1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا: د سعودي وليعهد د خاشقجي وژنه منظور کړې وه

۱۳۹۹ اسفند ۹, شنبه

د متحده ایالاتو د یوه نوي رپوټ له مخې چې د دغه هیواد پخواني ولسمشر ترمپ پټ ساتلی وو د سعودي د منتقد خبریال په وژنه کې ولیعهد محمد بن سلمان ښکیل دی. په استانبول کې د جمال خاشقجي مرګ په نړۍ کې د خلکو غبرګون راپارولې وه.

https://p.dw.com/p/3q02c
Kombobild Jamal Khashoggi und Mohammed bin Salman

د امريکا متحده آیالاتو د ارزونې له مخې د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان د ژورناليست، جمال خاشقجي، مرګونی ماموريت پخپله منظور کړی دی. دغه خبره له هغه رپوټ څخه څرګندیږي چې د امريکا د استخباراتو د همغږې کوونکې، آوريل هاينس، دفتر په واشنګټن کې خپور کړی دی. 

په دغه رپوټ کې ويل شوي چې وليعهد په ۲۰۱۷ کال کې «د دغه شاهي دولت د ټولو امنيتي او استخباراتي سازمانونو بشپړ کنترول» لرلی دی. له دې کبله «ډېر زيات غيراحتمالي» برېښي چې حکومتي استازو دې دغه ډول عمليات بې د هغه له اجازې تر سره کړی وي. 

نور شواهد په دغه پېښه کې د بن سلمان د يوه نزدې مشاور ښکېلتيا او د هغه له خوا د داسې تدابيرو څخه ملاتړ دی چې له مخې يې په تبعيد کې مخالفين غلي کړل شوي دي.
پر ۷۶ سعوديانو د سفر بنديزونه

د امريکا متحده آيالاتو د سعودي عربستان پر ۷۶ اتباعو د سفر بنديزونه وضع کړل ځکه چې د امریکا د بهرنيو چارو د وزير، انتوني بلينکن، په خبره داسې انګېرل کيږي چې په «خارج کې د مخالفينو په ګواښلو کې» يې ونډه لرلې ده.

سربېره پر دې د متحده آيالاتو د ماليې وزارت د سعودي عربستان د استخباراتو پخوانی مرستيال، احمد العسيري او د دغه هیواد د چټک غبرګون د ځواک RIF غړي د بنديزونو په يوه ليست کې شامل کړل. العسيري له دې مخې د خاشقجي په وړاندې د مرګوني عمليات مشري کړې ده چې د RIF ځواک ډېرو غړو پکې هم ونډه لرله. د دغو کسانو شتمنۍ په متحده آيالاتو کې کنګل شوې دي او د امريکا اتباع نور نه شي کولی چې ورسره تجارت وکړي.

د بشري حقونو اهميت
د امريکا ولسمشر جو بايدن د پنجشنبې په ورځ لا د سعودي له پاچا سلمان سره تليفوني خبرې کړې وې. سپينې ماڼۍ ويلي چې ولسمشر په دې لړ کې «د ټولشموله بشري حقونو او د قانون پر حاکميت» باندې ټينګار وکړ چې د ده حکومت ورته ډېر اهميت ورکوي.

د هغه په خبره «پر فعالينو، مخالفينو او ژورناليستانو» بريدونه او ورته ګواښونه به د امريکا متحده آيالاتو له خوا ونه زغمل شي. خو په ورته وخت کې بايدن ډاډ هم ورکړ چې متحده آيالات د ايران پلوو ډلو له خوا د توغنديو د بريدونو له کبله د سعودي عربستان تر څنګ ولاړ دي.