پاکستان د کښتۍ ضد کروز توغندی آزمويلی
۱۴۰۵ اردیبهشت ۲, چهارشنبه
د اسوشتيد پريس خبري آژانس په حواله د تيمور په نوم د کښتۍ ضد دا کروز توغندی د سې شنبې په ورځ وآزمويل شو. د پاکستان د سمندري ځواک په حواله دا توغندی په کاميابۍ سره توغول شوی دی.
پاکستان دا توغندی په داسې حال کې آزمويلی چې د پاکستان سمندري ځواک پر مهمو سمندري لارو په ځانګړي توګه له هرمز تنګي څخه د تیريدونکو تجارتي کښتيو د بدرګه کولو چارو ته دوام ورکوي.
اړونده موضوع: پاکستان له ځمکې څخه د ځمکې ويشتونکي اوږده واټن توغندي کاميابه تجربه کړې
د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو څانګې له لوري په جاري کړل شوې بيانيه کې ويل شوي دي چې دا کروز توغندی په دقت سره خپل هدف ته رسېدلی شي.
په دغه اعلاميه کې زياته شوې: «دې آزموينې د پاکستان د سمندري ځواک هغه وړتيا تائيد کړې چې په سمندر کې په لېرې واټن کې پراته د دښمن اهداف لټولی او هدف ګرځولی شي او هغه په اغیزمنه توګه ويجاړولی شي.»
د هېواد ساينس پوهانو او انجينرانو ته مبارکي
په دې اعلاميه کې ويل شوي دي چې د پاکستان د سمندري ځواک دا لاسته راوړنه د ملي دفاعي وړتيا په برخه کې يوه مهمه اضافه ده چې د پاکستان د وسله والو ځواکونو د دودیزو جګړو او ګډو حملې وړتيا لا پسې پياوړې کوي.
اړونده موضوع: پاکستان د لنډ واټن ویشتونکي توغندی بریالۍ آزموینه کړې
د اعلامیې په حواله د پاکستان ولسمشر آصف زرداري، لومړي وزير شهباز شريف، د پوځ لوی درستیز جنرال آصف منیر او د پوځ نورو مشرانو د دې مهمې بريا له کبله د هېواد ساينس پوهانو او انجينرانو ته مبارکي ویلې ده.