«ډېر آلمانان د ورځنیو لګښتونو د پوره کولو لپاره قرضې اخلي»
۱۴۰۴ شهریور ۲۴, دوشنبه
دغه څېړنه د بارکليز په غوښتنه ترسره شوې ده او ښيي چې ډېر آلمانان د ورځنیو لګښتونو لکه د خوراکي توکو لپاره قرضې اخلي. بارلکليز په بريتانيه کې مستقر د اقتصادي سيکتور يو نړيوال شرکت دی. بارکليز د دغې څېړنې دنده و څېړنيز مرکز (Civey) ته سپارلې وه. ياد مرکز د څېړنې په ترڅ کې يوه نظر پوښتنه تر سره کړې.
د دغې نظر پوښتنې له مخې له ۵۰ کلونو څخه کم عمر لرونکو نیمايي آلمانانو په تېرو دوو کلونو کې پور اخیستی دی. ډېری یې له خپلو کورنیو غړو (۴۴٪) څخه مرسته اخیستې، په داسې حال کې چې ۴۰٪ یې له بانکونو پور اخیستی دی.
دغه هم ولولئ: د اروپايي اتحاديې د باندني تجارت اضافي عايد کم شوی دی
د موټرسایکلو او موټرو سره اړوندو لګښتونو (۲۷٪) هاخوا، ګډونوالو ویلي چې ډېر پورونه يې د ورځنیو اړتیاوو لپاره مصرف کړي لکه خوراک (۲۶،۶٪) او عمومي مصرف، او د جامو اخیستل (۲۱،۴٪). شاوخوا ۱۸٪ پوښتل شوو ویلي چې د ځان د خوشاله کولو لپاره یې پور اخیستی دی.
د خوراکي توکو لوړې بيې
د آلمان د انفلاسیون کچه په اګست کې ۲،۲٪ ته لوړه شوه او د خوراکي توکو بیې لا هم د تېر کال له کچې لوړې وې. اقتصادپوهان اټکل کوي چې انفلاسیون به په راتلونکو میاشتو کې له ۲٪ څخه لوړ پاتې شي.
د نظر پوښتنې د پايلو له مخې ځوان بالغان تر ټولو زیات پور اخیستونکي وو. د راپور په وينا له ۱۸ څخه تر ۲۹ کلونو پورې له ۶۰٪ څخه زیاتو کسانو ویلي چې دوی پور اخیستی او له ۳۳٪ څخه ډېرو یې د اساسي اړتیاوو پوره کولو ته اشاره کړې ده. د ۳۰ او ۳۹ کلونو ترمنځ عمر په لرونکو کسانو کې ۳۱،۶٪ ویلي چې ورځنۍ اړتیاوې د دوی د پور اخیستلو اصلي دلیل و.
دغه هم ولولئ: په آلمان کي د ښه ژوند کولو مصارف څومره دي؟
نږدې نیمايي پور اخیستونکو (۴۷،۷٪) له ۱۰۰۰ یورو څخه کم پور اخیستی و. له ۳۰ کلونو څخه په کم عمر لرونکو کې کوچني پورونه چې تر ۲۰۰ یورو پورې يې مقدار و، ډېر عام (۲۸،۸٪) دي. څلورمه برخه پوښتل شوو ویلي چې دوی د ۱۰۰۱ او ۵۰۰۰ یورو ترمنځ پور اخیستی دی.
په ټوله کې نږدې یو په درې برخه کسانو (۳۱،۹٪) اټکل کړی دی چې په راتلونکو دوو کلونو کې به پور ته اړتیا ولري.
دغه نظرپوښتنه د جولای او اګست په میاشتو کې د آلمان په کچه له ۱۰۰۰۷ بالغ کسانو څخه شوې ده.