مينياپولس کې د کډوالو ضد عملياتو پر سر تاوتريخوالی او شخړه
۱۴۰۴ دی ۲۸, یکشنبه
د ټرمپ د ادارې د وروستيو کډوالۍ ضد سختو عملياتو پر ضد او په ملاتړ لاريون کوونکي یو ځل بیا د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ ۱۷مه) په مينياپولس کې په خپلو کې سره ونښتل. په همدې وخت کې، د ايالت د والي دفتر اعلان وکړ چې د ملي ګارډ سرتېري چمتو شوي او د ايالت له قانون پلي کوونکو سره د مرستې لپاره ولاړ دي، خو تر اوسه د ښار کوڅو ته نه دي استول شوي.
له هغه وخت راهيسې چې د کورني امنيت وزارت د مينياپولس او سېنټ پاول په «غبرګولو» ښارونو کې د کډوالۍ د قانون پلي کول سخت کړل او تر ۲۰۰۰ زيات فدرالي مامورين يې سيمې ته راوستل، په دغه سیمه کې هره ورځ احتجاجونه شوي دي.
په مينياپولس کې د لاريونوالو يوې لويې ډلې د ښار په مرکز کې سره راټول شول او د هغو کسانو له ډېرې کوچنۍ ډلې سره مخامخ شول چې د سوماليانو پر ضد او د کډوالۍ او ګمرکونو د طبيق د ادارې د چارواکو یا (ICE) په ملاتړ غونډې ته راغلي وو. لاريونوالو د ICE پلوي ډله شاته وتمبوله او لږ تر لږه يو غړی يې اړ کړ چې هغه کميس وباسي چې دوی ناوړه باله.
جېک لېنګ چې د اسلام ضد او د ICE پلوي لاريون يې تنظيم کړی و، داسې ښکاره کېده چې د پېښې له ځايه د وتلو پر مهال ټپي شوی دی، ځکه د هغه پر سر د ټپونو نښې او خراشونه ليدل کېدل. هغه له دې وړاندې په ټولنيزو رسنيو کې ويلي وو چې د ښاروالۍ ودانۍ پر زينو به «قرآن وسوځوي»، خو دا روښانه نه وه چې ايا هغه دا پلان عملي کړی که نه.
لېنګ مخکې له دې په دې تورن شوی و چې يو دولتي مامور يې د بېسبال په سوټي وهلی، د ملکي ګډوډۍ او نورو جرمونو تورونه هم پرې لګېدلي وو، خو تېر کال د جنورۍ د ۶مې د پېښو د تورنو لپاره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پراخې بښنې د پرېکړې په ترڅ کې بښنه ورته وشوه. لېنګ تازه اعلان کړی چې د فلوريډا ايالت څخه د امريکا سنا څوکۍ ته کانديد دی.
په مينياپولس کې له دې وړاندې د واورو ګولۍ او د اوبو ډک بالونونه هم وغورځول شول، تر هغو چې يو زغروال پوليس موټر او د ښار پوليس د درنو تجهيزاتو سره سیمې ته ورسېدل.
لاريونوال لوک ريمېنګټن وويل: «موږ دلته يو چې نازيانو، ICE، DHS او MAGA ته وښايو چې تاسو ته په مينياپولس کې ښه راغلاست نه ویل کیږي.» هغه زياته کړه: «زموږ له ښاره ووځئ، زموږ له ايالته ووځئ. کور ته لاړ شئ.»
ملي ګارډ «چمتو او منظم» دی
د ايالتي ګارډ ځواکونو په يوه اعلاميه کې وويل، ديموکرات والي ټيم والز دغه ځواکونه «بسيج» کړي، څو د مينيسوټا د ايالتي پوليسو ملاتړ وکړي، «د ترافيکي مرستې د برابرولو لپاره، د ژوند د ساتنې، د شتمنۍ د خوندي کولو او د دې لپاره چې د مينيسوټا د ټولو اوسېدونکو د سوله ييزې راټولېدنې حقونه خوندي کړي.»
د ګارډ د ځواکونو وياندې، تورن اندريا تسوچيا وويل، ځواکونه «چمتو او منظم» دي، خو لا سیمې ته نه دي استول شوي.
دا اعلان له هغې څخه څه باندې يوه اونۍ وروسته وشو چې والز چې د ټرمپ ډېر ځله متنقد او هدف پاتې شوی، ګارډ ته ويلي وو چې په ايالت کې د قانون پلي کوونکو د ملاتړ لپاره چمتو اوسي.
د ورځنيو لاريونونو پر مهال، مظاهره چيانو د هغه توند چلند پر ضد شعارونه ورکړي چې پکې مخ پټې مامورين خلک له کورونو او موټرو راباسي او د نیولو له پاره یې نور سخت تاکتيکونه کاروي. په ډېر لېبرال «Twin Cities» کې دغه عمليات لږ تر لږه د يو کس د مرګ سبب شوي دي. رېنې ګوډ چې د امريکا تابعيت لرونکې او د درې ماشومانو مور وه، د جنورۍ په ۷مه د ICE د يوه مامور له خوا په ډزو وويشتل او ووژل شوه.
د جمعې په ورځ يو فدرالي قاضي حکم وکړ چې د کډوالۍ مامورين نه شي کولی هغه سوله ييز مظاهره چيانو ته بند ورکړي يا پرې اوښکې بهوونکی ګاز وکاروي چې د چارواکو کار نه خنډوي، په دې کې هغه کسان هم شامل دي چې د مينيسوټا د عملياتو پر مهال يوازې مامورين څاري.
په وېرې کې ژوند
د شنبې په ورځ په يوه خبري غونډه کې، يوه سړي چې د کوچنیتوب کې د لايبېريا له کورنۍ جګړې امریکا ته تښتېدلی و، وويل له تېرې اونۍ راهيسې چې نيول شوی و او وروسته د کډوالۍ د توقيف له مرکز څخه خوشې شو، نو له خپل مينياپولس کور څخه د وتلو ويره لري.
د جنورۍ په ۱۱مه د فدرالي مامورينو هغه ويډيو چې پکې د بېټرنګ رام په کارولو د ګاريسن ګيبسن د کور مخکينۍ دروازه ماتوي، د هغو لاريونوالو لپاره يو بل د راټولېدو ټکی ګرځېدلی چې د عملياتو مخالفت کوي.
ګيبسن چې ۳۸ کلن دی، له امریکا د شړلو حکم یې ترلاسه کړی و چې ښکاري لامل يې د ۲۰۰۸ کال د نشهيي توکو يوه محکوميت و چې وروسته لغوه شو. هغه د هغه څه له مخې چې «د څارنې حکم» بلل کېږي، په قانوني ډول په هېواد کې پاتې شوی و. د وروستي نيول کېدو وروسته، يو قاضي حکم وکړ چې فدرالي چارواکو هغه ته کافي خبرتيا نه وه ورکړې چې د هغه د څارنې حالت لغوه شوی دی.
ګيبسن د جمعې په ورځ کله چې هغه له کډوالۍ مامورينو سره د معمول د حضور لپاره ورغی، څو ساعته بېرته ونيول شو. د ګيبسن د تره لور ابېنا ابراهيم وويل، د کډوالۍ او ګمرکونو د پلي کولو ادارې مامورينو هغې ته ويلي وو چې د سپينې ماڼۍ د کارکوونکو مرستيال مشر سټېفن ميلر د دويم ځل نيول کېدو امر کړی دی.
سپينې ماڼۍ د بيا نيول کېدو په اړه دا روايت رد کړ او ويې ويل ميلر له دې موضوع سره هېڅ تړاو نه لري.
ګيبسن د ټېکساس ايالت يو کډوالۍ توقيف مرکز ته د الوتکې له لارې ولېږدول شو، خو د قاضي د پرېکړې وروسته بېرته کور ته راوګرځول شو. د هغه کورنۍ د يخنۍ تر صفر درجې لاندې هوا کې د زيانمنې شوې مخکينۍ دروازې د تړلو لپاره يو ډمبل کارولی و، تر دې چې د ترميم لپاره يې ۷۰۰ ډالر ورکړل.
د امريکا د کورني امنيت وزارت مرستيالې منشي ټريشيا مکلاګلين وويل: «موږ به د هغو بهرنيانو د نيولو، توقيف او ايستلو لپاره مبارزې ته دوام ورکړو، چې په دې هېواد کې د پاتې کېدو حق نه لري.»
ګيبسن زیاتوي چې هغه هر څه کړي چې ورته ويل شوي وو: «که زه تاوتريخجن سړی وای، نو په دې تېرو ۱۷ کلونو کې به (له زندانه) بهر نه وای، او چک اېن (حاضري ورکول) به مې نه کاوه.»