1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د هوايي ځواک په اړه د سيګار راپور

۱۴۰۰ مرداد ۷, پنجشنبه

د افغانستان د بیارغونې له پاره د امریکا د څار ادارې د رپوټ پر بنسټ افغان حکومت له طالبانو سره د مبارزې په برخه کې له هوایي وسلو څخه په مخ پر ډیریدونکي ډول تر اندازې زیاته استفاده کوي.

https://p.dw.com/p/3yEub
Afghanistan Luftwaffe
انځور: picture-alliance/dpa/C-F. Röhrs

د افغانستان د بیارغونې د څار امریکایي ادارې (سیګار) په خپل هغه رپوټ کې چې د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال جولای ۲۹) يې خپور کړی دی، ویلي دي چې د افغان هوایي ځواکونو سره د موجودو جنګي الوتکو ټول ډولونه نږدې ۲۵ سلنه تر هغې زیات وخت له پاره په هوا کې وې چې له دغو الوتکو څخه د استفادې کولو په پلان (د کارونې لارښود کتاب) کې یې سپارښتنه شوې ده.

په رپوټ کې زیاته شوې ده چې په عین وخت کې د جون په میاشت کې په مجموع کې د افغان هوایي ځواکونو د اوه ډوله الوتکو له ډلې څخه د پنځو ډولونو د ماموریت ترسره کولو وړتیا یې کمه شوې ده.

دا موارد د طالبانو د عملیاتو د زیاتیدو، د ناټو، امریکا او د امریکا د ډیر شمیر قراردادي ځواکونو له وتلو سره ارتباط لري، چې د دغو الوتکو د ماموریت زیاتیدل ایجابوي. افغان هوایي ځواکونه تر اوسه پورې د روزني او زده کړې په حال کې دي.

په تیرو کلونو کې امریکا له طالبانو سره د مبارزې په برخه کې د افغان هوایي ځواکونو ډیر قوي ملاتړ کړی دی او له همدې ویرې طالب جنګیالیو نه شوای کولی چې په ډیر لوړ شمیر کې کوم چې د ولایتونو د مرکزونو د نیولو له پاره ورته ضروري وي، په یوځای کې راټول شي.

افغان هوایي ځواک اوس یوازې یوه برخه د هغه څه ترسره کوي چې تر اوسه پورې د امریکا جنګي الوتکو او ترانسپورتي چورلکو ترسره کوله.

په دې وروستیو کې د طالبانو د پرمختګ په پام کې نیولو سره امریکا یو وار بیا په افغانستان کې هوایي بریدونه ترسره کړل. امریکایي الوتکو په افغانستان کې د دغو عملیاتو د ترسره کولو په خاطر له افغانستانه بهر څخه پروازونه وکړل.

له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر د دوی د خپلو معلوماتو پر اساس ۹۵ سلنه بشپړ شوی دی. ټاکل شوې ده چې په دغه هیواد کې د امریکا پوځي ماموریت د اکست میاشتې تر ۳۱ نیټې پورې پای ته ورسیږي.

څرګنده نه ده چې آیا امریکا به وروسته تر هغې هم له طالبانو سره د مبارزې په برخه کې له خپل هوایي ځواک سره د کابل د حکومت ملاتړ وکړي او که څنګه؟

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز