1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

ننګرهار کې ۱۴ سرتېري وژل شوي

۱۳۹۹ بهمن ۱۱, شنبه

په ننګرهار کې د موټر بريد په پايله کې لږ تر لږه ۱۴ سرتېري وژل شوي او ۴ تنه نور ژوبل شول. دغه خبره د ولايتي شورا غړي، اجمل عمر، کړې ده.

https://p.dw.com/p/3obWN
Afghanistan Explosionen in Dschalalabad
انځور: picture-alliance/AP Photo/M.A. Danishyar

د ولایتي شورا د غړي اجمل عمر په خبره ځانمرګي بريدکوونکي چې موټر يې چلاوه، غوښتل چې په سيمه کې پر يوې پوځي اډې باندې بريد تر سره کړي. امنيتي ځواکونو په دې ترڅ کې پر دغې اډې بريد تائيد کړی دی، خو جزئيات يې ورنه کړل.

په دغه ولايت کې د وسله والو طالبانو او همدا راز د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش جنګيالي فعال دي چې په وار وار پر امنيتي ځواکونو واړه او ستر بريدونه تر سره کوي.

د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ د سپتمبر مياشتې راهيسې په دوحه کې د سولې خبرې روانې دي، خو طالبان تر اوسه هم اوربند ردوي.

د طالبانو یوه ویاند، ذبیح الله مجاهد د برید په هکله ویلي چې برید د دوی ډلې کړی دی. 

بل لوري ته د امريکا متحده آيالات ښايي ډېر ژر نور عسکر هم له افغانستان څخه وباسي. متحده آيالاتو د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کې له طالبانو سره د امريکايي ځواکونو د تدريجي اخراج په هکله يو تړون لاسليک کړی و.