روسيه پلان لري افغانستان ته بشری مرستي واستوي
۱۴۰۰ شهریور ۲۲, دوشنبهد روسيې د بهرنيو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې روسیه غواړي ډير ژر افغانستان ته بشري مرستي واستوي. د روسيې خبري آژانس (RIA) له مسکو څخه د یاد وزارت له قوله لیکي چې په دغو مرستو کې درمل او خوراکي مواد شامل دي.
بهرني هیوادونه د طالبانو د نوي حکومت څخه چې تیره اوونۍ يې اعلان کړ، په احتیاط سره هرکلی کړی دی. د طالبانو د نوي حکومت کابینه د طالبانو د تحریک د پخوانیو غړو څخه جوړه ده.
د دغې کابينې په غړو کې يو شمیر يې د طالبانو هغه پخواني مشران هم دي چې امریکا متحده ایالاتو يې پر سر جایزې ټاکلي دي.
نن په ژنيو کې د ملګرو ملتونو سازمان په کوربه توب، د نړیوالې ټولنې له خوا له افغانستان سره د عاجلو مرستو په موخه کنفرانس هم په لاره اچول شوی دی. ملګرو ملتونو ويلي دي چې د روان میلادي کال تر پایه افغانستان شاوخوا ۶۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.
له افغانستان سره د مرستو خبرې داسې مهال کيږي چې په دغه هیواد کې د بشري بحران د رامنځ ته کیدو په اړه اندیښنې ډيرې شوي دي.