هسپانیې د پاکستان له لارې ۱۶۰ افغانان انتقال کړي
۱۴۰۰ مهر ۲۱, چهارشنبهد هسپانیې پوځي چارواکو ویلي دي چې د افغانستان د پخواني حکومت تر ړنګیدو او واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته په افغانستان کې د دوی پاتې محلي همکاران له دې هیواد څخه ایستل شوي دي. هسپانیې ویلي چې په وروستني اقدام کې یې د پاکستان له لارې ۱۶۰ تنه افغانان هسپانیې ته انتقال کړي دي.
د هسپانیې د دفاع وزارت ویلي چې دوی په دې ماموریت کې وتوانیدل چې یو شمیر افغان کارمندان او د دوی کورنۍ د پاکستان له لارې هسپانیې ته انتقال کړي. هسپانیې وروسته له هغې دغه ماموریت پیل کړ چې په اګست میاشت کې د افغانانو د را ایستلو په ترڅ کې ونه توانیدل خپل محلي همکاران د پوځي الوتنو په مرسته هسپانیې ته انتقال کړي. هسپانیې هغه مهال یوازې ۲۲۰۰ تنه هسپانویان او یو شمیر خپل محلي کارمندان له افغانستان څخه ایستلي وو.
دا په داسې حال کې ده چې د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیر جوزه الباریس، تیره میاشت پاکستان او قطر ته سفرونه وکړل او د خپلو افغان همکارانو د رایستلو په برخه کې یې د دې دواړو هیوادونو د مرستې غوښتنه وکړه. په افغانستان کې د طالبانو تر واک ته رسیدو وروسته د ناټو غړو هیوادونو خپل په زرهاوو تنه همکارانو له افغانستان څخه ایستلي دي او لا هم ګڼ شمیر نور په دې جګړه ځپلي هیواد کې بند پاته دي.