جرمونهآلمان
آلمان: غلو له یو بانک څخه ۳۰ میلیونه یورو غلا کړي
۱۴۰۴ دی ۹, سهشنبه
اعلان
د پولیسو په وینا غلو د بانک د خزانې یوې خونې ته د دننه کېدو له پاره له ېوې اوږدې برمې استفاده کړې ده.
پولیسو ویلي غلو څه باندې ۳۰۰۰ صندوقونو ته چې په کې امانت نغدې پیسې، سره زر او زیورات اېښودل شوې ول لاسرسی موندلی دي. پولیس وايی چې غله ډیر و.
چارواکو ویلي چې په دغه پېښه کې له ۲۵۰۰ ډېرو مشتریانو ته زیان اوښتی دی.
اټکل کیږي چې دا د آلمان په عصري تاريخ کې له آلماني بانک څخه تر ټولو لویه غلا ده. د بانک لوټولو څخه وروسته له هغې خلک خبر شول چې د دوشنبې په سهار د اور وژنې آلارم چالان شو. نن سه شنبه د دغه بانک مخې ته شاوخوا ۲۰۰ مشتریان راغونډ شوي ول تر څو د خپلو پیسو او قیمتي اجناسو د برخلیک په هکله معلومات ترلاسه کړي.