1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سیمه کې د امریکا له اډو سره مخالفت، د روسیې اندېښه څه ده؟

۱۴۰۰ تیر ۱۳, یکشنبه

روسیه وايي، امریکا هڅه کوي چې د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره په سیمه کې خپل ځواکونه ځای پر ځای کړي. د چارو کتونکي بیا په دې باور دي چې اوسمهال روسیه له درې مهمو اندېښنو سره مخامخ ده.

https://p.dw.com/p/3w10I
US-Truppen im Irak
انځور: picture-alliance/AP Photo/K. Mohammed

د روسيې خبري آژانس، افغانستان لپاره د روسيي ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له خولې رپوټ ورکړی چې دا هېواد په سیمه کې د امریکا پوځي آډې نه غواړي.

ښاغلي کابلوف ویلي، امریکا هڅه کوي د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره په سیمه کې یو اغیزمن ځای ومومي. هغه ویلي: «امریکا نه شي کولای په سیمه کې خپل ځواکونه ځای پر ځای کړي او دا کار باید ونه کړي.»

ټاکل شوې د روان کال د سپټمبر تر ۱۱ مې نیټې د امریکا په مشرۍ ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي، چې په دې لړ کې د جمعې په ورځ افغانستان کې له تر ټولې سترې پوځې آډې (بګرام) څخه ټول امریکايي سرتیري ووتل.

امریکا ویلي چې له افغانستانه د ځواکونو اېستلو وروسته به هم د افغان حکومت پوځي ملاتړ ته دوام ورکوي، چې په دې برخه کې د افغان هوايي ځواک ملاتړ د پلان مهمه برخه بلل کیږي.

افغانستان کې پر ګډ حکومت د روسيي ټینګار

ضمیر کابلوف ویلي، د افغانستان د راتلونکې حکومت په اړه باید په خپله افغانان پریکړه وکړي، په دې اړه حکومت او طالبانو ته په کار دي چې پر یو ګډ حکومت هوکړه وکړي.

هاخوا کارپوهان وايي، روسيه به د داعش او د نشه يي توکو د قاچاق په څیر خطرونه ومني، خو په سیمه کې د امریکا پوځي آډې نه شي زغملی.

Türkei Gespräch Friedensprozess Afghanistan | Zalmay Khalilzad, USA & Samir Kabulow, Russland
انځور: picture-alliance/Anadolu Agency/Russian Embassy

اوسمهال روسیه په سیمه کې د داعش له شتون، د نشه يي توکو له کاروبار او افغانستان کې د احتمالي جګړو پراخېدو له امله د کډوالو له ور اوښتو اندېښنه لري.

د افغان ولسمشر یوه پخواني سلاکار طارق فرهادي، دویچه ویله ته وویل چې روسیه پردې باور ده چې امریکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو د اېستلو په پلمه مرکزي اسیا کې نفوذ کوي. فرهادي زیاته کړه: «روسیه لکه څنګه چې په اوکراین کې نه غواړي امریکا او غرب داخل شي او یا دا چې اوکراین په ناټو کې داخل شي، په همدې توګه د مرکزي آسیا هېوادونو په پولو کې هم د امریکا پوځي شتون نه غواړي.»

ویل کیږي چې امریکا له ازبکستان او د مرکزي آسیا له نورو هېوادونو غواړي چې د افغانستان پولې ته څېرمه د امریکا پوځي آډو ته ځای ورکړي.

تردې وړاندې داسې رپوټونه هم خپاره شوي چې امریکا ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پوځي اډو جوړولو چارې پيل کړي دي، خو په دې وروستیو کې پاکستاني چارواکو هم ویلي امریکا ته آډې نه ورکوي.

څو ورځې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي ول، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به د امریکا څارګرې ادارې یا سي آی اې ته اجازه ورنه کړي، چې د پاکستان له خاورې افغانستان کې عملیات وکړي.

Pakistan Islamabad | Imran Khan, Premierminister
انځور: Saiyna Bashir/REUTERS

سیاسي شنونکي عزیز معراج، دویچه ویله ته وویل، اوسمهال په سیمه کې نوي او راتلونکي بدلونونه لامل شوي چې روسیه او چین په اندېښنه کې شي. هغه زیاته کړه: «اصلي خبره دا ده چې روسیه او چین په دې پوهیږي چې دلته د ترکيي پوځ راوستلو پلان شته او هغه به د افغانستان په شمال کې ځای پر ځای کیږي.»

دغه لندن میشتی افغان کارپوه پر دې باور ده چې روسیه له امریکا غواړي له افغانستانه په بشپړه توګه ووځي او دلته دې یو موقت حکومت رامنځته کړي، خو که چېرې امریکا دلته پاتې کیږي نو باید له روسيي سره یو تفاهم ولري.

تردې وړاندې ازبکستان اعلان کړی چې په خپله خاوره کې د امریکا پوځي آډو ته اجازه نه ورکوي.

اسماعیل شاکر – کابل

زموږ له آرشیف څخه: 

امریکا په منځني ختیځ کې په کومو هیوادونو کې پوځي اډې لري؟