1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان کې قهريدلو کسانو د هندوانو يو معبد تخريب کړی

۱۴۰۰ مرداد ۱۴, پنجشنبه

د پاکستان په پنجاب ایالت کي څو تنو قهرجنو کسانو د هندوانو پر یوه معبد حمله کړې او هغه ته یې سخت زیان رسولی دی. د پیښي علت له توقیف څخه د یوه ۸ کلن ماشوم آزادیدل وو.

https://p.dw.com/p/3yaiz
Pakistan Rawalpindi  Hindu Tempel Vandalismus
انځور: Anjum Naveed/AP Photo/picture alliance

د پاکستان د مرکزي ایالت پنجاب پولیسو، نن پنجشنبه د آلمان خبري آژانس ته ویلي چي د یوه اته کلن ماشوم تر خلاصیدو وروسته چي مقدساتو ته په توهین تورن وو، یوه ډله قهرجنو د هندوانو پر یوه معبد حمله وکړه او هغه یې تر ډیره ځایه وران کړی دی.

د رحیم یارخان د ښار چارواکو ویلي چي ددغه وضعیت د آرامولو او د هندوانو له اقلیت څخه د ساتني له پاره یې له پوځي ځواکونو مرسته غوښتې ده.

د پاکستان د پولیسو د یوه ویاند په خبره، ددغه هیواد یو تن روحاني کس، نوموړی اته کلن ماشوم د یوې مدرسې په کتابخانه کي د ادرار (بولو) په کولو متهم کړی وو. خو بیا هم یوې محکمې د کم عمر درلودلو په دلیل د دغه ماشوم د آزادیدو حکم صادر کړ.

په پاکستان کي مذهبي مقدساتو ته سپکاوی د مرگ په سزا مجازات کیږي.

دغه وروستۍ پیښه کیدای سي په پاکستان کي چی ۹۵ خلک یې مسلمانان جوړوي، د مذهبي اقلیتونو د خراب وضعیت یوه بیلگه وي.

پاکستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چي د بشري حقونو د فعالانو په حواله پکښي، د ادیانو آزادي تر ډیره ځایه تر پښو لاندي کیږي. په پاکستان کي اسلام او یا هم د اسلام پیغمبر ته د توهین تور کیدای سي سخت غبرگونونه راوپاروي.

په تیرو وختونو کي تورن کسان په ډزو ویشتل سوي، اور وراچول سوی او یا هم د مرگ ترسرحده وهل او ټکول سوي دي.

GP/BS/AG