1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا آلمان به د قطر فوټبال نړيوال جام ته سياسي پلاوی واستوي؟

۱۴۰۱ فروردین ۲۰, شنبه

د آلمان حکومت لا پرېکړه نه ده کړې چې آيا لوړپوړي سياسي استازي به يې د کال په پای کې په قطر کې د فوټبال نړيوالو اتلوليو ته سفر وکړي. دغه خبره د کورنيو چارو وزيرې نېنسي فيزر وکړه.

https://p.dw.com/p/49hP1
Fußball Arab Cup | Fans Katar
انځور: Markus Gilliar/GES/picture alliance

د آلمان د بېلابېلو آيالتونو د سپورټ د چارو وزيرانو په يوه دوه ورځنۍ غونډه کې، د آلمان د کورنيو چارو وزيرې نېنسي فيزر ويلي چې په قطر کې د فوټبال نړيوالو اتلوليو ته د يوه لوړپوړي سياسي پلاوي د استولو په هکله لا وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

د سږ کال د فوټبال د نړيوال جام کوربه هېواد قطر د کلونو راهيسې د بشري حقونو د وضعيت او د بهرنيو کارګرانو د ژوند د خرابو شرايطو له کبله له نيوکو سره مخامخ دی. د مارچ په مياشت کې د آلمان د اقتصاد وزير، روبرت هابېک د اقتصادي خبرو اترو له پاره قطر ته سفر کړی وو.

د نورو تر څنګ د انرژۍ په برخه کې د دايمي همکارۍ په هکله خبرې وشوې څو آلمان د ګازو په برخه کې له روسي وارداتو څخه زياته خپلواکي ولري. د آلمان د کورنيو چارو وزيرې فيزر اوس وويل چې »زما په نظر بايد هره پېښه جلا وارزول شي.« د هغې په خبره »موږ خو له قطر څخه يو څه ملاتړ هم ترلاسه کوو چې په هغه پوښتنه کې راسره ګډ کار کوي چې څنګه پخواني محلي کارکوونکي له افغانستان څخه تخليه کولی شو. له دې مخې هلته هم، په احتياط يې بايد ووايم، يو ډول همکاري هم سره لرو.«

د هغې په خبره په قطر کې د کار د شرايطو او حد اقل معاش په برخه کې قوانين بدل شوي هم دي. خو د وزيرې په وينا »بايد اوس وڅېړل شي چې آيا دغسې څه په عمل کې پلي کيږي هم. زه دغه ډول بهيرونه خورا مهم ګڼم«

د المپيک ژمنۍ لوبې په فبرورۍ مياشت کې په بيجينګ کې د امريکا متحده آيالاتو، بريتانيې، کاناډا او آستراليا په څېر هېوادونو په چين کې د بشري وضعيت له کبله په ديپلومماتيک ډول بايکاټ کړي ول. د آلمان صدرداعظم اولاف شولڅ، د بهرنيو چارو وزيره، انالېنا بېربوک او د کورنيو چارو وزيره، نېنسي فيزر، هم چين ته سفر نه وو کړی. خو د آلمان حکومت د جاپان د حکومت په څېر دغه کار بايکاټ نه وو بللی.