1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهاتریش

اتریش: د یوې ۱۳کلنې د قتل په قضیه کې دری افغانان محاکمه شوي

۱۴۰۱ آذر ۱۲, شنبه

د اتریش په پلازمېنه ویانا کې دری تنه چې ویل کیږي افغانان دي پر یوې نجلۍ د جنسي تیري او بیا یي د مخدره موادو په وسیله د وژنې په تور محاکمه شوي دي. سیمه ایزې محکمې تورن کسان په اوږدمهاله بند محکوم کړي دي.

https://p.dw.com/p/4KR58
Österreich Wien | Prozess um Tod von 13-Jähriger
انځور: Helmut Fohringer/APA/picture alliance

د اتریش په پلازمېنه ویانا کې دریو کسانو یوې ۱۳ کلنې نجلۍ ته مخدره مواد ورکړي او بیا یي پرې جنسي تیری کړی او وژلې یې ده. د قرباني د کورنۍ وکیل په محکمه کې ټينګار کړی دی چې «په اتریش کې ښځې او نجونې خپل حقونه لري چې هیڅ څوک یې ترې نه شي اخیستلی».

سیمه ایزې محکمې د جمعې (د دسمبر میاشتې ۲ نیټه) په ماښام یو له دغو درو کسانو څخه چې تر ټولو مشر او ۲۴ کاله عمر لري په اشد مجازات یا د عمري بند په سزا محکوم کړی دی. تحقیق کوونکو دا ثابته کړې چې وژل شوې نجلۍ ته د مخدره موادو ډیر لوړ یا وژونکی دوز ورکړل شوی دی.

پاتې دوه تورن کسان چې یو یي ۱۹ او بل یي ۲۰ کلن دی، په قتل کې د همکارۍ او له دې کبله چې د دغې ۱۳ کلنې نجلۍ د وژل کیدو مخنیوی یې نه دی کړی په سبب د بند په سزا محکوم شوي دي. دا چې د دغو دوو تورنو کسانو عمرونه کم دي او د قانون له مخې د عمري بند په سزا نه شي محکومیدلی، نو هر یوه ته یي په ترتیب سره د ۱۹ او ۲۰ کلونو بند سزا اورول شوې ده.

بریتانیا: په جنسي فعالیتونو کې د ښکیلو پاکستانیانو د اخراج قضیه

د تورونو یا دعوی له مخې، دغې دیارلس کلنې نجلۍ غوښتل د ۲۰۲۱م کال د جون میاشتې دغه شپه چې پيښه په کې رامنځته شوې ده، له دغو درو تنو افغانانو سره تیره کړي او وروسته بیا د ویانا ښار په یوه څنډه کې خپل کور ته لاړه شي. خو له دغو تورنو کسانو څخه د یوه په کور کې دې ته په څښاک کې د ايکستاسي شپږ تابلیته ورکړل شوي دي او بیا یي پرې جنسي تیری کړی دی. وروسته له دې چې دغه نجلۍ د مخدره موادو په درې چنده زیات دوز وژل شوې وه، بیا د یوه سړک په غاړه کې اچول شوې ده.

د څارنوالۍ پریکړه د نورو ترڅنګ د عدلي طب پر معاينې، د DNA په آثارو، ټپونو، او د ګرځنده تلیفون په وسیله اخیستل شوي هغې ویډیو تکیه کوي چې تر جنسي تیري وروسته په اصطلاح د قرباني د زنکدن پر مهال د یوه له دغو درو کسانو په وسیله اخیستل شوې وه.

دا قضیه یو سیاسي اړخ هم لري چې د جمعې په ورځ یو وار بیا را ژوندی شوی دی. څارنوالۍ د ویانا په سیمه ایزه محکمه کې په خپلو وروستیو څرګندونو کې د دغو درو تورنو کسانو له پاره چې افغانان دي د یوه سګنال لیږدونکي حکم غوښتنه وکړه چې په خبره یي «دا وښيې چې ښځې داسې شی نه دی چې هر څوک هر څه وغواړي پرې وکړي».

پر يوې المانۍ پوليسي د يوه مهاجر د جنسي تيري هڅه

د قرباني د کورنۍ یو وکیل د جمعې په ورځ د مهاجرت موضوع تر پوښتنې لاندې راوستله. هغه وویل: «په اتریش کې ښځې او نجونې خپل حقونه لري چې هیڅ څوک یي ترې نه شي اخیستلی». هغه زیاته کړه چې دغو درو تورنو کسانو جدي جنایت کړی او له دې نجلۍ سره یي «لکه د یو شي (بی روحه جسم)» چلند کړی دی.

د دغې نجلۍ مړينې تیر کال د مجرمو مهاجرو په هکله سیاسي بحثونه را پارولي ول. د محافظه پاله صدراعظمې د ÖVP ګوند د دغو کسانو د اخراجولو غوښتنه کړې وه. په حکومت کې شریک زرغون ګوند بیا د څو کلونو راهیسې د اخراجونو د ځنډولو پړه د ÖVP ګوند پورې اړوند د کورنیو چارو پر وزارت ور اچوي.

تورنو کسانو په محکمه کې یوازې له دغې ۱۳ کلنې نجلۍ سره په جنسي اړیکي ټينګولو اعتراف کړی دی چې د دوی په خبره هغه هم د نجلۍ په خوښه ترسره شوي. خو د وژونکو مخدره موادو پړه بیا دوی یو پر بل ور اچوي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص