1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستانۍ کلداره تر سخت رکود وروسته ثبات پیدا کوي

۱۴۰۱ بهمن ۷, جمعه

پاکستان ته د نړيوال وجهي صندوق له خوا د پیسو ورکولو تر وعدې وروسته د دغه هيواد پولي واحد کالداره تریوې اونۍ سخت رکود او کښته پورته کیدو وروسته بیرته ثبات پیدا کړی دی.

https://p.dw.com/p/4MnkO
Pakistan | Rupee
انځور: Imago Images/Panthermedia

نن جمعه یو ډالر په ۲۵۵ تر ۲۶۰ کالداري پوري تبادله سو، چي دا ۱،۸ فیصده کمښت او نسبي ثبات ښيي. 
تر دې يوه ورځ دمخه یعني د پنجشنبې په ورځ لا د پاکستاني کالداري ارزښت لس فیصده راکښته سوی و، چي دا د دوو لسیزو راهيسي په یوه ورځ کي تر ټولو ډیر تغیر و. تردې دمخه ، لکه څرنګه چي د نړيوال وجهي صندوق له خوا غوښتل سوې وه، د پولي واحد د تبادلې لوړ حد لغوه سو.

د کلداري د رالویدو تر شا د پاکستان د عدم پرداخت توانايي ده چي په شدت سره په تازه پیسو او قرضې پسي ګرزي. د دغه هیواد د پیسو ذخیره فقط دومره بسیږي چي د تقریباً درو هفتو وارداتو له پاره یې ورکړي.

د پاکستان ارزي زيرمې تر ټولو ټيټ حد ته لوېدلي

نړيوال وجهي صندوق اوس کولای سي چي د مالي بحران سره مخامخ دغه هیواد ته قرض ورکول پرغاړه واخلي. په همدې منظور د دغه صندوق یو ټیم ته د جنوري له اولي څخه د فبرورۍ تر ۹ پوري په اسلام اباد کي د مذاکراتو له پاره انتظار کیږي.

د پاکستان صدراعظم، شهباز شریف په اسلام اباد کي د یوې غونډي پرمهال ویلي دي چي «که خدای کول د بین المللي وجهي صندوق سره به په همدې میاشت کي لا یو توافق رامنځته سي». او «موږ به سخت وختونه شاته پریږدو او تیربه یې کړو».

خصوصي بانکونو ته د نویو چاپ شویو بانکنوټونو د وېش بهیر پیل شو

په ۲۰۱۹م کال کي پاکستان د بین المللي وجهي صندوق له ژغورونکي پروګرام څخه د ۶ ميلیاردو په اندازه قرضه په لاس راوړه. دغه اندزه پروسږکال نوره هم لوړه سوه، تر څو دغه هیواد د سختو سیلابونو له ناورین سره مبارزه وکولای سي. خو صندوق په تیر نومبر میاشت کي پاکستان ته د نورو پیسو ورکول بند کړل، ځکه چي دغه هیواد د بودجې او مالي استحکام په لار کي د پرمختګ هیڅ کوښښ نه ؤ کړی.

امریکا د ډيجيټلي پيسو يو مشر د پیسو سپینولو په تور نیولی دی

ياد صندوق نه یوازي دا غواړي چي پاکستان دي د بودجې کسر راکم کړي، بلکي دا کوښښ هم کوي چي دغه هیواد دي په بازار کي د تبادلې د معیني اندازې تعینولو سیسټم هم له منځه یوسي، کوم چي په دغه هفته کي د تبادلې د لوړ حد تعینولو په لغوه کولو سره پیل سو. 

پاکستان د اقتصادي مشکلاتو تر څنګ د سیاسي مشکلاتو سره هم لاس او ګریوان دی. په دغه ۲۲۰ ميلیوني نفوس درلودونکي هیواد کي په ۱۹۴۷م کال کي له بریتانیا څخه تر استقلال وروسته هیڅ وخت یو صدراعظم تر خپل تعیین سوی مودې نه دی تیر سوی. تقریباً نیم وخت پوځ ورباندي حکومت کړی دی او درې ملکي حکومتونه یې چپه کړي دي.