1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دفاع وزارت: د بلخ ولایت کلدار ولسوالۍ مو بیرته نیولې ده

۱۴۰۰ تیر ۸, سه‌شنبه

افغان چارواکو له طالبانو څخه د بلخ ولایت کلدار ولسوالۍ د بیرته نیولو خبر ورکړی دی. د تاجيکستان دولتي خبري آژانس ویلي دي چې دوه ورځې مخکې پر دې ولسوالۍ د طالبانو برید په پایله کې ۱۷ افغان سرتیري تاجيکستان ته تښتیدلي وو.

https://p.dw.com/p/3vkjb
Afghanistan Kundus Flughafen ANA Kämpfer
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

د بلخ ولایت کلدار ولسوالي د یکشنبې په ورځ (د جون میاشتې په ۲۷ نېټه) د طالبانو له خوا سقوط شوه. د افغانستان د ملي دفاع وزارت نن د سه شنبې په ورځ خبر ورکړ چې دغه ولسوالي یې په بشپړ ډول بیرته له طالبانو نیولې ده.

نوموړی وزارت وایي چې د بلخ ولایت په کلدار ولسوالۍ کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او خلکو له خوا د عملیاتو په ترڅ کې طالبانو ته سخته مرګژوبله اوښتې او د دغې ډلې جنګیالي تيښتې ته اړ شوي دي.

دا د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د ولسوالیو د لاس پر لاس کیدو تر ټولو تازه پيښه ده. نوموړي وزارت زیاته کړې ده چې د بلخ ولایت په ټولو ولسوالیو کې تصفیوي عملیات دوام لري.

د تاجکستان رسمي خبري آژانس «خاور» رپوټ ورکړی دی چې د یکشنبې په ورځ د کلدارۍ ولسوالۍ پر سرحدي سیمې د طالبانو تر برید وروسته، ۱۷ افغان امنیتي سرتیرو د دوی خاورې ته پناه ور وړې ده.

نوموړي خبري آژانس د تاجکستان د ملي امنیت د سرحدي کمیټې ځواکونو د مطبوعاتي مرکز په حواله لیکلي دي چې د تاجکستان سرحدي ځواکونو د ښه ګاونډیتوب او بشردوستۍ په مراعاتولو سره دغو سرتیرو ته د داخلیدو اجازه ورکړې ده.

نوموړي خبري آژانس مخکې تر دې هم د طالبانو په لاس د شیرخان بندر تر سقوط وروسته دغه هیواد ته د شاوخوا ۱۳۰ افغان امنیتي ځواکونو د تېښتې خبر ورکړی وو.

معلومه نه ده چې دغه سرتیري بیرته افغانستان ته ستانه شوي دي که نه؟ افغان امنیتي ځواکونو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي او د دویچه ویلي، پرله پسې تلیفوني اړیکو ته یې هم ځواب نه دی ویلی.

بل لور ته د افغانستان په شمال کې چې له تاجکستان سره ګډه پوله لري د جګړو له شدت اخیستلو سره، د دواړو هیوادونو پر ګډه پوله د تاجکستان سرحدي ځواکونه د تیارسئ حالت ته راوستل شوي دي. 

د تاجکستان دولتي خبري آژانس لیکلي دي چې د دغه هیواد د دفاع وزارت ویاند فریدون محمد عليزاده ویلي دي چې په افغانستان کې د جګړې له شدت اخیستلو سره د دغه هیواد وسله وال ځواکونه له سرحدي ځواکونو سره په ګډه د خپلو سرحدونو ساتنې ته چمتو دي.

نوموړي زیاته کړې ده: «په افغانستان کې بې ثبات وضعت موږ اړ کړي یوو چې خپل نظامي واحدونه په دویم دفاعي خط کې پياوړي کړو».

شکیلا ابراهیم خیل: ش.ن/ ن.ز