1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتین د غرب د فشار پرضد د یوې نوي ستراتیژۍ سند امضا کړ

۱۴۰۰ تیر ۱۳, یکشنبه

د روسیې جمهور رییس ولاد یمیر پوتین د امریکا او نورو غربي هیوادونو د فشار پرضد د هیواد د ملي امنیت پخاطر د یوې نوې ستراتیژۍ سند امضأ کړ.

https://p.dw.com/p/3w0Jh
Russland Moskau | Fernsehauftritt Vladimir Putin "Direct Line with Vladimir Putin"
انځور: Sergei Savostyanov/AFP

په دغه ۴۴ صفحه اي سند کي، چي پرون شنبه (د جولای میاشتي دریمه) نشر سو، د نورو تر څنګ راغلي دي، چي «د غربي کیدو کلتور دا خطر ډیروي، چي د روسیې فدراسیون دي خپل کلتوري استقلال د لاسه ورکړي.»

خو منتقدین بیا دغه ستراتیژیکي سند ته د یوه مستبدانه حاکمیت او د غربي دیموکراتیکي اصولو څخه دتیریدلو یو کوښښ بولي.

په نوي سند کي همدارنګه راغلي دي، چي « روسي عنعنوي معنوي اخلاق او کلتوري- تاریخي ارزښتونه د امریکا متحده ایالاتو او هغوی د متحدینو له طرفه په فعالانه ډول سره د منځه وړل کیږي، خو د هغو شرکتونو لخوا هم چي د خارج سره معاملې لري او همدارنګه خارجي غیر تجارتي سازمانونو لخوا.»

په سند کي تر ټولو دمخه هغه تیوري ذکر سوې ده، کومه چي د پوتین لخوا هم همیشه ورباندي تاکید کیږي او هغه دا چي د لیبرالي دیموکراسۍ ماډل د بحران په حالت کي دی. د دغي تیورۍ مطابق په سند کي راغلي دي، چي «شخصي آزادي مطلق شکل اخلي; د سفر کولو، بې اخلاقۍ او خودخواهۍ د پاره فعالانه تبلیغ کیږي; د تشدد، مصرف او خوند اخیستو د پاره کار کیږي، د مخدره موادو اخیستل قانوني کیږی او داسي یوه ټولنه جوړیږي، چي طبیعي مسیر نه طی کوي.»

Merkel und Putin 06.06.2014 in Deauville
انځور: picture-alliance/dpa

د نوي ستراتیژیکي سند پر اساس پر روسیې باندي غربي فشار ډیریږي او پدې سره د جامعې د ویشل کیدو او تقسیمیدو خطر ډیریږي. غربیان کوښښ کوي، چي په روسیه کي د اجتماعي او اقتصادي مشکلاتو څخه د ټولني د بې ثباتۍ او احتجاجونو د افراطي کیدو په لار کي استفاده وکړي.

په سند کي په همدې دلیل د امریکا متحده ایالاتو او اروپايي ټولني لخوا د روسیې پرضد اقتصادي تعزیراتو باندي انتقاد کیږي. د سند مطابق، سربیره پردې نظامي تشنج ډیریږي، خصوصأ د روسیې سره د ناټو د نژدې کیدو په دلیل.

په دې خاطر به د نوي ستراتیژۍ مطابق روسیه د چین او هندوستان سره ځان ډیر نژدې کړي.

زموږ د ارشیف څخه: