جي ۷ په افغانستان کي د ښځو پر حقونو محدودیتونه محکوم کړل
۱۴۰۱ اردیبهشت ۲۳, جمعهد اوو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د پنجشنبې په ورځ څرگنده کړه چي که طالبان ښځي له ټولني څخه حذف کړي، نو هغوی به نور هم له »نړیوالي ټولني« څخه ځانونه منزوي کړي.
د جي ۷ غونډي وزیرانو زیاته کړه: »موږ هغه اقدامات په شدت سره محکوموو چي له مخي یې په ټولنه کي د نیمايي نفوس د توانايي بشپړ، عادلانه او واقعي مشارکت محدود کیږي. د هغوی هدف د نورو ترڅنگ، تیره اونۍ د طالبانو هغه نوی فرمان دی چي له مخي یې ښځي مکلفي دي په عام محضر کي ځانونه پټ کړي. د طالبانو د مشر ملا هیبت الله اخوندزاده د دغه فرمان له مخي باید هغوی بوغره یا چادري واغوندي.
د نوموړي هیوادونو د خارجه وزیرانو په څرگندونو کي راغلې: طالبان باید»عاجل گامونه« پورته کړي ترڅو د ښځو او نجونو له پاره دغه محدودیتونه لیري کړي، د هغوی بشري حقونو ته پاملرنه وکړي او د افغان ښځو او نجونو اوهمدارنگه نړیوالي ټولني انتظارات پوره کړي، ښځو ته په ټولنه کي د کار، زده کړو، په عام محضر کي د ژوند کولو او بیان د آزادۍ غیرمحدود، مساوي او ریښتینی حق ورکړل سي. دا به د افغانستان په ثبات، پرمختگ او امنیت کي د ډیر وخت له پاره پریکړنده نقش ولوبوي.
په اوس وخت د آلمان تر مشرۍ لاندي د جي ۷ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران، د دغه هیواد د شلیسویګ هولشټاین ایالت د شلوس ګوټ په سپینه ماڼۍ کي د دریو ورځو له پاره سلامشورې کوي.
د هغوی د خبرو اصلي موضوع د اوکراین په وړاندي د روسیې جگړه او د هغې نړیوالي اغېزې دي.