طالبان د سترو ملي پروژو پر تړونونو له سره کتنه کوي | افغانستان | DW | 17.01.2022
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

افغانستان

طالبان د سترو ملي پروژو پر تړونونو له سره کتنه کوي

طالبان وايي، د پخواني حکومت په لاس د ځينو سترو پروژو تړونونو کې د افغانستان ملي ګټې په پام کې نه دي نېول شوي. هغوی ټینګار کوي چې د کاسا زر، ټاپي او ځینو نورو پروژو عملي کارونه به د ترکمنستان په همکارۍ ډیر ژر پيل شي.

واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته په افغانستان کې بې کاري او بې وزلي ورځ تر بلې د ډیریدو په حال کې ده او پر ګڼ شمیر سترو اقتصادي پروژو کارونه یا په ټپه دریدلي او یا هم ډیر پڅ روان دي. که څه هم طالبانو د سترو اقتصادي پروژو د بیا پیلولو خبر ورکړی خو طالب چارواکي وايي چې د ګڼ شمیر هغو سترو ملي پروژو قرار دادونه له سره ارزوي چې د تیر حکومت پرمهال یې تړونونه لاسلیک شوي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد، دویچه ویله ته وویل چې پخواني حکومت ‌ډیری قراردادونه د اشغال تر اغیز لاندې لاسلیک کړي او زیاتوي چې د سترو پروژو قراردادونه به له سره و ارزول شي. مجاهد له دویچه ویله سره په خبرو کې په دې هکله وویل: «تېر حکومت په وخت کې چې کومې پروژې قرارداد شوي دي، په قراردادونو باندې مونږ بیا یو نظر کوو، ځکه مونږ او تاسو پوهیږو چې تېر تر اشغال لاندې حالت و، هر څه متاثر وو، اوس به پر ټولو بیا کتنه کیږي او په دې کتنه کې د افغانستان ملي ګټې او په دغو پروژو کې زمونږ سهم همدا راز د افغانستان د خلکو منافع په نظر کې نېول کیږي.»

مجاهد زیاتوي چې په ملي کچه د ځنډول شویو سترو پروژو کارونه به له سره پيلیږي. ټاپي، کاسا ۱۰۰۰ او ټاپ هغه یوشمېر پروژې دي چې بحثونه او عملي کېدو چارې یې څو کاله مخکې پيل شوي او د طالبانو په راتګ ددغو پروژو د کار د دوام برخلیک ناڅرګند ښکاري.

د کاسا زر پروژه په ۲۰۱۶ میلادي کال کې پرانېستل شوې، چې د دې پروژې په مټ به تاجکستان او قرغیزستان خپله ۱۰۰۰ میګاواټه برېښنا پاکستان ته لېږدوي.

د دې پروژې د تطبیق په ترڅ کې ۳۰۰ میګاواټه برېښنا افغانستان ته هم ورکول کیږي. دغه راز، د ټاپي پروژې د کار پيلولو تړون هم په ۲۰۱۶ میلادي کال کې په عشق اباد کې د افغانستان، پاکستان، ترکمنستان او هند ترمنځ لاسلیک شوی دی.

تمه کيږي چې د ټاپي د ګازو نل ليکه چې نیږدې ۱۸۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري، په کلني ډول به ۳۳ ميليارده متر مکعب طبيعي ګاز د ترکمنستان له ګالکينش څخه چې د نړۍ د ګازو دويمه ستره زيرمه ده، د افغانستان له لارې د پاکستان سرحد ته څېرمه د هند د پنجاب ايالت فاضلکه سيمې ته انتقالوي. د ګازو دغه نل ليکه چې د افغانستان په هرات او کندهار ولايتونو کې تيريږي پاکستان ته غځول کيږي او له هغه ځايه بيا هند ته رسيږي. ترکمنستان په پام کې لري چې خپل ۳۰ بيليونه متر مکعب طبيعی گاز د پايپ لاين له لارې چې د افغانستان په خاوره کې به کابو ۷۰۰ کيلومتره وغځېږي، پاکستان او هند ته انتقال کړي.

ټاکل شوې وه چې دا پروژه  د ۲۰۱۹ میلادي کال تر پایه بشپړه شي، خو په افغانستان کې د وروستیو کلونو ناکراریو او د ۲۰۲۱ میلادي کال په اګست کې د طالبانو راتګ دا او دې ته ورته پروژې له یوه ناڅرګند برخلیک سره مخ کړي دي. طالبان وايي، اوس مهال ددغو پروژو تطبیق ته ښه شرایط برابر شوي دي.

ذبیح الله مجاهد وویل:«زمونږ هڅه داده چې ټولې هغه پروژې چې معطله شوي دي، هغه پيل شي او د افغانستان خلک یې نتایج وګوري، خلکو ته کار پيدا شي، اوس ددې لپاره شرایط برابر دي.»

مجاهد زیاتوي چې د ټاپي پروژې د تطبیق برخه کې یو لوی بدلون دا رامنځته شوی دی چې اوس ترکمنستان د «ترکمن ګاز» په نوم یوه شرکت دا ظرفیت ترلاسه کړی چې یاده پروژه بشپړه کړي.

دا څرګندونې داسې مهال دي چې د طالبانو د بهرنیو چارو ځای ناستي وزیر امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی ترکمنستان ته تللی او د هغه هېواد له چارواکو سره یې د یوشمېر پروژو د عملي کارونو پر پيل موافقه کړې. طالب چارواکو ویلي چې په دغو پروژو کې د انرژۍ، نفتي موادو، ریل پټلۍ، ټاپي، ټاپ او یوشمېر نورې پروژې شاملې دي.

له ټاپي پروژې د طالبانو ملاتړ؛ د ترکمنستان چارواکي کابل ته سفر کوي

د طالبانو د بهرنو چارو وزارت پرون د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲م کال د جنوري میاشتې پر ۱۶مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي وو چې د ترکمنستان له چارواکو سره یې پر سیاسي، ډپلوماټیکي، اقتصادي، امنیتي همکاریو او د ټاپي پروژې پر ژر پیلیدو او  همدا راز د تورغونډۍ او اقینې د ریل پټلۍ د کارونو پر پیل یې یې خبرې کړي دي. د متقي په خبره له ترکمنستان سره یې د بریښنا، خصوصي سکتور د فعالیتونو، د مرمر ډبې د صادراتو او وچې او تازه میوو په برخه کې هم له ترکمن چارواکو سره خبرې کړي دي.

په اعلامیه کې همدا راز زیاته شوې چې د طالبانو پلاوي له ترکمنستان سره د ټاپي او د اقينې او تورغونډۍ د ریل پټلۍ د کارونو پر بیا پیلولو توافق کړی دی. د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي دي: «د دواړو لورو تخنیکي ټیمونه به د جنوري میاشتې په ۲۲مه نیټه په کابل کې ناسته کوي او د روان کال په مارچ میاشت کې به د بریښنا، ټاپي پروژې او د ریل پټلۍ د تمدید د کارونو پر پیلیدو او عملي پیل خبرې کوي.»

خو د چارو یوشمېر کتونکي وايي، دغه پروژې چې د سیمه ییزو منفي سیالیو له امله یې چارې له کلونو راهیسې له خنډ او ځنډ سره مخ دي، طالبان هم نه شي کولای دغه پروژې بشپړې کړي. د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد مسعود دویچه ویله ته وویل: «دغه پروژې مونږ د آرماني پروژو په توګه یادوو، تاسو وګورئ د ټاپي پروژه، ټاپي له ترکمنستان پيلیږي، افغانستان، پاکستان او بیا هند ته ځي، د هند او پاکستان ترمنځ هغه لوی سیاسي رقابتونه چې شته حتی دغه پروژه له منځه وړي.«

دغه اقتصادي شنونکی ټینګار کوي چې اوس د ډېری پروژو قراردادونه یواځې د کاغذ پرمخ لاسلیک شوي دي او عملي چارو ته یې ډېره تمه نشته او نه ښايي چې په نیږدې راتلونکې کې یې عملي چارې پیل شي.