هسپانيا: د اورګاډي حادثې مرګ ژوبله اړولې
۱۴۰۴ بهمن ۱, چهارشنبه
سه شنبه شپه د هسپانیې بارسلونا ښار ته څيرمه د يوه مسافر وړونکي ريلګاډي اوښتو په پېښه کې لږ تر لږه يو کس مړ شوی او يو شمیر نور ټپيان شوي دي.
ريلګاډی د ګليدا سيمې ته څېرمه پر پټليو باندې د محافظتي ديوال له ملبې سره ټکر شوی دی. دا ځای له بارسلونا څخه تقریباً ۳۵ کیلومتره لېرې پروت دی.
د سيمه ایزو رسنيو په حواله په پېښه کې د ريلګاډي چلوونکی مړ شوی دی. د کاتالونيا د بيړنيو خدماتو ادارې د ټولنیزو رسنيو له لارې ويلي دي چې ۳۷ کسان ټپيانیی شوي دي چې له دوی څخه یې د پنځو روغتيايي وضعيت د انديښنې وړ دی.
اړونده موضوع: هسپانیا کې چاودنه؛ یو کس مړ او لسګونه نور ټپیان دي
د بیړنيو خدماتو له خوا زياته شوې چې په ريلګاډي کې دننه اوس کوم کس موجود نه دی خو دا چې ډاډ ترلاسه شي څو پکې نشته، د اورګاډي د ټولو برخو پلټنه روانه ده.
د هسپانیې د ريلګاډو چلوونکې ادارې «ای ډي آې اف» په حواله ګمان کيږي چې د شدیدو اورښتونو له کبله حفاظتي ديوال ړنګ شوی وي. زياته شوې ده چې پر دې ليکه د نورو ريلګاډو تګ راتګ ځنډول شوی دی.
په کاتالونيا کې د ريلګاډي دويمه پېښه
د هسپانیې د ايل پاېيس ورځپاڼې په حواله د سې شنبې په ماښام يو بل ټرين هم د حادثې ښکار شوی وو. د کاتالونیا د بلېنيس او ماکانيت تمځايونو په منځ کې چليدونکی اورګاډي له پټلۍ وتلی وو خو په دې پېښه کې څوک ټپي شوی نه دی.
د ورځپاڼې په حواله دا پېښه د طوفان له کبله پر پټلۍ باندې د سترو ډبرو ور پرېوتو له کبله رامنځته شوې وه.
پر دې ليکه هم د ريلونو تګ راتګ درول شوی دی.
د يکشنبې د ریلګاډي د حادثې د مړو شمير لوړ شوی
بل لوري ته د هسپانيې په جنوب کې اندلس کې اداموس سيمه ته څيرمه د دوو چټکو ريلونو تر حادثې وروسته نور جسدونه هم را ايستل شوي دي.
د اندلس د سيمې چارواکو د سې شنبې په ورځ وویل چې د ریلګاډي د واګنونو تر پلټنې وروسته د دريو جسدونو له موندل کيدو سره د مړو شمير ۴۲ ته لوړ شوی دی. خو د مړو د شمير ډېرېدو اندیښنه ښوول شوې ده.
د هسپانیې د کورنیو چارو وزير فرناندو ګراندې – مارلاسکا د «آر ټي وي اي» دولتي رسنۍ ته وویل چې ۴۳ کسان اوس هم لادرکه دي.
د اندلس د سیمې يوه چارواکو وويل چې د ټکر شويو ريلونو څخه د يوه مخکنۍ برخه سخته زيانمنه شوې وه چې له کبله یې دوه واګنونه له پټلۍ اوښتي ول او يوې ژورې کندې ته پريوتلي ول.
دغه چارواکي وویل چې ځينې جسدونه د پېښې له ځای څخه ډېر لیرې موندل شوي دي.