1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمافغانستان

«د هرات پر دروازو د طالبانو بریدونه له ماتې سره مخامخ شوي»

۱۴۰۰ مرداد ۱۱, دوشنبه

د افغانستان د رسمي سرچینو په حواله په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هرات ښار په اطرافو کې لږ تر لږه سل طالب جنګیالي وژل شوي. سیمه ایزو چارواکو ویلي چې د استوګنې پر سیمو د طالبانو د هجوم له امله، د سیمي اوسیدونکي تيښتې ته اړ شوي.

https://p.dw.com/p/3yQqh
Afghanistan Unruhe in der Provinz Herat
انځور: Shoaib Tanha/DW

د هرات ولایت سیمه ایزو چارواکو نن دوشنبه (د اګست میاشتې ۲ نیټه) د هرات ولایت په اطرافو کې طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکړی دی.

د هرات د والي ویاند د یوه خبرپاڼې په خپرولو سره  ویلي دي: «د هرات ښار دروازو پر ځینو برخو د طالبانو تهاجمي بریدونه له ماتې سره مخامخ شوي دي او د دغې ډلې جنګیالیو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.»

د دغه ویاند په حواله په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هرات ښار په اطرافو کې ۱۰۰ تنه طالبان وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان شوي دي. طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي چې طالبانو ته دغه تلفات د هوایي بریدونو او یا هم له دغې ډلې سره د افغان امنیتي او ولسي ځواکونو د مخامخې جګړې په پایله کې ور اوښتي دي.

د هرات ولایت مطبوعاتي څانګه وایي چې د امنیتي او ولسي ځواکونو د تصفوي عملیاتو په پایله کې طالبان د هرات له لویدیځو ساحو څخه ایستل شوي دي. د نوموړي ادارې د معلوماتو له مخې د هرات ولایت په لویدیځ کې د هوایي بریدونو په پایله کې دښمن د شیوان او دستګرد په سیمو کې تلفات لرلي دي او له ساحې شړل شوي دي.

سیمه ایزو چارواکو ویلي دي چې کوماندو ځواکونه د هوایي ډګر له لارې د هرات ښار ته داخل شوي او د هرات - کندهار لویې لارې او پل پشتون دواړو خواوې تصفیه شوي دي.

د هرات ولایت ویاند جیلاني فرهاد ویلي دي چې د استوګې په سیمو کې د طالبانو د پرله پسې بریدونو په پایله کې ډیرې کورنۍ د ښځو او ماشومانو په ګډون د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.

د والي د ویاند په خبره په دغو نښتو کې ملکي خلکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هرات ولایت د نظامي همغږۍ شورا له خلکو غوښتي دي چې د تصفه وي عملیاتو پر جریان کې دې له خپلو کورنو څخه دباندې نه وځي. نوموړي شورا همدارنګه د یوې اعلامیې په خپرولو سره په ګذره او انجیل ولسوالیو کې ټول شخصي او دولتي ښوونځي تر راتلونکي اطلاع پورې رخصت کړي دي.