1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دينآسیا

په پاکستان کې په اجباري توګه د مذهب بدلولو شخړیزه مسوده

۱۴۰۰ شهریور ۳۱, چهارشنبه

په اجباري ډول د دین یا مذهب بدلولو مسوده اوس لا تر بحث لاندې ده چې په پاکستان کې محافظه کاره کړیو یې د شدید مخالفت ګواښ کړی دی. خو لیبرالان او اقلیتونو بیا دا مسوده د محمد علي جناح د لارښوونو منعکس کوونکې بللې ده.

https://p.dw.com/p/40eAt
Pakistan Hyderabad Hindu Tempel
انځور: Jan Ali Laghari/Pacific Press/picture alliance

په پاکستان کې «اسلامي نظریاتي کونسل» یا اسلامي عقیدتي شورا د دې مسودې پر محتویاتو د بحث له پاره د تیرې جمعې په ورځ یوه مشورتي غونډه را بللې وه.

د شورا څیړونکي ادارې پر دې مسودې تر تحقیق کولو وروسته هغه د مذهبي چارو وزارت ته استولې ده. په دې مسوده کې د مذهب بدلولو له پاره د ۱۸ کلونو عمر شرط ټاکل کیدو وړاندیز شوی دی او د مذهب بدلوونکې له پاره د ادیانو د مطالعه کولو یوه ماده هم په پام کې نیول شوې ده.

د اسلامي ایډیالوژۍ شورا مشرې داکتر قبله ایاز وویل چې د سنده ایالت د ولسي جرګې کوم غړي د بشري حقونو وزارت په مرسته دغه مسوده ترتیب کړې ده: «اوس لا دغه مسوده په ګردش کې وه چې د مذهبي چارو وزارت موږ ته را وستوله او زموږ تحقیقاتې څانګې پرې خپله رایه ورکړه او بیرته یې دغه وزارت ته واستوله.»

هغې وویل چې د شورا غړو نظر دا و چې په اسلام کې د مذهب بدلولو له پاره د عمر حد نه دی ټاکل شوی. 

د شدید اعتراض ګواښ

په دغه هیواد کې مذهبي ګوندونو د دې مسودې د شدید مخالفت کولو ګواښ کړی دی. د جماعت اسلامي ګوند حکومت ته خبرداری ورکړی دی چې که دغه مسوده یې په همدې شکل چې ده منظوره کړه، نو له شدید غبرګون سره به مخامخ شي.

په پارلمان کې د دغه ګوند استازي مولانا عبدال اکبر چترالي دویچه ویله ته په دې اړه وویل: «دا مسوده د اسلام او پاکستان د اساسي قانون خلاف ده او لویدیځ پلوه خلک پر هیواد د دې مسودې په نافذولو سره غواړي د پاکستان اسلامي هویت خراب کړي. موږ به په هره کچه د دې مسودې مخالفت وکړو، نه یوازې د پارلمان په کچه بلکې په کلیو او ناحیو کې هم. موږ به له نورو مذهبي او سیاسي ډلو سره په ګډه د دې مخالفت وکړو.»

د چترالي په خبره په دې مسوده کې د مذهب بدلولو له پاره حد اقل عمر ۱۸ کاله وړاندیز شوی دی: «په داسې حال کې چې سربیره پر دې د مذهب بدلوونکې ته به ۲۱ ورځې د ادیانو د تقابل درس ورکول کیږي. دا یوازې د اسلامي لارښوونو خلاف نه دی، بلکې د فردي آزادۍ خلاف هم دی. که کوم کس اسلام قبلول غواړي، بیا نو ولې حکومت غواړي پکې مداخله وکړي.»

د جمعیت علمای اسلام فضل الرحمن ګروپ هم د دې مسودې د شدید مخالفت کولو خبرداری وکړی دی او ګواښ یې کړی دی چې که دغه مسوده منظور کړای شوه، نو په ټول هیواد کې به احتجاجي مظاهرې وکړي.

د نوموړي ګوند یوه سیاستوال جلال الدین دویچه ویله ته وویل: «دا مسوده د اسلام ضد ده چې د غیر دولتي سازمانونو او بهرنیو د فشار په نتیجه کې په هغه شکل راوستل شوې ده لکه مخکې چې د کورنۍ تاوتریخوالي او نور قوانین راوستل شوي ول. هیڅ مسلمان د دې ملاتړ نه شي کولی. موږ به په ټول هیواد کې د دې پر ضد احتجاج وکړو.»

پاکستان کې قهريدلو کسانو د هندوانو يو معبد تخريب کړی

د مشر د لارښوونې منعکس کوونکی

بل لور ته د پاکستان غیر مسلمان اقلیتونه د دې مسودې پلوي کوي. د پاکستان د هندوانو د شورا مشر داکتر جي پال چهابړیا، ادعا کړې چې دا مسوده د آل انډیا مسلم لیګ د منشور مطابق او د محمد علي جناح د لارښوونو منعکس کوونکې ده.

نومړي وویل چې دغه غوښتنه پخپله د ال آنډیا مسلم لیګ په ۱۹۳۷م کال کې کړې وه، کله چې مسلمانو نجونو به له هندو مذهبه هلکانو سره ودونه کول او خپل دین به یې بدلولو.

نوموړي زیاته کړه چې محمد علي جناح ډیر مخکې له خپلې ښځې سره آشنا شوی و، خو د واده له پاره یې انتظار وکړ او وروسته له هغې چې ښځه یې ۱۸ کلنه شوه بیا یې واده وکړ، ځکه چې ښځې یې هم باید خپل دین بدل کړی وای.

د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې د بشري حقونو سازمانونه ادعا کوي چې دوی په جبري توګه د دین یا مذهب بدلولو ډیر شکایتونه ترلاسه کړي دي. خو هندو فعالان بیا وایي چې د دا ډول شکایتونو شمیر په زرونو ته رسیږي، خو خپلواکې سرچينې بیا وایي چې د دا ډول شکایتونو شمیر کیدای شي په لسګونو وي، نه په زرونو.

په جبري توګه د مذهب بدلونو اکثره پيښې د پاکستان په سویلي ایالت سند کې رامنځته کیږي.

عبدالستار/ اسلام آباد/ ش.ن/ ن.ز