1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

پر يوې المانۍ پوليسي د يوه مهاجر د جنسي تيري هڅه

۱۳۹۹ مرداد ۲۰, دوشنبه

د آلمان په اوپرتال ښار کې یوه سوریایي مهاجر یوه آلمانۍ پولیسه له جنسي تیري څخه ژغورلې ده. ویل کیږي چې شکمن مجرم یو افغان پناه غوښتونکی دی.

https://p.dw.com/p/3giMX
Polizistin
انځور: picture-alliance/dpa

تیره میاشت یوې محکمې پر یوې آلمانۍ نجلۍ ډله ایز جنسي تیري کوونکو عرب ټبره مهاجرو ته سزا واوروله، چې تر هغې وروسته د آلمان په ټولنیزو رسنیو کې په ځانګړې توګه پر عرب مهاجرو ډیرې نیوکې کیدلې.

خو اوس په ټولنیزو رسنیو کې یو سوریایي مهاجر له جنسي تیري څخه د یوې ۲۸ کلنې پولیسې د ژغورنې له امله «اتل» بلل کیږي. 

۳۰ کلن فنر د سوریي په شمال کې د القامشلي ښار اوسیدونکی دی چې پنځه کاله مخکې له خپلې کورنۍ سره آلمان ته را مهاجر شوی دی. فنر د موټرو مستري دی او اوس د آلمان په اوپرتال ښار کې له خپلې میرمنې او لور سره یوځای ژوند کوي.

فنر له آلماني ورځپاڼۍ «بلډ» سره په خبرو کې وویل: «زه د سهار په شاوخوا درې نیمو بجو وروسته له دې چې خپل یو ملګری مې د هغوی کور ته ورساوه بیرته د خپل کور پر لور روان وم. په دې وخت کې مې پر یوه خاموشه سړک یو سړی چې سور کمیس یي درلو ولید چې یوه ښځه تعقیبوي. بیا ناڅاپه دواړه ورک شول.»

«شکمن جنسي تیری کوونکی باید اخراج شي»

فنر احساس وکړ چې حتماً کومه ګډودي ده، نو وېې غوښتل چې وګوري څه خبره ده؟ په دې وخت کې وينې چې د جارو د بوټو تر شا پر یوه بنچ یا دراز چوکۍ یو سړی د یوې ښځې پر خیټه ناست دی.

فنر وویل: «هغه په یوه لاس د ښځې خوله بنده کړې وه، ښځه د دغه بریدګر په مقابل کې بی وسه ښکاریدله.»

فنر د بریدګر د نیولو هڅه وکړه خو هغه یي له لاسه ووت. فنر په هغه پسې منډه کړه او په بله کوڅه کې یو ترکي الاصله آلمانی د فنر د غږ تر اوریدو وروسته د هغه مرستې ته را ورسید او دواړو په ګډه شکمن کس ونیو.

وروسته پولیس هم را ورسیدل. د پولیسو په حواله برید کونکی یو افغان مهاجر دی خو د آلمان د قانون له مخې د هغه نوم پټ ساتل شوی دی.

د سوریایي مهاجر فنر په خبره: «په دې وخت کې زما په ذهن کې یوازې دا خبره راغله چې داسې بد شخص باید پرې نه ښودل شي، څو زما لور هم له داسې کومې پيښې سره مخامخ نه شي.»

دویچه ویله: ش.ن/ ن.ز