1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې چاودنې پوځيان وژلي دي

۱۴۰۰ تیر ۲۴, پنجشنبه

د پاکستان پوځ ویلي دي چې د دې هیواد په سویل لویدیځ کې پر امنیتي ځواکونو د سړک غاړې یوې زورورې چاودنې سرتیري وژلي دي. د پاکستان پوځ ویلي چې دغه پښه د بلوچستان په پاسني سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

https://p.dw.com/p/3wW1H
Pakistan Soldaten tragen Sarg
آرشيف انځورانځور: picture-alliance/dpa/A. Mughal

د پاکستان پوځ د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د جولای ۱۵) وويل چې د دغه هيواد په بلوچستان ایالت کې پر امنیتي ځواکونو د سړک د غاړې یوه زوروره چاودنه کې دوه پاکستاني سرتیري وژل شوي دي. د پاکستان د پوځ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دغه پېښه د بلوچستان ایالت په پاسني سیمه کې د شپې پرمهال شوې ده.

د پاکستان پوځ ویلي چې د پیښې پلټنه کوي او د عاملینو د موندلو له پاره یې هم چاڼیز عملیات پیل کړي دي. د پاکستان پوځ پرته له دې چې د یادې پیښې په هکله نور جزئیات وړاندې کړي، یوازې دومره يې ویلي دي چې د دې برید ترشا د دښمن استخبارات لاس لري.

«د افغانستان له خوا په ډزو کې دوه پاکستاني عسکر وژل شوي»

تر اوسه پورې کومې ډلې د دې برید مسؤلیت نه دی منلی خو تر دې وړاندې په دغه سيمه کې د پاکستان پر پوځ باندې د بریدونو مسؤلیت بلوچ بیلتون غوښتونکو ته راجع کیدو، داسې یوه وسله واله ډله چې له اوږدې مودې راهیسې له پاکستان څخه د آزادۍ غوښتونکي دي. د دوی ترڅنګ د پاکستان په بلوچستان ایالت کې پاکستاني طالبان او داعش ډله هم حضور لري.

که څه هم پاکستان وايي چې په دې ایالت کې یې ترهګر ځپلي دي، خو په دې وروستیو کې د پاکستان په یو شمیر سیمو کې او په ځانګړې توګه په بلوچستان کې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

خ. ح / ن. ز (AP)