1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د جنسي لږکۍ اړونده کډوالو په ګټه د پناه حق تغييروي

۱۴۰۱ مهر ۹, شنبه

آلماني چارواکي اوس د کوير يا جنسي لږکۍ اړونده کډوالو غوښتنليکونه نه شي ردولی. علت يې په منشا هېوادونو کې د جنسي لېوالتيا يا جنسيتي هويت د پټولو لوړ فشارونه او وروسته د تعقيب څخه د ژغورنې په مقصد تېښته په ګوته شوې ده.

https://p.dw.com/p/4Hczh
دوه کسان د ال جي بي ټي کيو له بیرغ سره
دوه کسان چې د ال جي بي ټي کيو بيرغ يې په ځان غوړولی دیانځور: Yamil Lage/AFP/Getty Images

د جنسي لږکيو د منلو دغه امر د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر په ۱۰مه) د آلمان د کډوالۍ او مهاجرت فدرالي ادارې ته ورکول کيږي. دغه خبره د آلمان د کورنيو چارو وزارت يوه ورځ مخکې يعنې د جمعې په ورځ وکړه.آلمان غواړي د «جنسي اقليت» تر ۸۰ زيات افغان فعالان ومني

کوير په جنسي اقليتونو پورې تړلو هغو د بل جنس خوښوونکو کسانو ته ويل کيږي يا هغه چا ته چې دوديز دوه جنسيتي وېش نه مني يا نور ټولنيز او جنسي معيارونه ورپورې صدق نه کوي.

د آلمان د کورنيو چارو وزيرې نېنسي فيزر وويل چې »موږ غواړو له کوير کډوالو څخه لا ښه حفاظت وکړو.«پاکستان د نرښځيانو د سپکاوي ضد تليفوني ليکه فعاله کړه

نوموړې زياته کړه چې هيڅ څوک بايد مجبوره نه کړل شي چې يو خطرناک دوه ګونی ژوند مخ ته پوځي. فيزر دا هم وويل چې »هيڅ څوک بايد د فشار احساس ونه لري څو خپله جنسي لېوالتيا يا جنسيتي هويت پټ کړي د دې له پاره چې له مجازاتو او ځورونې څخه ځان وژغوري.«

آ./ن. ص./خ. ح.