د پاکستان د بهرنبو چارو وزیر شاه محمود قریشي، آلمان ته د خپل سفر پر مهال دویچه ویله ته ويلي دي چې پاکستان د افغانستان د سولې په بهیر کې مهم نقش لري. هغه زیاته کړې چې د سولې د راتلو په صورت کې د دواړو هیوادونو تر منځ سوداګري ډیریدای شي او نزدې درې میلیونه افغانان هم خپل هیواد ته ستنیدای شي.