1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا: پسرلي کې خپل نور عسکر هم له افغانستانه وباسو

۱۳۹۹ مهر ۲۶, شنبه

د ترمپ د ملي امنيت سلاکار، روبرت او برين، ويلي دي چې په افغانستان کې د میشتو امريکايي عسکرو شمير به شا او خوا ۲۵۰۰ ته راښکته شي. هغه د جمعې په ورځ ويلي دي چې دغه شمیر به د ۲۰۲۱ کال په لومړيو دوو مياشتو کې راښکته شي.

https://p.dw.com/p/3k4Dl
Afghanistan - US Soldaten der "Resolute Support Sustainment Brigade" beladen Helikopter
انځور: Imago/ZUMA Press/U.S. Army

د فرانسې خبري آژانس په حواله، روبرت او برين د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو په تړاو د امريکا د ولسمشر او پنټاګون د وروستيو څرګندونو په اړه وضاحت ورکړ. هغه ويلي دي چې په افغانستان کې به د ميشتو امريکايي عسکرو شمير په راتلونکو اوونيو کې شا او خوا ۴۵۰۰ ته راښکته شي او تر هغې وروسته به د نورو عسکرو د کمولو پروسه ادامه ولري.

د ولسمشر سلاکار په دې اړه د «اسپین سيکيوريټي فورم» په يوه آنلاين کنفرانس کې وويل. «موږ غواړو د راتلونکې کال په لومړۍ برخه کې دعسکرو شمير ۲۵۰۰ ته راښکته کړو.»

روبرت او برين، دغه وضاحت په داسې وخت کې ورکړ چې تر دې مخکې ترمپ د اکتوبر مياشتې په ۷ ويلي وو چې هغه غواړې په افغانستان کې ميشت ټول امريکايي عسکر چې له ۱۹ کلونو راهيسې هلته جنګيږي، «تر کریسمس» او يا د دسمبر تر ۲۵مې پورې خپل هيواد ته راولي.

دغه څرګندونې کېدای شي د افغان حکومت او طالب پاڅون کوونکو تر منځ د سولې پر مذاکراتو باندې تاثير واچوي چې اصلي هدف‌ يې دا و چې واشنګټن به په بشپړه توګه ځواکونه نه باسي څو چې د دواړو لورو تر منځ يو ثابت تړون نه وي‌ رامنځ‌ ته شوی.

Thailand | 7th ASEAN  United States Summit | Robert O'Brien
د امريکا د ولسمشر دونالد ترمپ د ملي امنيت سلاکار، روبرت او برينانځور: picture-alliance/AA/A. Raharjo

داسې ښکاري چې د امريکا د دفاع وزارت لوړپوړی جنرال، د ګډو ځواکونو مشر، مارک ميلي د ترمپ له څرګندونو سره مخالف دی. ميلي ویلي دي چې له افغانستان څخه د ۴۵۰۰ امريکايي عسکرو د ايستلو موضوع «شرایطو پورې تړلې» ده او همدا رنګه د سولې په مذاکراتو کې پرمختک سره تړاو لري.

جنرال ميلي زياته کړه چې طالبان بايد د تاوتريخوالو په کمولو کې پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي، خو په وروستيو مياشتو کې لږ تغييرات رامنځ ته شوي دي. د افغانستان سولې له پاره د امريکا متحده ايالاتو ځانګړې استازي، زلمي خليل زاد د پنجشنبې په ورځ وويل چې وسله وال طالبان سلا شوي چې په بريدونو کې يې کموالی راولي.

د ترمپ د ملي امنيت سلاکار، د جنرال ميلي د څرګندونو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې هغه د ترمپ د يو لوړپوړي سلاکار په توګه د ولسمشر د نظريې استازيتوب کوي: «کله چې زه خبرې کوم، د ولسمشر له پاره يې کوم.»

هغه په دې اړه نور وضاحت هم ورکړ او ويې ويل، د ترمپ دغه خبره چې تر کريسمس پورې به خپل عسکر کور ته راغواړي، عاطفي وه چې دا سې يو څه ټولو ولسمشرانو په پخوانیو جګړو کې هم ويلي دي: «ټول ولسمشران... غواړي چې عسکر يې په کريسمس کې کور کې وي.»

د ترمپ امنيتي سلاکار وويل: «موږ پر يو ښه مسير روان يو، په مني کې به شمیر شا او خوا ۴۵۰۰ ته راښکته شي او په جنوري او فبروري کې به نور هم راټيټ شي. خو که چیرته شرايطو آماده ول، بيا خوښ يو چې تر دې هم مخکې راووځو. او زه فکر کوم چې د ولسمشر د خبرو هدف هم همدا وو.»

آژانسونه/م.ک.ص./ن.ص.