1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خيبر پښتونخوا: پوليسو هغه ملا نيولی چې ملاله یې ګواښلې

۱۴۰۰ خرداد ۲۱, جمعه

د پاکستان پوليسو هغه ملا نيولی دی چې په ټولنيزو رسنيو کې يې يوه ويډيو خپره شوه. د مفتي سردار علي حقاني په نوم دغه ملا ملالې يوسفزۍ ته د مرګ ګواښ کړی وو. خو ولې؟

https://p.dw.com/p/3ujzM
Nobelpreisträgerin Malala Yousafzai I Cop26
انځور: Joe Giddens/PA Wire/empics/picture alliance

د سيمه ایزو پولیسو يوه مشر وسيم سجاد وويل چې دغه ملا د خيبر پښتونخوا ایالت په لکي مروت سيمه کې نيول شوی دی. په ويډيو کې دغه عالم ويلي دي چې کله ملاله يوسفزۍ پاکستان ته راستنه شي نو پر هغې به ځانمرګی بريد وکړي.

ملالې ته دا ګواښ د بريتانيا په ووګ مجله کې د واده په اړه د هغې د څرګندونو له کبله شوی دی.

ياد ملا ادعا کړې ده چې ملالي د واده په اړه په خپلو دې څرګندونو سره اسلام ته سپکاوی کړی دی.

ملاله يوسفزۍ په ۲۰۱۲م کال کې د پاکستاني طالبانو له خوا پر هغې تر بريد وروسته په سخت ټپي حالت کې بريتانيا ته انتقال شوې وه. نوموړې له هغه وخت راهيسې په بريتانيا کې ژوند کوی.

ملاله چې هغه وخت پنځلس کلنه وه، د نجونو د تعليم له پاره په يوه کمپاين سره یې د طالبانو غوسه پارولې وه.

د ملالې يوسفزۍ پر څرګندونو ولي سختي نيوکي شوي؟

نوموړې څو ورځې تر مخه د ووګ مجلې سره په مرکه کې ويلي ول: «زه اوس هم نه پوهيږم چې ولې خلک واده کوي. که څوک وغواړي چې يو کس یې ژوند ته راشي نو ولې باید د واده سند امضاء کړي، ولې هغوی همداسې ګډ ژوند نه شي کولی.؟»

د ملالې دې څرګندونو په پاکستان کې پر ټولنیزو رسنيو ډېره پاملرنه جلب کړه او د حقاني په څېر ملایانو غوسه یې را وپاروله.

خو د ملالې يوسفزۍ پلار ضياالدين يوسفزي د نوموړې څخه دفاع وکړه او د تويتر له لارې يې وويل چې د هغې څرګندونې ناسمې تعبیر شوي دي.

ملاله يوسفزۍ چې په ۲۰۱۴م کال کې د نجونو د زده کړې په برخه کې د هلو ځلو له کبله یې د نوبل د سولې جایزه ترلاسه کړه، په پاکستان کې ډېره مشهوره ده، خو د اسلامپالو او سخت دريځو له خوا پرې تل سختې نیوکې کیږي.

د ۲۰۱۲م کال په فيبرورۍ میاشت کې بريد کوونکو پر هغې د دويم بريد ګواښ کړی وو. هغه وخت وسله والو ويلي ول: «دا ځل به هیڅ غلطي ونه کړو.»

ب. ص/ ن. ز (APE)

زموږ له آرشیف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل