1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل هوایي ډګر د وروستیو ورځو په ګډوډیو کې ۱۲ تنه وژل شوي

۱۴۰۰ مرداد ۲۸, پنجشنبه

د طالبانو د یوه استازې د معلوماتو پر بنسټ د کابل په هوایي ډګر کې د وروستیو ورځو په هرج و مرج کې په مجموع کې ۱۲ تنه وژل شوي. د آلماني ځواکونو سیمه ایزو کارکوونکو پروازونو ته د لاسرسي په برخه کې د ستونزو رپوټ ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/3zAmY
Afghanistan I Evakuierungsflüge aus Kabul
انځور: Marc Tessensohn/Bundeswehr/dpa/picture alliance

طالبانو له هغو کسانو څخه چې د سفر اجازه نه لري او د کابل هوایي ډګر ته یې مراجعه کړې ده، غوښتي دي چې له دغه هوایي ډګر څخه ووځي.

 د رویټرز خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ د طالبانو یوه استازې ویلي دي چې د یکشنبې ورځې را په دیخوا د ګڼې ګوڼې یا په میدان کې د ډزو له امله ۱۲ تنه وژل شوي دي.

د طالبانو دغه استازي چې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، ویلي دي «مونږ نه غواړو چې په هوایي ډګر کې چاته زیان ورسوو.»

کابل ته د طالبانو له داخلیدو او د جمهوري ریاست د ارګ تر نیولو وروسته په زرګونو تنه په دې هیله د کابل هوایي ډګر ته لاړل چې شاید وکولی شي له افغانستان څخه د وتلو چانس ترلاسه کړي. دا په داسې حال کې چې د یکشنبې ورځې راهیسې ملکي پروازونه بند دي.

د آلمان په شمول لویدیځ هیوادونه په دې هڅه کې دي چې خپل اتباع او سیمه ایز همکاران د دغه هیواد څخه راوباسي، خو دغه بهیر د دوی له پاره هم له ستونزو سره مخامخ شوی دی.

د آلماني ځواکونو دوو سیمه ایزو کارمندانو د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې دوی د کابل هوایي ډګر ته د رسیدو په لاره کې له ستونزو سره مخامخ شوي دي.

دغو کسانو ویلي دي چې له یوې خوا میدان ته په ور تلونکو سړکونو کې ډیره ګڼه ګوڼه ده او په ځینو مواردو کې د تیریدو وړ نه دي، له بلې خوا امریکایي سرتیرو ورته هوایي ډګر ته د داخلیدو اجازه نه ده ورکړې.

Afghanistan I Flughafen in Kabul
خلک د کابل هوايي ډګر پر دیوالونو ورختلانځور: REUTERS

د آلماني ځواکونو یو له دغو سیمه ایزو کارمندانو څخه ویلي دي: «امریکایي سرتیري یوازې د دوی پورې اړوندو کسانو ته د داخلیدو اجازه ورکوي.»

نوموړي زیاته کړې ده: «کله چې دغه کسان هوایي ډګر ته ور وغوښتل شول، د آلماني ځواکونو له ډلې څخه هیڅ څوک هم هلته نه وو.»

د آلماني ځواکونو یو بل کارمند بیا ویلي چې هغه د شپې له اتو بجو څخه تر دونیمو بجو هڅه کوله چې ځان میدان ته ورسوي، خو امریکایي عسکرو ورته ویل چې که هغه رښتیا هم د آلماني ځواکونو کارمند یي باید یو څوک (آلمانانو څخه) ورشي او د ده خبره تائید کړي.

هغه ویلي چې په پرله پسې ډول په هوایي ډګر کې د ډزو غږونه اوریدل کیدل او د خلکو د تیت او پرک کولو په خاطر له اوښکي بهوونکي ګازو څخه هم استفاده شوې ده.

سربیره پر دې یو شمیر افغانانو چې د سفر کولو هیڅ ډول جواز یې نه درلود هغوې هم د داخلیدو دروازې (میدان ته د داخلیدو دروازه) مخه بنده کړې وه.

د طالبانو له خوا د کابل تر نیول کیدو وروسته ډیر شمیر خلک له دغه هیواد څخه د وتلو هڅه کوي. لویدیځو هیوادونو د طالبانو د غچ اخیستونکي احتمالي اقدام له ویرې د خپلو کارمندانو او فعالانو د را ایستلو له پاره پروازونه پیل کړي دي.

د آلمان د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې د دغه هیواد پوځ تر ۹۰۰ ډیر انسانان له کابل څخه انتقال کړي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ق.ن