1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

تاجيکستان تر زرو ډېر افغان مهاجر منلي دي

۱۴۰۰ تیر ۱۷, پنجشنبه

د تاجيکستان د ګورنو بدخشان ولایت چارواکو ویلي چې د افغانستان په بدخشان ولایت کې د وضعیت تر خرابیدو وروسته يې تر زرو ډېرو ملکي افغانانو ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی دی. له څو اونیو راهیسې په بدخشان کې جګړې زور اخيستی دی.

https://p.dw.com/p/3wCX4
The Day in Pictures Afghanistan
انځور: ASSOCIATED PRESS/picture alliance

په داسې حال کې چې د افغانستان په ځينو ولایتونو کې طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی، د تاجيکستان له لوري دغه رسمي اعلان د افغانستان په شمال کې د طالبانو او افغان حکومتي ځواکونو ترمنځ د جګړو پخلی کړی چې له کبله یې د دې سیمې ډېر اوسیدونکې له ویرې سره لاس او ګریوان دي.

د تاجيکستان حکومت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې دغه افغان مهاجرین چې پکې ښځې، ماشومان او د ډېر عمر لرونکي کسان هم شامل دي، په خوندي ځایونو کې میشت کړل شوي دي.

په اعلامیه کې همدا راز زیاته شوې چې ځايي چارواکي اوسمهال د ملګرو ملتونو او اغا خان د روغتیا برخې له سازمانونو سره په خبرو بوخت دي څو یادو مهاجرو ته خوراکي توکي او د روغتیا سهولتونه برابر شي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د افغانستان دغه شمالي ګاونډي هیواد، سلګونه افغان سرتیرو ته هم ځای ورکړی وو. دغه عسکر په بدخشان کې د طالبانو د بریدونو له ویرې تاجيکستان ته اوښتي ول.

له افغانستان څخه د امریکايي او بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته، په دغه جګړه ځپلي هیواد کې جګړو او نا امنیو یو ځل بيا زور اخيستی دی. بل لوري ته د قطر په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې هم کوم خاص پرمختګ نه تر سترګو کیږي.

RTRE/K.H/N.Z