د صالح وراره: «طالبانو زما تره روح الله صالح اعدام کړ»
۱۴۰۰ شهریور ۲۰, شنبهپه داسې حال کې د خبریالانو او ښځو پر وړاندې د طالبانو د قهرجن چلند انځورونه په رسنیو کې تاوده بحثونه را پورته کړي دي، د رویټرز خبري آژانس د روح الله صالح د اعدام خبر ورکړی دی.
روح الله عزیزي صالح یو له هغو کسانو څخه و چې د افغانستان «د مقاومت ملي جبهې» په چوکاټ کې له طالبانو سره په جګړه کې و.
د رویټرز خبري آژانس د جمعې په ورځ (د سپټمبر ۱۰ نیټه) د یوه رپوټ په خپرولو سره د روح الله صالح د وراره عبدالله صالح پر څرګندونو تمرکز کړی دی.
نوموړي رویټرز ته په یوه لیکلي پيغام کې د طالبانو په وسیله د خپل تره یا کاکا د وژل کیدو خبر ورکړی دی. د امرالله صالح ورور روح الله صالح د طالبانو د اپوزیسیون له ډلې څخه یو مهم کس بلل کیده.
د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح وروسته له هغې چې کابل د طالبانو له خوا ونیول شو، د «مقاومت ملي جبهې» سره یوځای شو. امرالله صالح مخکې تر هغې د ولسمشر د لومړي مرستیال په حیث دنده ترسره کوله.
عبدالله صالح رویټرز ته په خپل پيغام کې لیکلي دي: «هغوي هغه[روح الله صالح] پرون وواژه او وې ویل چې جسد یي هم خاورو ته د سپارلو په خاطر دوی ته نه سپاري. مونږ ته یي ویلي چې د هغه جسد باید پاتې شي، څو ورژیږي.»
د رویټرز خبري آژانس د خپل رپوټ په دوام د روح الله صالح د وژل کیدو د علت په اړه د طالبانو ادعا ته اشاره کړې ده. د طالبانو د اطلاع رسونې د اردو ژبې څانګې «الاماره» لیکلي دي: د رپوټونو په حواله روح الله صالح له طالبانو سره په پنجشیر کې د ملي مقاومت جبهې د نښتو په جریان کې وژل شوی دی.
رویټرز خبري آژانس د خپل رپوټ په پای کې د افغانستان له خلکو څخه «د مقاومت ملي جبهې» د مشر احمد مسعود غوښتنې ته هم اشاره کړې ده.
احمد مسعود افغانستان له ولس څخه غوښتي دي چې د طالبانو له خوا د پنجشیر ولایت نیول کیدو سربیره دې د دغې ډلې پر وړاندې خپل مقاومت ته دوام ورکړي.
آژانسونه: ش.ن/ ا.ا