هسپانيا: د دوو ریلونو د ټکر په پيښه کې ۳۹ کسان مړه شوي
۱۴۰۴ دی ۲۹, دوشنبه
د هسپانیې چارواکي وایي چې د ټپیانو وضعیت د اندېښنې وړ دی او کیدای شي د قربانیانو شمیر لوړ شي، ځکه په ویجاړو شوو واګنونو(د ریل ډبو) کې د مړو او ټپیانو د موندلو له پاره د ژغورنې د کارکوونکو عملیات ادامه لري.
اړونده موضوعات: هند: په اورګاډي کې د ګډوډۍ له کبله ۱۲ کسان مړه شوي
په همدې منځ کې د هسپانیې پولیسو اعلان کړی دی چې یو له دغو ریلونو څخه له ۳۰۰ کیلومتره في ساعت سرعت څخه له خپلې پټلۍ یا ریل لیکې څخه وتلی او د مقابل لورې له ریل ګاډي سره جنګیدلی دی.
پېښه پرون، د يکشنبې په ورځ د کوردوبا ايالت چې قرطبه هم بلل کیږي، آداموس ښار ته نزدې ددوو چټکو ريلونو د ټاکر په نتيجه کې رامنځته شوې ده.
په دواړو ریلونو یا اورګاډو کې په مجموع کې شاوخوا ۵۰۰ کسان موجود ول. د پیښې علت تر اوسه پورې نه دی روښانه شوی.
د هسپانیې د ترانسپورت وزیر په خبره، دغه مسیر تیر کال رغول شوی و او ریلونه هم نوي ول. د دغه هیواد لومړي وزیر پدرو سانچر وویل: «هیواد په ژور خفګان» کې دی.
همدرانګه د اروپایي کمیسیون مشرې اورزولا فون دیرلاین هم د قربانیانو له کورنیو سره غمرازي څرګنده کړې ده.