1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شپږ پاکستاني پوځیان په يوې بمې چاودنه کې ووژل شول

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۰, شنبه

د پاکستان پوځي چارواکي وايي چې د پوځ لږ تر لږه شپږ عسکر يې په يوه بمي چاودنه کې وژل شوي دي. دغه پيښه د پاکستان په سويل لويديځ بلوچستان ايالت کې د ايران پولې ته نژدې رامنځ ته شوې ده.

https://p.dw.com/p/3byGk
Nato Beschuss Pakistan
د انځور آرشيفانځور: picture-alliance/dpa

له اسلام آباد څخه د آلمان خبري آژانس په حواله، وسلوالو د جمعې په ورځ ناوخته په بلوچستان ایالت کې د پاکستان د سرحدي ځواکونو يو موټر باندې د ريموټ کنټرول ماين حمله وکړه. دغه حمله په بلوچستان ايالت کې د ايران سرحد په شاوخو ۱۴ کليومترې کې شوې ده.

په رپوټ کې زياته شوې ده چې دغه بمي حمله په مکرن نومې سيمه کې هغه مهال وشوه چې د پاکستان سرحدي ځواکونو په دغې غرنيزې سيمه کې پر يوه لاره چې په احتمال سره د وسلوالو د تلو راتلو ده، ګزمه کوله.

د پاکستان د پوځ د عامه خدماتو د اړيکو دفتر په يوه اعلاميه کې ويلي دي چې په دغې چاودنه کې د يوه افسر په ګډون شپږ پاکستاني پوځيان وژل شوي دي.

بلوچستان چې د ايران او افغانستان سره ګډه پوله لري، د پاکستان تر ټولو لوی ايالت دی خو بشپړ ثبات نه لري. 

بلوچستان د چين له خوا د يو رغول شوي سمندري بندر لري، کوم چې د پکنګ د لارو او اورګاډو د دهليز يوه برخه ده. دغه بندر د پاکستان-چين پر اقتصادي دهليز هم ياديږي. دغه بندر د منځنځي ختيځ او له هغې څخه د ورهاخوا سيمو بازارونو ته د لاسرسي په موخه ډيزاين شوی دی.

خو دغه بندر د مختلفو وسوالو ډلو له خوا تر ګواښونو لاندې دی چې په دوی کې طالبان، سني مليشې ډلې کوم شيعه مذهبي په نښه کوي او نشنلست شورشيان چې د خپل ايالات آزادي غواړي، هم شامل دي.

که څه هم په پاکستان کې په ورستيو کلونو کې د تاوتريخوالي کچه په سرحدي سيمو کې د پاکستان پوځ له خوا د وسلوالو ډلو پر ضد د چاڼيزو عملياتو په نتيجه کې ټيټه شوې ده، خو لا هم وسلوالې ډلې وخت ناوخت د دغه هيواد پر پوځیانو خپل غلچکي بريدونه ترسره کوي.

آژانسونه/م.ک.ص/ ا. ا