1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

شنونکي: پاکستان یوازې د درې اونیو وارداتو ته پيسې لري

۱۴۰۱ دی ۱۸, یکشنبه

د پاکستان په مرکزي بانک کې د ارزو د تبادلې له پاره صرف ۵ اعشاريه ۶ مليارډه ډالر پاتې دي. دا په تيرو اتو کلونو کې د پيسو تر ټولو ټيټه سطحه ده. شنونکي وايي په اوسني وضعيت کې ښايي څوک پاکستان ته د پور ورکولو زړه هم ونکړي.

https://p.dw.com/p/4Ls2Z
Pakistans Importe bedroht, da die Devisenreserven ein Achtjahrestief erreichten
انځور: Rizwan Tabassum/AFP

په پاکستان کې موجوده مالي وضعیت دغه هیواد له پاره پر يو «دروند خطر» بدل شوی چې په ممکنه توګه کولی شي پاکستان له نېستۍ سره مخ کړي.

د تر ټولو تازه خپرو شوو ارقامو له مخې، د پاکستان تجارتي بانکونو کې هم یوازې ۵ اعشاريه ۸ ملیارډه ډالر موجود دي، چې په دې ترتيب په پاکستان کې دا وخت په مجموعي توګه صرف ۱۱ اعشاریه ۴ ميليارډه ډالر پاته دي. د چارو کارپوهانو په حواله، دغه مقدار پیسې چې ټولې يو ځای هم شي، نو یوازې د درو اوونیو وارداتو ورکړې ته کفایت کولی شي.

په پاکستان کې سياسي کړکېچ پر اقتصاد سخت اغیز کړی

په کراچۍ کې د ټاپلاین سيکيورټي اقتصادي ناظر، محمد سهیل د پاکستان په ممکنه توګه له نیستۍ سره مخ کېدو ته په اشارې وويل چې «دا ډير یو سخت وضعیت دی. که چېرته وضعیت همداسې خراب وي، نو پاکستان د خپلو پورونو په حساب، ېوې نوې سازمان ورکونۍ ته اړتیا ده.»

د پاکستان اقتصاد، د دغه هیواد د مخ په ډيریدونکي سیاسي بحران له کبله ورځ تر بلې د تباهۍ پر لور روان دی. د امریکايي ډالر په مقابل کې د پاکستانۍ کلدارې اررښت د څو لسیزو په مقایسه تر ټولو ښکته سطحې ته رالوېدلی، په داسې حال کې چې د توکو بېې هم آسمان پورته شوي دي. له بلې خوا په پاکستان کې تېرکال ويجاړونکو سيلابونو او د انرژۍ نړیوال بحران هم د دغه هېواد اقتصاد تر ډېر فشار لاندې راوست.

د پاکستان اقتصادي وضعیت څومره خرابېدلی شي؟

د پاکستان مرکزي بانک له خوا خپاره شوي اعداد او ارقام ښيي چې اوس د پاکستان په خزانه کې د یوکال مخکې شتمنۍ په پرتله صرف نیمايي اندازه پاتې ده. د شنونکو په حواله د دې اندېښنه موجوده ده چې پاکستان به ونشي کړي بهرنيو پورنو ادا او همدارنګه د درملو او خوراکي موادو په څير مهمو اشیاو د رانيولو له پاره پېسې تحويل کړي.

په پاکستان کې د توکو بېې هم آسمان پورته شوي دي
په پاکستان کې د توکو بېې هم آسمان پورته شوي ديانځور: Rizwan Tabassum/AFP

په پاکستان کي قيمتونه په ريکارډ سطحه جګ سوي دي

په کراچۍ بندر کې د سوداګرۍ مالونو د ليږد راليږد په زرونو کانټينرونه بند پاته دي، ځکه چې بانکونه د دې توان نه لري چې د بهرنیو اسعارو د ورکړې ضمانت وکړي. په دغو کانټينرونو کې خرابيدونکي خوراکي مواد او د لکونو ډالرو په ارزښت طبي وسايل هم شامل دي.

پاکستان په «خطرناک وضیعت» کې دی

د پاکستان د طبي اشیاو د مراقبت ټولنې مشر، مسعود احمد وایي چې «د کراچۍ په یو لوی روغتون کې د وسایلو د کمښت له وجې له ېوې میاشتې راهیسې د سترګو عملیات ترسره کول بند دي.»  

په پاکستان کې د عمران خان حکومت تر پای وروسته، واک شهباز شریف او د هغه اتحاد تر لاسه کړ. اوسني حکومت د سوند موادو سبسايډي هم لغوه کړه تر څو ېې له نړیوالو مالي ادارو څخه شپږ مليارده ډالره قرضه ترلاسه کړي وي، خو د دې باوجود اقتصادي بحران په خپل حال پاته دی. پاکستان تر اوسه د دغې کومکي قرضې نیمايي برخه ترلاسه کړې ده. پاکستان د پیسو وروستی قسط د تېرکال په اګست میاشتې کې ترلاسه کړ او د نوو قسطونو له پاره مذاکرات روان دي.

دوست هیوادونو څخه د پاکستان غوښتنه

د ډالرو پر وړاندې د پاکستانۍ کلدارو ارزښت لا کم شوی

محمد سهیل په دې اړه وايي، «اوس ټولې هيلې د پاتې پیسو له ورکړې سره تړلې دي.» پاکستان اکثره له سعودي عربستان او چین په څير دوستو هیوادونو څخه د مالي مرستې د ترلاسه کولو په لټه کې وي، خو د چارو کارپوهان وايي تر هغې چې پاکستان د پیسو نړیوال صندوق (IMF) څخه شين څراغ نه وي ترلاسه کړی، داسې ښکاري چې دغه دوه هیوادونه به هم پاکستان سره له مرستې کولو ډډه وکړي.

نړيوال وجهي صندوق پاکستان ته ۱،۱ ميليارد ډالره پور ورکوي

په دغو سختو حالاتو کې د پاکستان صدراعظم، شهباز شریف، د پنجشنبې په ورځ له خپل چيني سیال او د آې ايم اف اداري مشر سره خبرې کړي دي. بل خوا د پاکستان د پوځ مشر د جمعې په ورځ د سعودي عربستان په پلازمينه رياض کې وو. ويل کیږي چې هغه هلته د مالي مرستې د ترلاسه کولو له پاره تللی وو.

دويچه وېله اردو/م.ک.ص./ا.ا.

د پاکستان پر موضوع له آرشیف څخه يو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل