1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسي خبریال خپل د نوبل جایزه لیلام کړه

۱۴۰۱ خرداد ۳۱, سه‌شنبه

روسي ژورنالیست دیمتري مراتوف د اوکرایني مهاجرو له ماشومانو سره د مرستې په خاطر خپل د نوبل د سولې جایزه په ۱۰۳،۵ میلیونه ډالره لیلام کړې ده.

https://p.dw.com/p/4D0KB
Dimitry Muratov, Redakteur der russischen Zeitung „Nowaya Gazeta“ und russische Journalisten
انځور: Sergey Satanowsky/DW

د لیلام دې بیې د تیرو وختونو د نوبل جایزې ټول ریکارډونه مات کړل. د هیریټیج آکشنزا بنسټ چې د دې جايزې د لیلامولو چارې یې پر مخ وړلې تر اوسه پورې نه دي ویلي چې دغه جايزه د چا له خوا پيرل شوې ده.

«د دومره ډېرو پیسو تمه نه وه»

روسي ژورنالیست مراتوف وویل: «ما تمه درلوده چې له ما سره به ډیر خلک مرسته وکړي، خو د دومره ډیرو پيسو تمه مې نه درلوده.»

مراتوف د مهاجرت له نړیوالې ورځې درې اونۍ مخکې خپل د نوبل د سولې جایزې د لیلامولو اعلان کړی و.

مخکې تر دې د «DNA» د سټرکچر یا ساختمان یوه تن له کشف کوونکو څخه جیمز واټسن په ۲۰۱۴م کال کې خپل د نوبل جايزه په ۴،۷۶ میلیونه ډالره لیلام کړې وه. مراتوف ته د ۲۰۲۱م کال په اکتوبر کې د نوبل جایزه ورکړل شوې وه.

دغه ژورنالیست د نووایا ګزیتا، مستقلې روسۍ ورځپاڼې په تشکیل کې مهم رول لوبولی و او هغه د نوموړي ورځپاڼې مشر ایدیتور هم و. دغه ورځپاڼه په مارچ میاشت کې د کرملین له خوا د خبریالانو د سرکوبه کولو په لړ کې بنده کړل شوه.

په پولنډ کي د اوکرایني مهاجرو حالت

مراتوف دا هم ویلي دي چې له دغې جایزې سره ترلاسه شوې ۵۰۰ زره ډالره له اوکرایني مهاجرو سره مرسته کوونکي بنسټ ته ورکړل شوي دي. نوموړي زیاته کړه چې د نوبل جایزې د پلورلو له درکه ترلاسه کیدونکي ټولې پيسې به یونیسف ادارې ته ورکړل شي چې په مستقیم ډول د اوکرایني مهاجرو له ماشومانو سره د مرستې له پاره کار کوي. یونیسف ویلي دي چې دغه پيسې یې ترلاسه کړي دي.

مراتوف تیر کال دغه جایزه له فلیپيني خبریالې ماریا ریسا سره شریکه کړې وه. دغو دواړو ژورنالیستانو ته د آزاد ژورنالیزم او په زړورتیا سره ولس ته د حقایقو رسولو په خاطر د نوبل جایزه ورکړل شوې وه.

هغه د خپلو ژورنالیستیکي مسئولیتونو د ادا کولو په خاطر په وژل کیدو هم ګواښل شوې وه.

له ۱۹۰۱ څخه تر اوسه پورې نږدې ۱۰۰۰ تنو ته د فزیک، کیمیا، طب، ادب او امن په برخو کې د کوښښونو له کبله د نوبل جایزې ورکړل شوي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.خ. ح