1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا پريکړې ته د طالبانو او افغان حکومت غبرگونونه

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۰ فروردین ۲۶, پنجشنبه

د جو بایدن وروستي اعلان ته طالبانو په خپل غبرګون کې ویلي دي چې امریکا د دوحې تړون څخه ښکاره سرغړونه وکړه. له دغه اعلان څخه یوه ورځ وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په کابل کې له ولسمشر غني سره کتلي دي.

https://p.dw.com/p/3s4fU
Weltspiegel 14.04.2021 | USA New York 2020 | Rückkehr Soldaten aus Afghanistan
انځور: John Moore/Getty Images

د امریکا ولسمشر جو بایدن اعلان وکړ چې د روان ۲۰۲۱ م کال د سپټمبر تر ۱۱ نیټې به ټول امریکايي سرتیري له افغانستانه راوباسي.

تردې وړاندې د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې په تړون کې د ټولو سرتیرو د اېستلو له پاره د می لومړۍ نېټه ټاکل شوې وه.

سره له دې چې حکومتي چارواکو د امریکا دې پرېکړې ته محتاطانه او بیلابیل غبرګونونه ښودلي، خو طالبانو بیا د امريکا دغه پريکړه د دوحې له تړون ښکاره سرغړونه بللې ده.

د جو بايدن دې پريکړي ته طالبانو په يوه اعلامیه کې غبرگون ښوولی او ويلي يې دي چې د راتلونکي عواقبو مسئوليت به د امريکا پر غاړه وي نه د دوی.

طالبانو په خپله اعلامیه د لازم اقدام څرنګوالی نه دی واضح کړی، خو یوځل بیا یې د امریکا په ګډون له ټولو هيوادونو غوښتي چې خپل ټول سرتیري له افغانستانه وباسي.

د ولسي جرګې غړي الله ګل مجاهد دویچه ویله سره په خبرو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له پریکړې هرکلی کړی او تور یې ولګاوه چې په هيواد کې د ناامنیو او جګړو اصلي لامل هم بهرني ځواکونه دي.

ده زیاته کړه: «که چېرې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي افغانان به غوره وضعیت او ثبات تجربه کړي.»

د افغان پارلمان ددغه غړي په وینا افغان سولې بهیر اوس حساس پړاو ته رسیدلی چې پر وړاندي يې اصلي خنډ امریکايي ځواکونه دي او طالبان هم هغه مهال سولې ته حاضریږي، چې امریکایان ووځي.

د افغان حکومت غبرګون

د ځواکونو اېستلو ته د حکومت په کچه بیلابیل غبرګونونه مخې ته راغلي. ولسمشر غني پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې له ولسمشر بایډن سره یې د ځواکونو د وتلو په اړه خبري کړي.

د غني په وینا، اوس افغان امنیتي ځواکونه د خپل هيواد د دفاع جوګه دي: «افغان حکومت د امریکا د پريکړي درناوی کوي او موږ به له خپلو امریکايي ملګرو سره د پوځیانو بې ستونزي وتلو له پاره په شریکه کار وکړو. اوس موږ له ناټو او امریکا سره د شراکت دویم پړاو ته داخل شوو او په ګډه به سولې ته کار کوو.»

د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح هم ویلي چې له افغانستانه د ټولو ځواکونو د اېستلو په اړه د امریکا پریکړې ته درناوی لري: «لږ تر لږه په تېرو دوو کلونو کې ډیر دفاعي او عملیاتي نوښتونه د هيواد د زړورو ځواکونو پر غاړه ول.»

صالح زیاته کړې د ناټو ځواکونو ملاتړ تر ډېره په هوايي عملیاتو ورټول وو. خو صالح دا هم ویلي چې طالبان به د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سم د پاکستان په همکارۍ تاوتریخوالی ډیر کړي.

هاخوا د افغانستان د ولسي جرګې مشر میررحمان رحماني د بهرنیو ځواکونو د وتلو په صورت کې د کورنیو جګړو له پيلیدو اندېښنه ښودلې.

نوموړې تېره ورځ وکیلانو ته ویلي: «بهرنیو ځواکونو وتلو ته تراوسه شرایط برابر شوي نه دي.»

هاخوا د ملي روغي جوړې شورا مشر عبدالله عبدالله ویلي دي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو نېټه اعلانول په دې مانا نه دي چې له افغانستان سره به نړېوالې مرستې دریږي.

کابل ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سفر

له دغو څرګندونو سره هممهاله د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن هم په ناڅاپي سفر کابل ته راغلی.

د آرګ په یوه ویناپاڼه کې راغلي چې نوموړي له ولسمشر غني سره کتلي دي. د ارګ اعلاميي د ښاغلي بلنکن له قوله لیکلي: «له افغانستان څخه زموږ د ځواکونو وتل به د داوړ هیوادونو ترمنځ د ستراتېژیکو مناسباتو د کمزورۍ په مانا نه وي او امریکا متحده ایالات له افغان دولت او خلکو سره خپلو تعهداتو ته ژمن دي.»

بلنکن زیاته کړې چې امریکا د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه خپل ډیپلوماتیک او بشردوستانه ملاتړ ته دوام ورکوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب