټولي متوصلي لاري د طالبانو لخوا محاصره سوي وې. په ترينکوټ کي د اټکلونو پراسا س۱۱۶۰۰۰ انسانان ژوند کوي.
په همدې حال کې د زابل ولايت مرکز قلات ښار هم بې له مقاومته طالبانو ته تسلیم سوی دی. تیري څو اونۍ دمخه لا امنیتي قواوو د قلات له کمربند څخه لیري د طالبانو سره نښتي کړي وې.
د فرانسې د خبري آژانس په حواله وسله والو طالبانو د لوګر ولايت مرکز پل عالم ښارهم نن، جمعه نيولی دی. لوګر له پلازمينه کابل څخه د ۵۰ کيلومترو په واټن پروت دی. د ولسي شورا غړي سيد قاريب الله سادات په دې اړه وويل: »اوس طالبان سل فيصده کنترول لري. دمګړۍ جګړه نه شته.« نوموړي زياته کړه: »ټول چارواکي کابل ته تښتېدلي دي.«
دا په داسې حال کې ده چې پرون، پنجشنبه شپه د افغانستان دوهم لوی ښار، کندهار هم طالبانو ونیوی او نن سهار جمعه یې د هلمند مرکز، لښکرګاه هم ونیوله.