1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چین جګپوړي چارواکي په قطر کې له طالبانو سره ګوري

۱۴۰۰ آبان ۳, دوشنبه

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د بهرنیو چارو وزیر به د قطر د سفر پرمهال د طالبانو د حکومت له جګپوړو چارواکو سره هم ملاقات ولري. د چینايي چارواکو دغه سفر د روانې اکتوبر میاشتې له ۲۵ نه تر ۲۶ نېټې پورې پلان شوی دی.

https://p.dw.com/p/428sk
انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی دی.
انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی دی.انځور: Li Ran/Xinhua/AP/picture alliance

د چین د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د اکتوبر ۲۵مه) ويلي دي چې د قطر د سفر پرمهال به د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د طالبانو له جګپوړو چارواکو سره هم ملاقات ولري.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین په بیجینګ کې د یوې خبرې غونډې په ترڅ کې وویل چې دواړه لوري به په دې ملاقات کې په افغانستان کې پر روان وضعیت سربیره پر ګډو اندیښنو هم خبرې وکړي.

د چین د خارجه وزارت ویاند همدا راز زیاته کړه چې د افغانستان د عنعنوي ګاونډي او شریک په توګه، په افغانستان کې د وضعیت د مثبت تغیر له پاره چین تل د خبرو اترو او تماسونو لرلو له پاره هڅې کړي دي.

د روان کال د اګست میاشتې په نیمايي کې د افغانستان پخوانی حکومت ړنګ شو او طالبانو د حکومت واک تر لاسه کړ. تر دې یوه میاشت وړاندې د طالبانو یوه پلاوي د چین د بهرنیو چارو له وزیر سره د چین په تیانجین ښار کې هم ملاقات لري ول.

چین له هغې مودې راهیسې، له افغانستان سره د مرستو ژمنه کړې او له طالبانو یې د شرقي ترکستان اسلامي غورځنګ پر ضد د اقداماتو غوښتنه هم کړې وه. چین وايي چې شرقي ترکستان اسلامي غورځنګ د چین په ختيځ شینجیانګ ایالت کې ثبات ته یو تهدید دی.